پوځی ترجمان د ایران جاسوس وخوت

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 14th, 2008


د انګلستان هیرالډ ورځپاڼی نن ولیکل چی هغه برتانوﺉ پوځی چی ایران الاصل دﺉ او « ډانیل جیمز » نومیږی ، ایران ته په جاسوسۍ تورن سوی دﺉ . ډانیل جیمز چی د انګلستان متابعت لری او په افغانستان کی یې د برتانوي پوځ د یو ترجمان وظیفه هم مخته بېوله په ۲۰۰۶ کی هله ونیول سو چی زیات مقدار کمپیوټری مواد او ډیسکونه ورسره کشف سول چی په کابل کی یې د ایران په سفارت کی د نظامی آتشه مرستیال « ډګروال محمد حسین حیدری » ته ورانتقالول . دوی دواړو د ۲۰۰۶ د سپټمبر څخه تر ډسمبر پوری دا اطلاعات یو بل ته ایمیل کول . دﺉ د ۲۰۰۶ په مارچ کی ځکه دلته استخدام سوی و چی فارسی ژبه یې زده وه . ډانیل جیمز په مې کی د جنرال ریچرډز سره وګومارل سو چی د ایساف عمومی قوماندان و . ده د بې پیلوټه طیارو او د هغو جوړښت ، د برتانوی پوځونو وسلې ، استخباراتی کړنی او د پوځی عملیاتو طرزالعمل ایرانیانو ته ورلېږل . د ده محاکمه په لندن کی روانه ده او پر ډیرو دغو جاسوسیو یې اعترافات هم کړي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024