ارزګان:د څه باندي ۷ ميلونو افغانيو په ارزښت د يوه سربند د جوړيدو چاري پیل شوي

Aziz Rahman Hazim | جولای 7th, 2018


په ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې دکرني ریاست له لوري د يوه سربند د جوړيدو د بنسټ ډیره کښيودل شوه.

دسیمي اوسیدونکي سره له دي چې دسربند په جوړولو خوښ دي خو له دولت څخه دورته نورو پروژو غوښتنه کوي.

په ارزګان ولایت کي دکروندګرو دستونزو دحل په موخه دیوه سربند دجوړولو چاري پیل سوي.

ارزګان کې د کرهني وزارت له لوري د [۷۲۱۹۴۳] اوه میلیونه دوه لکه نولس زره دري څلویښت افغانۍ په لګښت جوړيږي.

ارزګان کې د کرهني او اوبو لګونې رياست رئیس زلمي الکو ددغې پروژي د بنسټر ډبري ايښودلو پر مهال رسنيو ته وويل چې د يادي پروژي چاري به د شاخوا ۶ مياشتو په موده کې بشپړي شي.

دالکو په خبره چې ددي سربند دجوړيدو ترڅنګ ۵۴۳ متره استنادي دیوال هم جوړشي څو دکرنیزي ځمکي څخه دسیلابونو مخه ونیول سي.

ارزګان کې پر داسي مهال د کروندګرو د ستونزي  حل په موخه سربند او د استينادي ديوال جوړيدو چاري پیليږي چې سږکال دهيواد د يوشمير ولايتونو څخه د وچکالي راپورونه خپاره شوي دي.

ددغې پروژي د بنسټ ډبري ايښودلو پر مهال د سيمي اوسيدونکي د اوبو له نشتون څخه سرټکوي

دوی له دولت څخه غوښتنه کوي چې ورته دغه ډول بیارغنيز فعاليتونو ترسره شي څو د اوبو د کمي ستونزه يي حل شي.

که څه هم دارزګان ۸۰ سلنه اوسيدونکي په کرهنه او مالداري بوخت دي خو لاهم په دغه ولايت کې د کرهني په برخه کې هغه ډول کار کروندګرو ته نه دي شوي چې ورته اړتيا ليدل کيږي.

راپور: احسان الله ولس يار

Copyright Larawbar 2007-2024