دزم زم کوهی او دعبدالمطلب خوب (دوهمه برخه)

د لراوبر اداره | اگست 7th, 2008



کله چه دمکی سرداری عبدالمطلب قبضی ته راغله او دالله (ج) اراده دی خوامتوجه شوه چه دزم زم کوهی چه دډیروخت نه بند او بی نښی نښانی پروت دی دا راښکاره کړای شی نو دښوخوبونوپه ذریعه عبدامطلب ته ددغه ځای دکنستلو حکم وشواو ددغه ځای نښی نښانی ورته په خوب کی اوښودی شوی لکه چه عبدالمطلب وایی زه په حطیم کی اوده وم چه یوراتلونکی زماخواته راغی او ماته یی په خوب کی وویل (اِحفربرتً ) بره اوکینه ماتپوس وکړبره څه څیز دی؟ هغه کس روان شو۰

راتلونکی ورځ بیا زه دلته اوده وم چه خوب کی می همدغه کس ولیده چه دایی ویلی مضنونه اوکینه ماتپوس وکړ مضنونه څه څیز دی؟ نږهغه کس روان شوپه دریمه ورځ می بیا دغه کس په خوب کی ولیده چه ویلی یی طیبه اوکنه  ماوویل طیبه څه څیزد ی؟ هغه کس روان شو پخ څلورمه ورځ می بیا دلته په خوب اولیدو چه دغه کس دا وایی زم زم زم زم اوکنه او ما وویل ومازم زم یعنی زم زم څه څیزدی؟

هغه جواب راکړه(داداوبو کوهی دی چه ددی اوبه نه بندیږی او نه کمیږی بی شماره حاجیان خړوبه کوی او بیایی ددغه ځای څه نښی علامی اوښودلی چه دغه ځای اوکنه په دی طریقه باربار لیدلو اونشانونوښودلو سره دعبدالمطلب یقین راغی چه داصادقه یعنی رښتینی خوب دی ۰ عبدالمطلب قریشوته خپل خوب بیان کړاو ویی ویل چه زما ددغه ځای دکنستلو اراده ده ۰ قریشو دکنستلو مخالفت وکړ خوعبدالمطلب دمخالفت څه پرواه اونه لرله اوکوداله اوکرندی یی واخسته او دخپل ځوی حارث سره هلته اورسیدو اودنښانونومطابق یی کنستل شروع کړل عبدالمطلب به کنستل کول اوحارث به خاوره ارته وله دری ورځونه پس راښکاره شوه عبدالمطلب دډیری خوشحالی نه د الله اکبر نعره وکړه اودایی وویل (هذاطوی اسماعیل )داداسماعیل (ع) کوهی دی ۰ دی نه پس عبدالمطلب دزم زم خواته څه حوضونه جوړ کړل چه هغه به یی دزم زم داوبونه ډک کړل اوحاجیانو باندی به یی څکولی  څه کینه ګرو داشرارت شروع کړو- چه دشپی به یی دغه حوضونه خرابول کله به چه سباشو نو عبدالمطلب به هغه بیا جوړول آخیر دا چه وویریده او دالله نه یی دعا‌ء وغوښتله دغه وخت ده ته په خوب کی وښودلی شو چه ته دا دعا غواړه (اللهم انی لااحلها لمغتسل ولکن هی لشارب حل ) ای الله زه په دی زم زم باندی خلقو ته دغسل کولو اجازت نه ورکوم صرف دڅکلو اجازت دی ۰

سحرپاڅیدو سره سم عبدالمطلب دا اعلان وکړو دی نه پس به چه چا دحوض دخرابولو اراده کوله هغه به خامخا په څه بیماری کی اخته کیده کله چه بار بار داقسم واقعات څرګند شول نو حسد ګر خلقو دعبدالمطلب حوضونوته څه ویل پریښودل ددی واقعی پوره تفصیل په طبقات ابن سعد ص 149 او خصایص کبرا ص 43 اوص 44 او زرقانی ص 94 ج 1 او همدارنګه البدایه والنهایه دابن کثیر ص 244 ج 2 کښی ذکردی۰

ومن الله التوفیق

 

 

Copyright Larawbar 2007-2024