سروې : اکثریت افغانان آینده ته خپه دي

ډاکټر نثار احمد صمد | اکتوبر 28th, 2008


رویټر د هغه سروې څخه راپور ورکوي چی نن د ( ایشیا فونډېشن) نومي امریکایی سروې کونکي څانګی لخوا په افغانستان کی اخیستل سوې ده . دغی مؤسسې د افغانستان په ټولو ( ۳۴ ) ولایتونو کی د ۶۵۰۰ کسانو څخه پوښتنی کړی دي ، خو سږ کال اکثریت افغانانو د تېرو کلونو پر خلاف د هېواد راتلونکې خرابه پیش بینی کړې ده . سروې وایی چی اکثریت افغانان د امنیت د خرابۍ څخه سر ټکوی او هغه خوشبینی چی په ۲۰۰۶ کی وه ، اوس شدیدأ کمه سوې او ډېر خلک خپه دي . زیاتو افغانانو د تشدد ، خصومت او مسلسلو وژنو څخه اندېښنه ښودلې خو ډېرو بیا ( خصوصأ په آرامو سیمو کی ) نوري ستونزی لکه بیکاري ، د برق او اوبو خورا لږ شته والی ، د سړکونو نشتوالی او د عامه خدمتونو لږښت یاد کړ . بیکاري په افغانستان کی ۴۰٪ ده . په مرکز کی ډېر خلک په ۲۴ ساعتونو کی صرف یو ساعت برق لری حال داچی په کلیو او ولسوالیو کی خو برېښنا هیڅ وجود هم نه لری .

Copyright Larawbar 2007-2024