د مړي په مراسمو کي ژور بدلون

د لراوبر اداره | فبروري 4th, 2018


تېره ورځ مې هم یوه لیکنه چې عنوان و (میړه د سقاط پیسې پور ورکوي او مېرمن یې سقات اخلی!) لیکلې وه هغه د لر او بر په ښکلې ویبپاڼې کې خپره شوه او دا دی په دې هکله یوه بله لیکنه هم له تاسو ګرانو مینه والو سره شریکوم؛ نو هیله ده چې خوښه مو شي او الله جل جلاله یې اجر را کړي.

ا- ځواک

د مړي په مراسمو کې مثبت بدلون

پرون یوه کلي کې یوه مېرمن په حق رسېدلې وه؛ د زامنو اقتصادي وضعیت نسبتاً ښه و؛ خو مثبت بدلون په کې دا وه چې د مړي په مراسمو کې ګډونوالو مېرمن ته سقاط ورنکړ شو او بله خبره دا چې تازه میوه، تازه ترکاري هم په دې ورځ نه وه.

ما ته یو وخت د خوست مرحوم والي معراج الدین پټان د خپل کلي د بد رواج په هکله خپله یوه داسې کیسه وکړه؛ وې وېل (زموږ په کلي که به چې کله واده او یا د توي مراسم و؛ نو خلکو به 500 نر تر زرو پیپسیانې هم رانیولې چې دا به د واده کوونکو له پاره یو بل دروند بار و؛ خو کله چې زموږ په کور کې د واده مراسمو پروګرام جوړېدو نو ما وار دمخه ورته وویل چې دا پیپسي به نه راوړي؛ نو اکثرو ما ته ویل چې دا خو شرم ما ورته ووېل چې دا شرم یې زما تاسو ټولو ته وویل چې پټان و وېل او بس؛ نو تر هغه را وروسته یعنی تر اوسه چې کوم مراسم تر سره کېږي پیپسیانې خلک نه راوړي او د دې په خوا کې مې خلکو دا روحیه هم ورکړه چې د دې ګازلرونکو پیپسیانو زیان تر ګټې زیات دی).

دا لنډه کیسه مې د مرحوم ځکه وکړه چې له دې پرونیو وارثینو سره یې اړخ لږګاو؛ د دوی هم نسبتاً د ژوند ګزاره ښه وه مطلب دا چې دوی کړای شوي چې تر نورو کلیوالو یې ښه لګښت کړای وای؛ خو چې دا کار یې ونه کړ دا په دې مانا چې یو بدعتي کار یا عمل یې چې په کلي کې و هغه کم شو یو څو کسه به ووایي چې پلاکني د مور د مړینې په مراسمو کې سختي کړې وې او یا بل څه خو هغه چې وایي (به لقل سګ دریا ګنده نمیشود) دا به داسې معنی ولري.

نو که داسې نور اقدامات وشي کرار کرار به دا ملا ماتونکی او خوشې عبث خرچې چې نه په کې ثواب شته او نه خراما کم شي او ورسره به نور هم دا جرئت وکړي چې له عبثو لګښتونو څخه مخنیوی وشي او له شک پرته چې الله جل جلاله هم به اجر هم ورکړي ځکه چې الله تعالی وایي چې وخوري وڅکي خو په اندازه؛ خو دا یاد لګښتونه تر دې سل چند ځکه بد دي چې یو نوی شی یې په دین کې را پیدا کړي؛ ځکه چې اصلاً د مړي په کور کې تر دریو ورځو پورې خوراک او څښاک منع دی.

نو تر هر څو خو دمه دینی علما باید په دې هکله جدي ګامونه واخلي او بیا نور داسې صالح کسان لکه چې پاس ذکر شول تر څو هم نورو ته ګټه ورسي او هم خلکو ته د خیرات ورکړه که په کورونو خام مواد لکه وریجې او غوښه ووېشل شي دا به یو په سلو غوره وي ځکه چې په کور کې یې واړه، زاړه، ړانده او ټول ترې مستفید کېدای شي.

په همدې هیله

Copyright Larawbar 2007-2024