کور / #PTM / پاکستاني رياست پريس کلب ته د منظور پښتين د تګ مخه نيولې ده

پاکستاني رياست پريس کلب ته د منظور پښتين د تګ مخه نيولې ده

 

تېره ورځ په اسلام اباد کي د پريس کلب مخي ده ګڼ شمير ژورناليستان راټول سوي وه او د رياست لخوا د کنفرانس د بيندېدلو غندنه يې کول.

پرون په اسلام اباد پريس کلب کي د ژورناليستانو يو کنفرانس وو او دغه کنفرانس ته د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين هم رابلل سوی وو، چي د رياست لخوا پريس کنفرانس باندي بنديز ولګېدی.

د ښځو د حقونو د تنظيم مشره او د پي ټي اېم فعاله عصمت شاه جهان وايي، هره شنبې ورځ دلته په پريس کلب کي د مشرانو ژورناليستانو ناسته کېږي او د پرون ورځي ناستي ته منظور پښتين هم رابلل سوی وو، خو د نامالومو دلائلو له امله دا غونډه لغوه سوه.

شاه جهان وايي: “د پروګرام  دپېل  څخه يو ساعت وړاندې ورته د لايبريرۍ مشر جميل وويل چي د پرېس کلب سيکرټري انور رضا لايبريري وتړله”.

شاه جهان وايي: ”  دا ناسته د منظور پښتين  په خاطر نه ده پرېښودل سوې او لايبريري تړل سوې ده”.

د پاکستاني رياست پر دغه مغرضانه چلند باندي د خواله رسنيو ګڼ شمېر فعالانو نيوکي کړي او دا يې د بيان د ازادۍ پر وړاندي د ترهرګر رياست د هڅو يوه لړۍ بللې ده.