اوس مو نو خوښه، چې واده کوﺉ او کنه؟
ژباړه: رفيع الله ستانکزی
تر واده دمخه ……
سړی : هو، ډېره سخته وه، چې د دې ورځې انتظار مې کاوه.
ښځه: آيا تاسې غواړﺉ، چې ما پرېږدﺉ؟
سړی: نه نه! هېڅکله په دې اړه فکر هم مه کوﺉ.
ښځه: آيا تاسې له ماسره مينه کوﺉ؟
سړی: يقيناً، ډېره زياته.
ښځه: آيا تاسې کله هم ماته دوکه راکړې؟
سړی: نه، تاسې ولې داسې پوښتنه کوﺉ؟
ښځه: آيا تاسې ما ښکلوﺉ؟
سړی: هو، هره ګړۍ چې دا چانس ترلاسه کړم.
ښځه: آيا تاسې به ما ووهی؟
سړی: آيا ته لېونۍ يې؟ زه داسې انسان نه یم.
ښځه: آيا زه په تا باور کولای شم؟
سړی: هو.
ښځه: ګرانه.
له واده ورورسته ……
مهرباني وکړﺉ، له پای يا لاندې څخه يې پورته خوا ته ولولی