افغان سيکان وايي، افغانستان نور ورته د اوسېدولو ځای نه دی
Aziz Rahman Hazim
په جلال اباد ښار کي د جولای پر لومړۍ ورځ د ځانمرګي بريد وروسته چي ګڼ شمېر اهل هنود پکي ووژل سوه اوس ځيني اهل هنود وايي، چي نور افغانستان ورته د اوسېدلو ځای نه دی.
په دې بريد کي ولسي جرګې ته يواځينی د اهل هنود استازی اوتار سينګ خالصه هم ووژل سو.
ددې بريد پړه داعش وسلوالي ډلي منلې ده.
تجوير سينګ وايي، “زه یې ښکاره وایم، نور دا ځای (افغانستان) زموږ د اوسېدو نه دی. اسلامي تروریستانو ته نور زموږ مذهب د زغملو نه دی. موږ افغانان یو. حکومت مو پېژني خو ترهګرو ځکه پر موږ برید وکړ چي موږ مسلمانان نه یو.”
په جلال اباد کې بل سيک د ټوکرو پلوونکي بلدیف سینګ وویل” موږ ته دوې لارې پاتې دي: یا به هند ته ځو او یا به مسلمانان کیږي.”
د جلال اباد له بريد وروسته ډېری اهل هنود په دې فکر کي دي چي نور له افغانستان څخه هند ته وکوچېږي.
د هند حکومت د نورو افغانانو په پرتله افغان سيکانو او هندوانو ته د اوږدې مودې وېزې ورکوي.
په افغانستان کي د هند سفارت ويلي چي دوی د افغان هندوانو او سيکانو لپاره په هند کي د هستوګني اسانتيا برابروي او د هغوی په انتقال کي هم مرسته کوي، خو د سفارت په خبره له افغانستان څخه ددوی د کوچېدلو پرېکړه په دوی پوري اړه لري.
د جلال اباد بريد په پراخه کچه وغندل سو او افغانان د هغوی سره د غمشريکۍ په خاطر په خواله رسنيو کي د هغوی انځورونه او د غمشريکۍ پېغامونه خپروي.