پکتيکا: چارواکي د ۱۰۲ وسله والو مخالفينو د وژلو ادعا کوي

د لراوبر اداره | جون 7th, 2016


د پکتیکا ولایت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ګډې همغږۍ مرکزد معلوماتو له مخې د روان ۱۳۹۵ یم کال د غبرګولي میاشتي له نهمې نیتې څخه تر اولسمې نیټې پورې د افغان امنیتي اودفاعي ځواکونو د تعروضي او تهاجمي عملیاتو په لړ کې (۱۰۲) تنه وسلوال مخالفین وژل شوي او (۵۵) تنه نور ټپیان دي ، د پکتيکا ولايت د والي وياند نبي الله پيرخېل وايي د دغو عملیاتو په ترڅ کې د دوښمن ګڼ شمیر سپکي او درنديوسلي له منځه تللي دي.

طالبانو ددې په دې اړه دريځ نه دی څرګند کړی

Copyright Larawbar 2007-2024