د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د لراوبر اداره | اکتوبر 8th, 2008


د ویسا خپلواکي ورځپاڼي د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کي لیکلي دي چي ایران د افغان دولت مخالفینو ته په وړیا ډول وسلي ورکوي.

ورځپاڼه د موضوع په دوام د هسپانیي د استخباراتو د اداري په حواله لیکي چي په ۲۰۰۵ میلادي کال کي من پډز ډوله شل توغندي له ایران نه راوړل شوي او د هرات په پوله، شینډنډ او فراه کي د هوايي ځواک پر ضد ځاي پر ځاي شویدي.

ورځپاڼي په یو بل مطلب کي د امریکا ددفاع د وزیر په څرګندونو تبصره کړي چي د یو برطانوي قومندان بر خلاف په افغانستان کي په خپلي بریا ټینګار کړي دې.

ورځپاڼي په یو جلا مطلب کي په پاکستان کېد سیاسي او مذهبي ګوندونو په رول هم تبصره کړي ده.


د هیواد دولتي ورځپاڼي پخپله سرمقاله کي د نیویارک ټایمز په هغه راپور تبصره کړي چي پکي په احمد ولي کرزي د نشه يي توکو د کاروبار تور لږول شوي او لیکل شویدي چي دا د چوپ پاتیدو کیدو لپاره ګواښ دې.

ورخپاڼي په یو جلا مطلب کي په هلمند کي د هندوانو او سکهانو ستونزي راسپړلي او لیکلي دي چي ددوي ستونزو ته باید جدي پاملرنه وشي.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼي بیا د خپل لومړي مخ په یو مطلب کي دا خبر ورکړي چي د دایمي غیابت له امله په ملي شورا کي د یو شمیر وکیلانو غړیتوب ځنډول کیږي.

ورځپاڼي په یو بل مطلب کي د امریکا ددفاع د وزیر په نقل لیکلي دي چي په افغانستان کي د ناکامۍ لپاره هیڅ دلیل نشته.

په ورځپاڼه کي د ترورزم په وړاندي د رواني مبارزي او پدي برخه کي د شتو ستونزو په اړه هم یو مطلب خپور شوي دې.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼي بیا د امریکا ددفاع د وزیر د څرګندونو دا برخه راغستي چي ویلي هغه وسلوالو چي غواړي له افغان دولت سره کار وکړي د هیواد په راتلونکي کي به مهم رول ولري.

ورځپاڼي په یو بل مطلب کي د افغان حکومت د وزیرانو په کړنو تبصره کړي او په هغوي يي سخت انتقادونه کړیدي.

ورخپاڼي په افغانستان کي د بشري حقوقو د تیرو مسله هم راغستي او په هغي کي په زیاتوالي اندیښنه څرګنده کړیده.

په ورځپاڼه کي په افغانستان کي د سولي د رواستلو لپاره په روانو هڅو کي د سعودي عربستان په رول هم تبصره شوي ده.


د ارادي خپلواکي ورځپاڼي هم د هسپانیي په حواله په یو مطلب کي د افغان دولت مخالفینو ته د ایران لخوا د وسلو د ورکولو په اړه یو مطلب خپور کړي دې.

ورځپاڼي د پاکستاني رسنیو په حواله په یو مطلب کي لیکلي دي چي نواز شریف د افغان دولت او طالبانو ترمنځ منځګړي توب کوي.

ورځپاڼي په یو بل مطلب کي د تایمز ورځپاڼي سره د طالبانو د یو ویاند قاري یوسف احمدي د مرکي دا برخه راغستي چي ویلي د جمهوري ریاست راتولنکي انتخابات به ګډوډ کړي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمي د روانو حالاتو په اړه خبرونه او تبصري خپري کړیدي.

انیس په یو مطلب کي د پاکستان روانو پیښو ته کتنه کړي او لیکلي دي چي دغه هیواد به نور ناوړه ورځي هم تجربه کړي.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کي لیکلي دي چي د جګړي پر ځاي باید تفاهم ته لومړیتوب ورکړاي شي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼي بیا د افغان دولت د ویاند په حواله لیکلي دي چي له طالبانو سره د سولي خبري شعار ندې.

ورځپاڼي په عیني حال کي د امریکا ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي چي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولي د خبرو ملاتړ کوي.

ورخپاڼي په یو جلا مطلب کي په افغانستان کي د تیرو اوو کلونو پیښي څیړلي او لیکلي دي چي لوږه او بیوزلي د اساسي ستونزي په توګه پاتي شویدي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼي بیا په ولس مشر کرزي دا انتقاد کړي دي چي په افغانستان کي د شتو ستونزو د هواري لپاره ندي توانیدلي چي بنسټیز بدلونونه راولي.

دي ورخپاڼي هم د وکیلانو د غیر حاضرۍ مسله راغستي او لیکلي دي چي دي کار په هیواد کي د قوانینو د تصویب پروسه ټکنۍ کړیده.

ورخپاڼي په یو جلا مطلب کي په افغانستان کي د شتو ستونزو د هواري لپاره د امریکا د جمهور رئیس په هلو ځلو هم تبصره کړي ده.

Copyright Larawbar 2007-2024