افغانستان او د ايراني فاشېزم غشي [قلموال]

د لراوبر اداره | اگست 4th, 2008


دوی ډول ډول پلانونه لري او مختلفې  ډلې ، ګوندونه او اشخاص يې  د هغو د تطبيق لپاره ګومارلي او هر ډول ملاتړ يې كوي. دلته به په لنډيز سره د دوی د ځينو  پلانونو او لاسوهنو يادونه وكړو:

۱- په سياسي برخه كې :  د جهاد په كلونو كې د ايران رژيم ته ښه موقع په لاس ورغله چې په ايران كې افغاني شيعه ګوندونه وروزي او ملاتړ يې وكړي، افغانستان ته يې راولېږلي او تر خپل كنټرول او تاثير  لاندې يې راولي. نو ځكه خو يې لومړی په ايران كې ((اته ګوني)) شيعه ګوندونه جوړ كړل او وروسته يې بيا دوی د عبدالعلي مزاري تر مشرۍ لاندې د ((حزب وحدت اسلامی افغانستان)) په نامه يوه واحد شيعه ګوند كې راټول كړل. په نوييمو كلونو كې دې  ګوندونو د كابل  په ورانۍ ،تنظيمي جنګونو، ائتلافونو او لوټمارۍ كې غټه ونډه لرله.

۲- مذهبي برخه كې :  ايران غواړي د شيعه مذهب د تبليغ  او افغاني شيعه ګانو د تقويې او انسجام  له لارې افغانستان ته د يوه شيعه هېواد  رنګ وركړي، يا لږ تر لږه په افغانستان كې د شيعه ګانو رول او اغېز دومره زيات كړي، چې د ايران ګټې  او غوښتنې  د دوی له لارې  په افغانستان كې  خوندي شي. له همدې كبله  دوی د جعلي احصائيو له مخې غواړي په افغانستان كې د شيعه ګانو شمېر پورته وښيي، په ايران كې د ځينو چاپ شويو كتابونو او اثارو له مخې  په افغانستان كې د شيعه ګانو شمېر  تر %35فيصدو پورې پورته شوی، خو د نورو رښتينو سرشمېرنو له مخې په افغانستان كې دشيعه مذهب د پيروانو شمېر تر %8 نه پورته كېږي. ايران غواړي په افغانستان كې د حنيفي مذهب او احنافو دوديز واك  كمزوری او د شيعه مذهب  اوشيعه ګانو رول غښتلی كړي، له همدې كبله  هڅه كوي چې  په تعليمي نصاب  او يا هم  د افغانستان په قضايي سيستم كې د جعفري فقهې د ځايونې  له لارې  دې هدف ته ورسېږي. سربېره پر دې  دوی د بېلابېلو  مدرسو له لارې  چې مستقيماً د ايران له خوا جوړې شوي او جوړېږي غواړي د شيعه مذهب لمن پراخه كړي، غوره بېلګه يې د شيخ محمد اصف محسني تر چتر لاندې د ((حوزه علميه خاتم النبين)) په نامه د يوې مدرسې جوړېدل دي، چې  په يوه وخت كې به تر لس زرو زيات زده كوونكي په كې د شيعه مذهب او جعفري فقهې زده كړه كوي،  مدرسين به يې اكثره افغاني شيعه ګان او لارښوونكي يا مشاورين به يې  ايراني شيعه ګان وي. پر دې  مدرسې  د ايران له خوا  په لسګونو مليونه ډالر لګښت راغلی دی.

۳- كلتوري او ژبني برخه كې: پر مذهبي او سياسي  لاسوهنو سربېره ايران په افغانستان كې  ډېره كلتوري او ژبني مداخله كوي. دوی په مذهبي او ژبني برخه كې د افغانستان د شيعه ګانو ملاتړ كوي خو په كلتوري برخه كې  دوی د افغانستان د نورو فارسي ژبو لكه تاجكو، قزلباشو او ايماقو ژبنى ملاتړ هم كوي، هغه ګوندونه لكه جميعت اسلامي  او نور چې له ژبني  او كلتوري پلوه د فارسي ژبې  او كلتور  سخت پلويان دي د هغوی ملاتړ هم كوي. دوی د افغانستان د تاجكانو يا فارسي ژبو له لارې غواړي تاجكستان او د منځنۍ اسيا نورو وړو فارسي ژبو سيمو ته لار پيدا كړي، لومړی هلته خپله ژبه او كلتور عام كړي او تر څنګ يې د شيعه مذهب  د تبليغ لپاره لاره اواره كړي. په همدې خاطر دوی د ((فارسي ژبو تلويزيون)) په نامه  يو تلويزيوني چينل جوړوي چې تاجكستان، افغانستان او ايران به يې په ګډه چلوي، خو د لګښت او واك اصلي  چارې  به يې د ايران له خوا سمبالېږي. كه څه هم افغانستان اساساً فارسي ژبی هېواد نه دی، خو د افغانستان مخلوع  خارجه وزير له ايران سره د خپل  ژبني  پيوستون او تمايلاتو له امله  دا تړون لاسليك كړِی او د افغانستان نور قانوني او ارتباطي مراجعو لكه اطلاعاتو او كلتور وزارت، وزيرانو شورا، ملي شورا او سترې محكمې  لا دا تړون  نه دی تائيد كړی، دغه راز تر (پنځو) زيات داسې تلويزوني چينلونه او تر (40) زياتې داسې چاپي خپرونې  شته چې  په مستقيم او نا مستقيم ډول د ايران له خوا ورسره مرسته كېږي. له هغې  جملې څخه يې د ((تمدن)) په نامه د شيخ محمد اصف  محسني تلويزيون، اکثره لګښت د ايران له خوا وركړل شوی او نږدې سل كسان يې د ايران له خوا روزل شوي دي.  
 
۴- په اقتصادي برخه كې: ايراني  شركتونه  د افغانستان په دولت كې د خپلو پلوي  افرادو په مرسته غواړي په افغانستان كې پر تجارتي ماركيټ  خپل كنټرول حاصل كړي، له ښارواليو سره د اعلاناتو  له قراردادونو  نيولې بيا د ځينو ساختماني چارو  په برخه كې پانګه اچگوي، ايران د خپلې پانګې  لپاره د زمينې  برابرولو ترڅنګ  غواړي د نورو افغان سوداګرو ، پانګوالو او د نورې  نړۍ  د پانګې  اچونې  مخه هم ونيسي. څو موده  وړاندې د ايران ځينو پټو شبكو  له خوا  په هرات  كې ځينو  افغان پانګوالو ته وړانديز وشو چې  په هرات كې  خپلې جوړې  شوې فابريكې  بندې او د اسلام كلا تر بندر اخوا د پنځه ويشتو كيلومترو په واټن  يې د ايران په خاوره كې  جوړې كړي او ايران به د دوی د لګښتونو په سلو كې   د پنځه ويشتو برخې سبسايډي ومني. كه چېرې دا كار عملي شي نو په هرات كې به پر يوه وخت تر سلو زياتې فابريكې سقوط شي، دغه راز  ايران هڅه كوي د نفت او ګاز نليكې هغه لويه پروژه له ناكامۍ سره مخ كړي، چې ټاكل شوې له تركمنستان څخه د هغه هېواد نفت او ګاز  د افغانستان له لارې پاكستان ، هند او نورې نړۍ ته  ولېږدوي. ددې پروژې  له لارې  افغانستان ته  ډېره  اقتصادي ګټه رسېږي، خو ايران  د افغانستان دا ګټه نه شي زغملای.

۵- په نظامي برخه كې:  په نظامي برخه كې  د ايران  پاليسي  دا ده چې په افغانستان كې  وضعه بې ثباته كړي، يو وخت يې له شيعه ګوندونو سره زياته او مستقيمه مرسته كوله، بيا كله چې طالبان واك ته ورسېدل، نو دوی ټولو طالب مخالفو ډلو په تېره بيا شيعه  ګوندونو او اسلامي جميعت سره زياته مرسته كوله، خو اوس چې طالبان له واكه غورځېدلي، دوی له طالبانو سره پوځي مرسته كوي. د دې مرستې  هدف دادی چې له يوې خوا امريكايانو ته زيانونه واړوي او غربي نړۍ  دلته مصروفه كړي، له بلې خوا  كه طالبان هم زيان ګوري، د دوی په ګټه تمامېږي او كه سيمه هم ورانېږي دوی ترې ګټه پورته كوي. دا سيمې په مطلق ډول  سني مذهبه  پښتون مېشتې سيمې دي، چې له مذهبي پلوه  او هم له قومي پلوه  د ايران له ستراتيژۍ او پراختيا غوښتنې سره مخالفې دي، نو ايران په دې سيمو كې  د جنګ دوام  د خپلو ګټو د تضمين لپاره يوه ښه  طلايي چانس ګڼي، نو ځكه غواړي په مستقيم او نامستقيم ډول دولت مخالفو وسلوالو ډلو ته پوځي امكانات ورولېږي. هرات، نيمروز، فراه، هلمند او دايكندي كې دايران د پوځي لاسوهنو څرګندې بېلګې ليدل شوي.د ايران پوځي كړۍ په تېره بيا ((سپاه پاسداران)) په دې ساحه كې  زيات فعال دي.

۶- د ملكيتونو د رانيولو په برخه كې : د ايران يوه بله پاليسي دا ده چې خپل پلوو مذهبي اوسياسي ډلو ته  پيسې او مالي امكانات  برابر كړي، چې  د افغانستان د ځينو مهمو ښارونو مركزونه او حساسې ستراتيژيكې جغرافيايي سيمې ونيسي،  د ايران په مالي امكاناتو او سياسي ملاتړ د تېرو پنځه لسو كلونو په بهير كې  په لسګونو  زره شيعه  مذهبي هزاره ګان  له باميانو او نورو هزاره مېشتو سيمو څخه مزار شريف ښار ته راوړل شول او هلته مېشته كړای شول، مزار شريف ښار چې تر دې  دمخه  يو سني مذهبه ښار ګڼل كېده كه په همدې  حالت روان وي، نو يو وخت به پر يو شيعه مذهبه ښار بدل شي. د داسې  لويو  پروژو پلي كول د ايران له مستقيم مالي ، نظامي  او سياسي  ملاتړ پرته ممكن نه دي، دغه راز ايران غواړي د باميانو، غور له لارې  تر هراته  يوه مذهبي  او قومي  ليكه وغځوي او بيا يې په هرات كې له شيعه مذهبو لږكيو سره وصل او وروسته بيا دا ليكه د ايران تر پولې  وغځوي، دغه راز دوی غواړي دلته بيا دا ليكه د باميانو له لارې له ميدان وردګو او بيا له كابل سره وصل كړي، په دې ډول به ايران  له خپلې پولې  بيا د افغانستان تر مركزه يو مصئون مذهبي، كلتوري او قومي تونل ځان ته خلاص كړی وي. ايران دغه راز غواړي  د افغانستان  له هرات نه تر شمال غرب او بيا له  شمال غرب نه شمال شرق ته د يوه كلتوري او ژبني تونل له لارې  د افغانستان له شمال شرق سره وصل شي او بيا له هغه ځايه سني مذهبي خو فارسي ژبي تاجكستان سره وصل شي، په دې ډول به دوی دا سيمې د مذهبي  او ژبنيو عناصرو په كارولو سره تر خپل اغېز لاندې راولي. سيد حسين انوري په هرات كې  ددې  پروژې  يوه برخه عملاً پيل كړې  او د نويو ښارګوټو  د وېش او نورو ځمكو  د رانيولو له لارې يې په لسګونوزره شيعه ګان په هرات كې مېشت كړي. حاجي محمد محقق او نورو لا دمخه په مزار شريف كې ددې پروژې  يوه برخه عملي كړې او كريم خليلي په كابل كې  د خپلو ورونو او نورو له لارې  د نويو ښارګوټو د جوړولو له لارې  غواړي دا پروژه عملي كړي. كريم خليلي د خپل ورور حاجي نبي تر چتر لاندې  د كابل په غرب كې د يو نوي شيعه مېشتي ښارګوټي د جوړونې كار پيل كړی چې لږ تر لږه د لس زره كورونو د جوړونې  ظرفيت لري او همدا اوس پرې كار روان دی. كريم خليلي او دهغه ورور حاجي نبي  غواړي  ددې ښار ګوټي نورې شا او خوا سيمې  هم را خپلې  كړي. دا ښار ګوټی د كابل د غرب په داسې يو ځای كې موقعيت لري چې نيم كابل يې تر سينې لاندې دی، د سولې پر وخت د سوكالۍ ځای او د جنګ پر مهال د مصئونيت او نور ښار ته د تهديد ظرفيت لري.

۷- د دولتي پوستونو د اشغال په برخه كې : د ايران د پاليسۍ يوه برخه دا ده چې  د افغانستان د حكومت په مهمو پوستونو كې خپل پلوي مذهبي او سياسي اشخاص ځای پر ځای كړي، څوك د ژبې او څوك د مذهبي اړيكو پر بنسټ.گ د افغانستان په اساسي قانون كې د شيعه مذهب ځايول، له رايو پرته د جمهور رئيس د دويم مرستيال څوكۍ  نيول،  د عدليې د وزارت، كانو، فوايد عامې او ځينو نورو مهمو وزارتو پوستونو تر لاسه كول، په افغانستان كې د ايران د پراختيا غوښتنې د سياست لوی بری دی. دا بری د هغه مقياس په تناسب چې سونې مذهبي مسلمانان يې په ايران كې لري، رښتيا هم د ايران لپاره لويه لاسته راوړنه ده. پر دې  هم ټول  پوهېږي كه د ايران مستقيم ملاتړ نه وي نو دا ډول ډلې  او اشخاص هېڅكله هم تر خپل استحقاقه پورته دومره  امتياز نه شي اخيستلای. د دولت په وړو  پوستونو كې حالت  نور هم خراب دی. ايرانيان غواړي يو شمېر خلك له ژبني پلوه  او يو شمېر خلك له مذهبي پلوه په حكومت كې ځای پر ځای كړي، په حكومت كې د ايران پلوه اشخاصو شمېر زرګونو څه چې په لسګونو زرو كسانو ته رسېږي، د افغانستان په حكومت كې د ايران پلوه مامورينو شمېر او اغېز دومره زيات دی چې تر اوسه پورې دولتي او نا دولتي ميډيا د ايران د مداخلو يادونه نه ده كړې.

د ايران كومې كړۍ په افغانستان كې څرګندې مداخلې كوي؟

په افغانستان كې د ايران بېلابېلې  كړۍ مداخله كوي چې ځينې يې ښكاره او ځينې يې پټې دي، چې دلته يې د ځينو يادونه كوو:

۱- سپاه پاسداران: دا شبكه په افغانستان كې اكثره نظامي فعاليتونه لري، بېلابېلو ډلو ته وسلې وركوي او يو شمېر سياسي شخصيتونه چې د دوی له خوا روزل شوي، د هغوی مالي ملاتړ كوي.

۲- دا نشګگاه پيام نور: دا د ايران يوه بله شبكه ده چې تر تحصيلي پوښښ لاندې د ايران د ګټو لپاره كار كوي. دوی په افغانستان كې خپلو هغو كم لوستو پلويانو ته اسناد برابروي چې لوړې او منځنۍ زده كړې نه لري. دوی ورته په ايران كې د لوړو تحصيلاتو جعلي اسناد جوړوي او په دې ډول ورته په دولتي پوستونو كې د كار لاره اواروي.

۳- كميته امداد امام خميني: دا د بشري خدمتونو تر چتر لاندې فعاليت كوي، دا كمېټه په افغانستان كې بېلابېلو شيعه ډلو ته مالي او بشري مرستې وركوي، دې كمېټې يوازې  د كابل غرب كې په سلګونو لويې او  وړې پروژې پيل كړي دي.

۴- صدا وسيما جمهوري اسلامي ايران: د ايران يوه بله شبكه ده چې په افغانستان كې له ځينو هغو رسنيو سره مرسته كوي چې ايران سره ژبني، كلتوري او مذهبي روابط لري او يا د ايران د ګټو  د خونديتوب لپاره كار كوي. ځينې تلويزيونونه او چاپي خپرونې له همدې سرچينې څخه خړوبېږي.

نور، نورين، طلوع، فردا او تمدن هغه ټلويزيونونه دي چې د ايران د فرهنګي او ژبني يرغل لپاره عملي كار كوي، ايراني سټايل او لهجه کاروي او په څرګنده ايرانۍ روحيه لري.

Copyright Larawbar 2007-2024