عوامي نيشنل ګوند: د انتخاباتو پايلي نه منو او پراخ لاريونونه به کوو

Aziz Rahman Hazim | جولای 30th, 2018


د عوامي نيشنل ګوند مرکزي مشر ميا افتخار حسين وايي د جولاي د ۲۵ ټاکنو کي د درغليو پر ضد به نن د دوشنبې په ورځ احتجاجي لاريونونه کوي او په دې اړوند يې په ټولو ضلعو کي د لاريون تيارياني نيولي دي.

د نوموړي په وينا، په چارسده کي اسفنديار ولي خان، په مردان کي حيدر خان، په نوښار کي خپله ميا افتخار حسين او په پېښور کي به حاجي بلور د مظاهرو مشري کوي.

د جولاي پر ۲۵ په پاکستان کي عامي ټاکني وسوې چي له مخي يې د پاکستان تحريک انصاف ګوند اکثريت رايي وګټلې او ددې ګوند مشر عمران خان دپاکستان لومړی وزير وټاکل سو.

په دې ټاکنو کي د درغليو راپورونه هم ورکړل سوي دي او د پاکستان ګڼو ګوندونو لکه مسلم ليګ نواز، عوامي نيشنل، د پښتنو ملتپال او نورو ګوندونو د رايو پايلي نه دي منلي او د رايو د بيا شمېرني غوښتنه يې کړې ده.

په پاکستان کي پر پوځ تور پوري دی چي په ټاکنو کي يې لاسوهنه کړې ده او د درغليو په کولو سره يې عمران خان لومړی وزير ټاکلی دی.

د عوامي نيشنل گوند مرکزي مشر ټینگار کوي چي د ټاکنو پايلي يې نه دي منلي او د دوشنبې د ورځي مظاهرې يې هم په همدې موخه دي چي په ټاکنو کي د رغلي او ټګي سوې ده .

دده په خبره، زموږ غوښتنه داده چي له سره دي نوي ټولټاکني وسي.

د ګوند مشر اسفنديار ولي خان هم ويلي دي چي پوځ د يو ځانګړي ګوند په پلوۍ درغليو ته لار هواره کړې ده او د خپلي خوښي نوماند يې کامياب کړی دی، چي اشاره يې عمران خان ته ده .

Copyright Larawbar 2007-2024