د يمن ولسمشر: تمه نه وه چي د سعودي په مشرۍ دي عربي ايتلاف په يمن کي دومره ډېر وخت ښکېل سي

Aziz Rahman Hazim | جولای 18th, 2018


د يمن جلاوطنی ولسمشر عبدالرب منصور هادي ويلي دي، تمه يې نه لرل چي په يمن کي د سعودي عربستان ښکېلتيا دي دومره زيات وخت ونيسي.

منصور هادي چي د سعودي ملاتړ ورسره دی ويلي، ده داسي فکر نه کاوه چي ګڼي د سعودي په مشرۍ دي عربي ټلواله دومره ډېر وخت په يمن کي ښکېله پاته سي.

د سعودي په مشرۍ عربي ټلواله په يمن کي له دريو کلونو راهيسي د حوثيانو پر ضد جګړه پر مخ وړي.

حوثيان چي د ټلوالي په خبره د ايران ملاتړ ورسره دی په يمن کي د حکومت پر ضد راپورته سول او  اوس يې د يمن ډېري سيمي ترکنټرول لاندي دي.

د يمن جلاوطنی ولسمشر منصور هادي دا هم وايي، چي په يمن کي د عربي هيوادونو ښکېلتيا مثبت ګام وو. دی وايي، که چيري د سعودي په مشرۍ عربي ايتلاف په يمن کي نه وای دخيل سوی دا هيواد به يوې اوږدې کورنۍ جګړې ته ننوتلی وای.

ښاغلی هادي پر دې پښېمانه نه دی چي ګڼي سعودي يې په يمن کي جګړې ته رابللی دی، نوموړی وايي: “زه هېڅ پښېمان نه يم، که داسي نه واى نو موږ نه سواى کولاى چي د هېواد ځينې برخې ازادې کړو، له عدن څخه نيولې تر المهرا. د ټلوالې له مرستې پرته دا سيمې به لا د حوثيانو په ولکه کي وای. موږ په دې باور يو چي د ټلوالې علميات ډېر بريالي و او په عربي نړۍ کي سارى نه لري.”

خو ملګري ملتونه او د څار سازمانونه وايي چي پر یم د سعودي په مشرۍ د عربي ايتلاف هوايي بمبارونو ډېری ولسي وګړو ته مرګژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخي سعودي په دې بريدونو کي کليوالي سيمي، ولسي وګړي، بازارونه او آن جنازې هم په نښه کړي دي چي ولسي وګړو ته يې درنه مرګژوبله اړولې ده.

ملګري ملتونه وايي، په يمن کي د جګړې د پيل راهيسي شاوخوا اته مليونه يمنيان د قحطۍ او د خوراک له کمښت سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو په وينا، که چيري د روان کال تر پايه د يمن جګړې ته سياسي حل ونه موندل سي او جګړه همداسي دوام ومومي نو په يمن کي به يو بشري ناورين رامنځ ته سي.

Copyright Larawbar 2007-2024