د پدرام د وژنې پر سر دوه لكه ډالر جايزه وټاكل شوه

د لراوبر اداره | جولای 30th, 2008



نن ورځ د پكيتكا په ولايت كې سلګونو ځوانانو او سوداګرو د يوې لوې غونډې په ترڅ كې د ملي كنګرې د ګوند مشر لطيف پدرام وروستۍ څرګندونۍ وغندل شوې او د ده د وژنې پر سر  يې دوه لكه ډالره جايزه كيښوده.


د پكتيكا ولايت د ځوانانو د ټولنې مشر وايي چې سوداګرو دغه ګام وروسته له هغه اوچت كړ چې دولت د پدرام د محاكمه كولو په كار كې تر دې دمه پاتې راغلى.



د پكتيكا ولايت د نيږدى څوارلسو ولسواليو ځوانانو ، فرهنګيانو، سوداګرو او عامو وګړو د يوې لوې غونډې په ترڅ كې د پدرام د وژنې پر سر د دوولكو ډالرو جايزه كيښوده.



د پكيتكا ولايت د ځوانانو ټولنې مشر وايي چې دغه غونډه د سيميزو سوداګرو او  د ځوانانود ټولنې لخوا جوړه شوې چې دولتي كسانو پكې برخه نه درلوده.



د سرچينې په وينا ځوانانو او سوداګرو په دولت نيوكه وكړه چې د لطيف پدرام په محاكمه كولو كې يې تر اوسه هيڅ ډول اقدام نه دى كړى.



په غونډې كې سوداګرو اعلان وكړ چې دوى به د هغې چا د وژنې په بدل كې چې ملي شخصيتونو ته يې سپكې سپورې ويلي دي دوه لكه ډالره جايزه ځانګړي كړي.



د پكتيكا د ځوانانو ټولنې د مسوول په وينا سوداګرو دا هم وويل چې د دوه لكه ډالرو د جايزې ترڅنګ به د سر او مال د ساتنې په ترڅ كې هم خلكو ته پوره ډاډ وركوي.



په پكتيكا ولايت وروسته له هغه د پدرام د وژنې پر سر د دوه لكه ډالرو د جايزې اعلان كيږي چې تيره ورځ ملي كنګرې ګوند د خپل مشر د وروستيو څرګندونو سپناوى وكړ.



ياد شوي ګوند وويل چې پدرام سرلښكر غازي امان الله خان ته سپكې سپورې نه دي ويلي او دا يې دنوموړي په وړاندې يو ه دسيسه بللې وه

Copyright Larawbar 2007-2024