افغان ځواکونو د اروزګان پخوانی د امنيت آمر رحيم الله خان نيولی دی

Aziz Rahman Hazim | جولای 4th, 2018


په اروزګان کي د ياد ولايت د امنيت پخوانی آمر رحيم الله خان د افغان ځواکونو لخوا بې وسلې سوی او نيول سوی دی.

نوموړی په اروزګان ولايت کي د امنيت د آمر په توګه دنده اجرا کړې ده.

څو ورځي وړاندي د اروزګان په مرکز ترينکوټ کي د رحيم الله خان او د افغان پوليسو ترمنځ نښته رامنځ ته سوه چي مرګژوبله يې هم لرل.

شخړه هغه وخت رامنځ ته سوه چي پوليسو غوښتل د رحيم الله خان د موټر توري ښيښې پاکي کړي خو د نوموړي لخوا سخت غبرګون وښودل سو چي وروسته لفظي شخړه په وسلواله نښته بدله سوه.

افغان حکومت وايي په اروزګان، فراه او نورو ولايتونو کي به د خپل سرو وسلوالو مخه نيسي او هغه کسان به د قانون منګلو ته سپاري چي په شکنجو، ځورونو او ناامنيو کي ککړ دي.

تېره ورځ هم د فارياب ولايت ځواکمن قومندان نظام الدين قيصاري افغان ځانګړو ځواکونو ونيوی او مرکز ته يې ولېږدوی .

 د دفاع وزرارت چارواکي وايي، نظام الدين قيصاري په فارياب ولايت کي د خلګو په ځورونه تورن دی، دی اوس قضايي ارګانو ته سپارل سوی دی او پر هغه د لګېدلو تورنو ته به ځواب وايي، که تورن وپېژندل سو د قانون په چوکاټ کي به چلند ورسره وسي او که سپين وختی بېرته به خوشي سي.

نظام الدين قيصاري د جنبش پلوه سیمه ییزو پاڅون کوونکو تر ټولو لوی قومندان او په فاریاب ولایت کي د جنرال دوستم ځانکړی استازی دی.

نوموړی پر داسي مهال ونيول سو چي يوې پوځي غونډي ته دعوت سوی وو.

ويل کېږي د نوموړي د نيول کېدو پر مهال شخړه سوې چي پکي د قيصاري څلور ساتونکي وژل سوي او څلور نور يې ژوبل دي.

پنځوس کلن قیصاري د فاریاب قیصار ولسوالۍ کلیواله توپخانه سیمه کي زیږېدلی دی. کلونه یې بڼوالي او سوداګري کړې او له ۱۳۹۰ هـ ش راهیسې یې سیمه ییزو پولیسو کي د سیمه ییزو پولیسو د مرستیال په توګه فعالیت پیل درلود.

هغه ولسي پاڅون پیل کړ، چي شاوخوا درې سوه کسان ورسره یوځای سول او بیا د قیصار امنیه قومندان سو.

نوموړی څلور کاله وړاندې فاریاب کي د جنرال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی دی.

اوسمهال د فاریاب د ولسي پاڅون مشري هم کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024