معصومان

د لراوبر اداره | نوومبر 4th, 2008


ماشومان وه راوتلي له ښونځیو وه راغلي
هرکلي ته تمیدلي په یوه لیکه دریدلي
پاک کالي یې وه اغوستي وه مخونه یې مینځلي
کورنۍ یې وې خوشحاله چې مکتب ته یې لیګلي
میلمنو ته وه خوشحاله وه ښوونکو راوستلي
وه استازو ته په تمه په ساعتونو ټکیدلي
شورماشور یې وه ګډ کړی په لومړي ځل ښار ته تللي
مور او پلار باندې ډیر ګران وه ځکه وه یې نازولي
یوار ګړم شو خاموشي شوه ټول له مخې شوله غلي
سرې لمبې شوې ترینه پورته یو شمیر ډیر یې وه سوځلي
هیاهو شوه خدایه ګډه ټول له مخې تریدلي
چې دوسخړې لږ شوې کمې ټول په وینو وه لړلي
چا وه خپل خپلوان ورکړي چا پردي وه ځغلولي
چاته یې کورته وه وروړي پیژندونه وه وتلي
خدایه هر چاچې لیدله په سرو اوښکو یې ژړله
معصومان وه بې ګناه وه الله څومره وه سپیڅلي ؟
عظیمي ماخو لیدلې چې په مخ دې اوښکې راغلې
بغلانیانو ته به وایې ما په شپو ورته ژړلي



کابل د لړم میاشتې ولسم د ماتم ورځ ۱۳۸۶ لمریز

Copyright Larawbar 2007-2024