كابل: كاناډايي ژورناليسته تښتول سوې ده

34 | اکتوبر 13th, 2008


د افغانستان د كورنيو چارو وزارت د كابل په قرغه ولسوالي كي د يوې بهرنۍ ښځي د تښتولو خبر وركړ.
د كورنيو چارو وزارت وياند زمري بشيري د ققنوس آژانس ته وويل په دې تور يې د دغي بهرنۍ ښځي ترجمان او څلور نور كسان نيولي دي چي پوښتني ګروېږني ترې رواني دي.
د خبرونو له مخي دغه بهرنۍ ژورناليسته د كاناډا په هيواد پوري اړه لري چي قرغې ولسوالي ته د راپور په جوړولو پسي تللې وه.

Copyright Larawbar 2007-2024