(موږ سوله غواړو) په مزاشريف كې د ويښ ځوانانو سولييز لاريون

د لراوبر اداره | سپتمبر 24th, 2008


 


موږ سوله غواړو، هر افغان د بل افغان ورور دى، زموږ په كلي كې شر مه جوړوئ، سوله په افغانستان كې سوله د نړۍ په خاطر او …
 د ويښ ځوانانو هغه شعارونه دي، چې د وږي په ۳۱ مه، (دسولې نړيواله ورځ)  يې د مزاشريف ښار سركونو كې يو ستر او تاريخي شور جوړ كړى و.


د مزارشريف ويښ ځوانان د خپلو نورو ملګرو غږونه چې د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو او په ځينو بهرنيو هېوادونو كې يې په همدې ورځ د نړيوال سولييز لاريون په ترسره كولو دوه سترې غوښتنې (افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شي) او (۲۰۱۰ كال دې د باچاخان په نوم ونومول شي.) وكړې، بدرګه كړل.


له دغه ستر سولييز لاريون څخه دوه ورځې مخكې د همدې لاريون پوسټرونه د مزارشريف ښار په بېلا بېلو خواوو كې تر سترګو كېدل.


د مزارشريف يو تن ويښ ځوان بريالي جلالزي راته د همدې لاريون د تياري په اړه وويل چې دوى د دغه سولييز لاريون تيارى نږدې يوه مياشت مخكې په مزاشريف كې پيل كړى و.


دى زياتوي چې د ويښ ځوانانو د غوښتنې (۲۰۱۰ كال دې د باچاخان په نوم ونومول شي.) په اړه د سولييز لاريون موضوع په لومړي ځل د دغه ښار د ويښ ځوانانو تر منځ مطرح او بيا د مومند بابا ادبي بهير په مرسته ورته په منظم ډول كار پيل شوو.


د دغه ښار يو بل تن ويښ ځوان صديق ابدال او دمومند بابا ادبي بهير غړي، وويل چې دوى د شمېر د زياتوالي په موخه تابيا ونيوه، څو په سولييز لاريون كې ورسره د بلخ پوهنتون محصلين ونډه واخلي.


د هغه په وينا د بلخ پوهنتون پښتنو محصلينو د دوى غوښتنې هو وويل، او په ډېره مينه يې د ويښ ځوانانو نړيوال سولييز لاريون كې برخه واخيسته.


د بلخ پوهنتون د پښتنو محصيلينو د ټولنې مشر امان الله وويل چې سربېره پر دې چې دوى په لاريون كې د ونډې اخيستو وياړ تر لاسه كړ، د مزار د فرهنګي ځوانانو په مرسته يې د دغه ښار ويښ ځوانانو سره اړيكې ټينګې شوې.


د دغه ښار ويښ ځوانان توانيدلي وو چې د سولې ورځې د نمانځنې څخه دوه ورځې مخكې د ښار د عامو خلكو ذهنونه د ځان په لور كړي.


د بلخ پوهنتون د طب پوهنځي محصل نقي كړوخېل په لومړي ځل د ويښ ځوانانو د سولييز لاريون پوسټر د مزاشريف ښار د روضې پر لويديزې دورازې ليدلى و، دى وايي چې  له لرې يې د فخر افغان باچاخان پر تصوير سترګې لګېدلې وې او دى يې دې ته هڅولى و، چې پوسټر له نږدې وګوري.


نوموړى زياتوي چې كله پوسټر ته نږدې شو او د فخر افغان د تصوير تر څنګ يې د افغان ولس دوه سترې غوښتنې د ويښ ځوانانو له لوري ولوستې، نو زړه يې باغ باغ شو.
د هغه په وينا تابيا يې ونيوه چې هرو مرو به د دې ستر سولييز لاريون يوه برخه جوړېږي او له مزاشريف څخه به د ويښ ځوانو له كتاره خپل سولييز غږ نړيوالو ته رسوي.


د سولې نړيواله ورځ وه، د مزاشريف ځوانان ډلې ډلې له هرې خوا په داسې حال كې چې سپينې جامې يې پر تن او د يو نيم سره كوتره هم وه، د روضې جنوبي دروازې په لور روان وو.


پرېكړه داسې شوې وه چې د روضې حنوبي دروازې څخه به پوره ۱۲ بجې د يوناما په لور لاريون پيل كېږي.


ويښ ځوانان په ټاكل شوي ځاى كې په درېيو كرښو كې په منظم ډول برابر كړاى شول او لارښونه ورته وشوه چې تر پايه به د نظم خيال ساتي.


د مزاشريف ويښ ځوانان لكه سپينې كوترې د الوت په تمه وې او دې ته سترګې په لار و چې كله به يې  مسوول ملګرى د لاريون د پيل غږ كوي، دوى ټول په داسې حال كې چې لمر هم ښه په زور كې و، په منظم ډول ولاړ وو او د ستړيا هېڅ اثار پكې نه لېدل كېدل.


پوره ۱۲ بجې د ويښ ځوانانو قدمونه پورته شول او د خپل ټاكلي منزل په لور وخوځېدل.


په مزاشريف كې د ويښ ځوانانو لاريون د عامو خلكو لپاره د لاريون يو نوى ډول و، د دوى سپينې جامې، په لاسونو كې كوترې او په منظم ډول تګ هغه څه و چې د خلكو نظر يې د ځان په لور راړولى و.


د مزاشريف ښار پر شاديان سرك يو تن هټيوال قربان علي وايي چې په ټول عمر كې يې داسې لاريون نه وليدلي، دى زياتوي: ((ته وګوره ټول تنكي تنكي ځوانان دې او په دې سپينو جامو كې څنګه ښه ښكاري.))


د هغه په وينا دوى كه هر ډول غوښتنې ولري نو ددې هېواد په ګټه به وي او زياتوي چې ده ته هم د منلو وړ دي.


كله چې لاريون كوونكي پر شاديان سرك روان وو نو د سرك ښي لور ته له كورونو څخه د مزارشريف سوله پالو مېرمنو دغه لاريون ته په مينه مينه كتل او ورته لاس په دوعا وې.


د لاريون يو تن ګډونكونكى او د مزارشريف يو تن ويښ ځوان محمد جاويد وايي چې ده وليدل چې يوې مېرمنې د خپل كور له كړكۍ څخه د لاريون ننداره كوله او له څو شېبو كتو څخه وروسته يې لاسونه لپه كړل او دوعاوې يې پيل كړې.


د تګ پر دوران په مزاشريف كې د ويښ ځوانانو يو تن سرلاري مجيب الرحمن لحاظ او د لاريون يو بل تن مسوول به په سولييزو شعارونو د ځوانانو حوصلې لوړولې او هغوى به هم په مينه بدرګه كول.


د دوى هر شعار د سولې په اړه و، دوى به ويل: موږ سوله غواړو، سوله په افغانستان كې سوله د نړۍ په خاطر، زموږ په كلي كې شر مه جوړوئ او …


د لاريون په پاى كې ويښ ځوانانو د خپلو دوه غوښتنو (افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شي) او (۲۰۱۰ كال دې د باچاخان په نوم ونومول شي) لپاره اته مادييز پرېكړليك وړاندې كړ.


 په پركړليك كې د جنګ له ښكېلو ډلو څخه د سولې غوښتنه شوې وه او په هغوئ يې د اوربند غږ كړى و.


همدا راز له ملګرو ملتونو غوښتل شوي و چې د بهرنۍ لاسوهنې د مخنيوي لپاره دې خپلې هڅې ګړندۍ كړي.


په پرېكړليك  كې په افغان دولت او په ځانګړې توګه پوهنې وزارت غږ شوى و، چې د فخر افغان باچاخان پېژندنې ته دې په تعليمي نصاب كې ځاى وركړل شي.


ويښ ځوانانو په پرېكړليك كې له افغان دولت څخه د باچاخان په نوم د يو پوهنتون جوړولو غوښتنه كړې وه او له اطلاعات و فرهنګ وزارت څخه غوښتل شوي و چې د فخر افغان د لا پېژندنې په موخه دې په ملي راديو تلويزون كې بېلا بېلې خپرونې پيل كړي.


د پرېكړليك له لوستلو وروسته د فخر افغان باچاخان تصوير چې په ګلانو پوښل شوي و، په مزاشريف كې د يوناما مسولينو ته د دغه لاريون د پرېكړليك سره وسپارل شو.


د يوناما يو تن مسوول چې د خپل دفتر په استازيتوب د ويښ ځوانانو لاريون ته راوتى و، د باچاخان د تصوير له اخيستو وروسته خبريالانو ته د يوناما ملاتړ له ويښ ځوانانو څخه اعلان كړ.


د يوناما استازي په افغانانو غږ وكړ چې ويښ ځوانان د سولې په نوم راوتي، د دوى ملاتړ وكړئ.


په مزاشريف كې  ويښ ځوانانو خپل لاريون د لسګونو كوترو په ازادولو پاى ته ورسوه.


د لاريون له پاى څخه وروسته چې ويښ ځوانان بېرته خپلو ځايونو ته د ستنېدو په حال كې وو، په بېلا بېلو ځايونو كې به ورته خلك درېدل او مننه به يې ترې كوله.


ويښ ځوانانو په دغه ورځ  د افغانستان پر بېلا بېلو ولايتونو سربېره په يوشمېر بهرنيو هېوادونو كې هم په افغانستان كې دسولې راوستو په هيله لاريونونه تر سره كړل، چې ټولو په يو غږ له نړيوالو څخه ( افغان وژنې ته دې د پاى ټكى كېښودل شي) او ( ۲۰۱۰ كال دې د باچاخان په نوم ونومول شي) غوښتنې وكړې.


د موضوع په اړه نور سرليکنه او د لراوبر البم وګورئ :


A Peace Rally:Stop Genocide of Pashtoon people
To: Director of the United Nations in the Netherlands
د ملګرو ملتونو په نوم د ويښ ځوانانو پريکړه ليک Declaration
د وېښ ځوانانو لاريونونه : پريکړه ليک ، خبرونه او انځورونه  Fotos







افغان وژنه دي پای ته ورسيږي ، ۲۰۱۰ کال دي د باچاخان په نوم ياد شي - ويښ ځوانان جلال ابادافغان وژنه دي پای ته ورسيږي ، ۲۰۱۰ کال دي د باچاخان په نوم ياد شي - ويښ ځوانان کولن - جرمني افغان وژنه دي پای ته ورسيږي ، ۲۰۱۰ کال دي د باچاخان په نوم ياد شي - اسرار احمد کريمزی کابل

Copyright Larawbar 2007-2024