کور / تازه خبرونه / د كندهار يو لوړ پوړى چارواكى ترور سو

د كندهار يو لوړ پوړى چارواكى ترور سو


عيني شاهدانو لر او بر ويبپاڼي ته وويل د كندهار ښار د دوهمي ناحيې نورزو شابرج ته نيژدې په موټرسايكل ناستو وسله والو نن سهار د اتو بجو په شاوخوا كي پر يوه سپين ټوډي كرولا باندي ډزي وكړې چي يو تن پكښي مړ او بل سخت ژوبل سو.
د عيني شاهدانو په وينا پر موټر سايكل ناستو وسله والو مولونه (نقابونه) وهلي وه، چي پر موټر يې ډزي وكړې او د پېښي له ځايه وتښتېدل.
ناتائېد سوي خبرونه وايي چي په موټر كي ناست لوړ پوړى چارواكى د كندهار د اجتماعي امورو رئيس و.


په دې اړه جزيات به وروسته پر ليكه سي