کور / تازه خبرونه / ښرنه – پکتیکا: ۲۳ نجوني د قابلو له روزنیز مرکز څخه فارغه سوې

ښرنه – پکتیکا: ۲۳ نجوني د قابلو له روزنیز مرکز څخه فارغه سوې

په دې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت، د ملي امنیت رئیس برید جنرال نیازمحمد نیازمن، د امنیت امر سمونومل عبدالروف مسعود، د ولایتي شورا غړو، د عامي روغتیا رئیس او کارکوونکو، د قابلو د روزنیز مرکز مسئولینو، د بیلابیلو ملکي ادارو رئیسانو، د مدني ټولنو غړو، د رسنیو خبریالانو او د فارغ شویو قابلو د کورنیو غړو ګډون کړی وو.elyas wahdat paktika

د عامي روغتیا رئیس ډاکتر ولي ګل وویل د قابلګي پروګرام په ۲۰۱۴ میلادي کال کې پیل شو چې د پکتیکا د بیلابیلو ولسوالیو څخه ورته ۲۶ نجوني جذب شوي، چې دریو تنو یې د ځینو کلتورې ستونزو له امله زده کړې پرېښودي. ده وویل خوشاله یم چې نن د پکتیکا د قابلو له روزنیز مرکز څخه ۲۳ نجوني له دوو کلنو زده کړو څخه ورسته د پکتیکا د مختلفو ولسوالیو نه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوو چې په دې سره به د پکتیکا د ښځینه ناروغانو ستونزې تر ډېره حل شي.
ورپسې د پکتیکا لپاره د قابلګي پروګرام مسئولي ډاکتر زهرا خبرې وکړې وې ویل، د قابلګي پروګرام د نړیوال بانک لخوا تمویلېږي چې فارغ شویو قابلو د دوو کالو په اوږدو کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي، چې د پروګرام د اصولو سره سم به یادې قابیلې د پکتیکا ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د دریو کالو لپاره خدمت کوي.
د ولایتي شورا غړي مبین فقیرزاده ددې قابلو په فراغت خوښې وښوده او ددې ستر ویاړ مبارکې يې د پکتیکا ټولو علم پروره ولسونو ته وویله، فقیر زاده د پکتیکا په خلکو غږ وکړ چې د خپلو زامنو تر څنګ په لوڼو هم زده کړې وکړي تر څو ددې شته ناخوالو څخه خلاص شو.paktika
د ښځو چارو رئیسې اغلي بي بي حوا خوشېوال وویل په پکتیکا ولایت کې د ښځینه ډاکترانو نه شتون خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړې، اغلې خوشیوال جبري ودونو او په کم عمر کې د نجونو ورکړي د مور او ماشوم د مړیني عمده عاملونه یاد کړل، خوشیوال د پکتیکا له دیني عالمانو او قومی مخورو څخه غوښتنه وکړه چې په نجونو تعلیم وکړي.
د مرکز ښرني د ملکي روغتون د صحي کمیټې مشر حاجي سیدالله د فارغو قابلو په فراغت خوښي وښوده مبارکې يې د دوی کورنیو او دپکتیکا ټولو خلکو ته وویله زیاته یې کړه چې د مرکز ښرني او ولسوالیو روغتیایې مرکزونه دې ارتقا وکړي او د ښځینه ډاکترانو د استخدام په برخه کې دي ولایتي اداره پاملرنه ډېره کړي.
د فارغ شویو قابلو په استازېتوب زرمینې خبرې وکړي وې ویل چې موږ په دوو کلونو کې مسلکي زده کړي تر لاسه کړې ژمنه کوو چې د روغتیا په برخه کې به د خپلو خلکو په پوره ریښتیولۍ سره خدمت کوو، اغلې زرمینې له ټولو هغو څخه مننه وکړه چې د قابلګي پروګرام ملاتړ یې کړی دی.
د اډا موسسې استازې اغلې نادیه عالمیار هم خبرې وکړې وې ویل په دې سره به په پکتیکا کې د قابلو د نه موجودیت ستونزه تر ډېره حل شي او ددې ویاړ مبارکې یې د پکتیکا ټولو خلکو ته وویله.
غونډې ته د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت هم وینا وکړه وې ویل خوشاله یم چې د ماموریت په لومړیو ورځو کې د پکتیکا د پرمختګ په پروګرامونو کې ګډون کوم، ښاغلي وحدت زیاته کړه زه د قابلو د فراغت د دغه ستر ویاړ مبارکې فارغ شویو قابلو، د دوی درنو کورنیو او د پکتیکا ټول نجیب ولس ته وایم.
وحدت وویل که څه هم ددې قابلو په فراغت سره به د پکتیکا د ښځینه ناروغانو ستونزې تر یوه برېده حل شي خو دا فراغت بسنه نه کوي، پکتیکا د روغتیا په برخه کې د نورو ولایتونو په پرتله ډېر شاته پاته ولایت ده، ښاغلي وحدت د پکتیکا په ولسونو غږ وکړ چې په خپلو لورګانو زده کړي وکړي تر څو هغوی ډاکتراني او ښوونکي شي چې  ددې دردیدلي ټولني ټپونو ته ملهم شي.
ده وویل د ښځینه ډاکترانو او قابلو د هڅو او په رڼو سترګو د شپو تیرولو هڅه وه چې نن د مور او ماشوم د مړینې کچه را ټېټه شوې ده، ښاغلي وحدت له فارغ شویو قابلو څخه غوښتنه وکړه چې د یوې روغتیا پالي په توګه دې له هر ډول سمتي، ژبني تعصبونو څخه پرته د بشریت خدمت وکړئ.
ښاغلي وحدت وویل ولایتي اداره هڅه کوي چې فارغو قابلو ته د ظرفیت لوړوني په برخه کې نور ترینینګونه هم دایر کړي.
ورسته فارغو قابلو د عامي روغتیا وزارت د قانون سره سم سوګند یاد کړ او وې ویل چې د روغتیا د کارکوونکو په توګه به پرته له  هر ډول تعصوبونو ناروغانو ته یو ډول خدمات وړاندې کوو او د ژوند تر ورستیو شېبو پورې به د خپل ولس په پوره صداقت سره خدمت کوو.
د غونډې په پای کې د پکتیکا والي له لورې چمتو شوې ډالۍ او قابلو د روزنیز مرکز له لورې فارغو قابلو ته برابر شوې بري لیکونو هم  پرې ووېشل شول.