اشرف غني عمران خان ته مبارکي ورکړې ده
Aziz Rahman Hazim
ولسمشر اشرف غني د پاکستان لومړي وزير عمران خان د د هغه د بريا په موخه مبارکي ويلې ده.
له ارګ څخه په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي دي چي تېره ورځ ماپښين د ټلفون له لاري افغان ولسمشر اشرف غني عمران خان ته په ټاکنو کي د بريا مبارکي وويل.
د ارګ په اعلاميه کي راغلي دي چي اشرف غني عمران خان ته بلنه ورکړه چي په يو رسمي سفر کابل ته راسي .
اعلاميه زياتوي چي اشرف غني له عمران خان سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شته کړکېچونو د ختمولو پر سر هم خبري وکړې. نوموړي ويلي، دواړه هيوادونه بايد تېري ترخې تجربې هېري کړي او پر يو روښانه راتلونکي غور وکړي.
د اشرف غني په وينا: “د روښانه راتلونکي لپاره به فرهنګي، اقتصادي، اجتماعي او سیاسي برخو کي د اړیکو نوی بنیادي اساس ږدو”
د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم ويلي چي ددواړو هيوادونو ترمنځ به د ګډو تاريخي ارزښتونو د پياوړتيا لپاره کار کوي.
نوموړي هيله څرګنده کړې چي کابل ته به سفر وکړي او د افغان چارواکو سره به د سيمي د مسئلو پر سر له نږدې خبري وکړي.
په پاکستان کي افغان سفير حضرت عمر زاخيلوال وايي، عمران خان په افغانستان کي د سولي او ثبات، همدارنګه په پاکستان کي د ميشتو افغان کډوالو په هکله مثبت نظر لري.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند د جولای د ۲۵ ټاکنو کي ډېري رايي وړي دي چي په دې سره به د نورو ګوندونو په ملتيا د عمران خان په مشرۍ حکومت جوړوي.