چمن : نن څلورمه ورځ ده چي ګرځنده ټيليفونونه کارنه کوي
چمن چي په سهېلي پښتونخوا کي له کويټې ښار څخه راوروسته دويم لوی مهم تجارتي او کاروباري ښار بلل کيږي،په چمن ښار او شاوخوا سيمو کي د موبايل يا د ګرځنده فون پينځه کمپنۍ يا شراکتونه فعاليت کوي،چي نومونه يې په دې ډول دي (١) زونګ (٢) يوفون (٣)موبيلينک (٤) ټيلي نار (٥) واردد ېادوني وړ ده چي په چمن ښار او شاوخوا سيمو کي له پينځو ورځو راهيسې د موبايل دغه واړي کمپنۍ انتنونه يا سيګنلونه هيڅ کار نکوي، دې پېښي موبايل لرونکي کسان له ډيري ستونزي سره مخامخ کړي دي، په اولسي حلقو کي د وګړو تر منځ په دې باب تاؤده بحثونه کيږي څوک يؤ څه وايي او څوک بل څه،خو نن د ايف سي لوی چارواکي خبري رسنيو ته وويل چي دموبايل انتنونو ځکه کار پرې اېښی دی چي د دغو موبايل انتنونو ساحه په غېر قانوني ډول پراخه ده موږ دغه شرکتونو او کمپنيانو ته امر کړی دی چي دوی دي دچمن تر سيمي پوري انتنونه فعاله کړي او د افغانيستان سپين بولدک څخه دي خپل سيګنل راټول کړي چي دا يؤ غېر قانوني کار دی چي د يوۀ هيواد مخبابراتي شرکت دي دبل هيواد په خاؤره کي فعاليت ترسره کړي، دۀ زياته کړه په داسي کېدو سره د ترهه ګرۍ مزي نوري هم زغېدلی شي، دا کار له همدې مخي موږ کړی دی چي دغه دموبايل کمپنياني دي دچمن تر سيمي پوري خپل سيګنلونه ايله کړي د افغانيستان له سپين بولدک څخه دي خپل سيګنلونه را لنډ کړي .
هېره دي نه وي چي په چمن ښار او سيمه کي د موبايلونو دغه بندښ پر تجارتي او کاروباري چارو ناوړه اغېز شيندلې ده بله لا داچي په دغه پينځو ورځو کي نوموړو کمپنيانو ته په مېلينونو کالدارو زيانونه اوښتي دي .