د پويان منصوري چيغي يا د ويني او ميني انځور ګري
څه ناڅه نيمه پېړۍ اوړي چي د پروان له ګلکڅونو څخه د دغه خوږ غږي چوڼي ساندو او سندرو سره اړخونه بدل کړي، خو ترڅو چي يي تري له را کډوالېدو سره ((منصوري چيغې)) جوړي کړي نه وې، تر ما پوري يي له اندو خونده ډېر مينه وال بي برخي پاتي ول.
که څه هم د ده زوکړه د موسهي غوندي په يوه ښېرازه دينپاله او فرهنګپاله سيمه کي شوې، خو په هماغه وړکينه کي له خپلي کورنۍ سره د چاريکارو بايانو ته لېږدېدلی، همدغلته را لوی شوی دی او لوړي لاڅه چي لومړنۍ او منځنۍ زده کړي يي هم په مورنۍ ژبه نه دي ترسره کړې. لرو بر بايان هم پر پښتوژبيو او پارسي ژبيو ويشل شوي او ورڅېرمه ګاونډيان سيد خېل که له اَره او سېلمي پښتو ژبي هم دي، خو پښتو يې، لکه د کوهستان د ساپيو د هغي په څېر تري لاس پر لستوڼي پارسۍ له ښايسته ډېر مهاله ((کنډيباغي)) کړي ده او نوي پښت خو يي ګرد سره يوژبی شوی برېښي.
په دي توګه ښايي د ډاکتري شريفي شريف او څه ناڅه ډاکتر جنيد شريف ترڅنګ پويان صاحب د هغي سيمي له استثنايي دوه ژبيو شاعرانو او ليکوالو څخه وګڼل شي.
په هر ډول زموږ پوخ او پوخمنګی دوه ژبيز شاعر او داستان ليکونکی، که په هېواد کي څه ناڅه له يو راز غبرګ ژبني- فرهنګي چاپېرياله برخمن وو، په اوسنۍ جلاوطنۍ کې، ګومان نه کوم، له ګران مفتاح الدين ساپیاو يو نيم بل ليکوال پرته نور څوک خوالګر ولري. بياهم، دغلته يي له نويو او رنګينو بېلګو څخه پوره جوتېږي چي د پروان د ارغوانو او غاټولو غوندي يي شاعرانه انځورونو د هالينډ له نړيوال نوميولاله زارونو هم د ورته ويني او ميني رنګ اخېستی دی !
کېدای شي، يو نيم سختچاری کره کتونکی يي ډېری شعرونه له ژب- ښکلاييز پلوه دومره لوړ و نه ارزوي، خو ژب- انديز اړخ يي دومره پوخ و پياوړی دی چي ډېر بي پيغامه هنري هغه ورسره د سيالۍ جوګه کېدای نه شي. پويان په ټوله پاکزړۍ او رښتينولۍ د ساده ژبي او انځورونو په هېنداره کي له خپلو پاکو سپېڅلو او مينه وړو ولولو سره د خپل هېوادوال او بيا هر انسان دردونه او ارمانونه سره غاړه غړۍ کړي اوراځلولي دي.
زه باور لرم چي هر پورژلی هېواد وال به پکي د خپلي خوښي او خورمنځ ډېر څه و مومي او په هم دي مينه او ولوله به يي له لوستلو او اورېدلو خوند و اغېز واخلي.
ما خو يي ټول ((دېوان)) سر تر پايه په خوند خوند ولوست او ټولو شعرونو يي پر زړه منګولي راولګولې، مګر ازادو او سپينو هغو يي په ځانګړي ډول. له همدي لامله يي دا يوه ښکلي بېلګه له نورو مينه والو سره شريکوم:
چي بالښت يي د تاووس له بڼو جوړ وي
او بړستن يي د سمورو له پوټکو…
په څه توګه به د کبر لور اګاه شي
چي خواران او بېوزلان زموږ د کلي
– د طالب اد مجاهد په واکمنۍ کې-
د ځوځانو، مارکونډو له پاسه خوب کا!
د خپل مهال و چاپېريال د ويني او ميني د ژمن او هڅاند شاعر، منلي عنايت اله پويان د لارنګينو او زړه راکښونکو شعري او ادبي پنځونو په هيله!