په ميوند کښي يوې خارجۍ عسکري ته اور ورته سو
د طالب وياند قاري يوسف د راپور له مخي نن سهار دکندهار ولايت د میوند ولسوالۍ د مرکز ( دامريت ودانۍ ) شاته په سل متره کې ددې سيمې کوچينانودتيلو په واسطه په داسي حال کې يوې ښځينه خارجۍ عسکري ته اور واچاوه چې کله دا په دې کلي کښي دتلاشي په موخه دعاموخلګو کورونه پلټل .
پرنوموړي ترتيلو( پطرولو)پاشلو وروسته نوموړي اورواخيست او دورسره مرميوله کبله ددې ترڅنګ ګڼ شميرنورخارجي عسکر هم ژوبل سوی دي .
دوژل شوي عسکري د هويت په اړه معلومات تراوسه نه دي ترلاسه شوي خو په ميوند کې ميشت خارجي عسکراکثره دانګلستان هيواد دي .
دوه کاله وړاندې هم ددې ولايت د شاوليکوټ ولسوالۍ د “باختو”په سیمه کې يوه کوچني دولس کلن هلک په داسي حال کې يوکاناډايي افسر په سرپه تبرووهلو چې کله نوموړي افسر کليوالوته ویناکوله .
دبريدپه ترڅ کې نوموړی افسر ځای پرځای ووژل شواو بياوروسته دنور وعسکروله خوا نوموړي ماشوم وويشتل سو .
ايساف ځواکونو پدې اړه جزيات ندي ورکړي؛ او وايي چي ددوی څېړني رواني دي .