لمرپه دو ګوتو پټوي!!!
دافغانستان اوسنی حکومت چي دامريکايي ګټوساتنه ورپه غاړه ده اودامريکادولس مشردګوتوپه اشاروچليږي هم دعدل،قانون،قضااومحاکمې ادعاکوي!
په دې وروستيوکي هم دې ادارې ترهمدې ادعاؤلاندي څوتنه افغان ځوانان په داروخېژول . ولي اوپه څه جرم دا کسان اعدام شول؟ دکرزي دادارې چارواکي په پسته اوکيازه خوله چي په خبروکي يې دامريکايي ډالرواثرله ورايه معلوميږي وايي چي ” دې کسانوپه ټولنه کي فسادخپراوه،دعدل اوقانون له مخې قضااومحاکمې ته وړاندي شول،دشواهدوترموندلواودجرم ترمنلووروسته قضافيصله وکړه چي داکسان دي اعدام کړل شي نوموړي ادعاکوي چي داکارله اسلامي قوانینوسره سم ترسره شوی دی” په داسي حال کي چي اسلامي قوانين هيڅ کله دداډول ناروااوحرام قتل اجازه نه ورکوي اوبله لاداچي په دې اجيره اداره کي څوک دومره اسلامي وړتيا هم نه لري چي دومره لويي لويي پريکړي وکړي .همدارنګه دي کسانونه خپل ځان سپينولو،دفاع اونه هم دوکیل نیولواجازه لرله دمحاکمې ټول جریان دبندودروازوشاته تېرشو.
حکومت داکارپه داسي وخت کي ترسره کوي چي خپله دحکومت په دننه کړيوکي فساداوج ته رسېدلی دی،دولس هغه خائنان چي دافغان غيور،پراسلام مين،له دین اوهيوادڅخه دفاع کوونکي ملت په وينويې لاسونه سره دي د حکومت پرلويوڅوکيوټاکل شوي دي . که دفسادورکول داسلامي قوانينوپلي کول هدف وي نوبياخولومړی بايد داکسان په دارځوړندکړل شي په داسي حال کي چي لاهم دولس سپېڅلې وينه زبيښي ددې برعکس هغه کسان چي له هيوادڅخه دفاع کوي دامريکايي استعمارپه وړاندي دملت راویښولوهڅه کوي امريکايي اوکفري ګټوته په افغانستان کي خطرپيداکوي داعدام نښه ګرزي . داسلامي قانون پلي کول که هدف اوموخه وي نوداکار خو طالبانوکړی ؤمګرهم تاکرزيه! ددې مخالفت وکړله صليبي ځواکونوسره يوځای راغلې اوداسپېڅلی اومقدس نظام دي ګډوډکړاو بل داچي داسلامي قانون په شتون کي بل قانون ته چي تاسوورته اساسي قانون واياست څه اړتياده،ځکه اسلامي قانون خوهرڅه په تفصيل سره بيان کړي دي نوردې اساسي قانون ته څه ضرورت دی ؟.
اوسني چارواکي،دامريکايي ګټوساتونکي داسلامي قانون په نارودولس په سترګوکي خاورې ورشيندي اوهڅه کوي چي لمرپه دووګوتوپټ کړي خوداهيله به يې ان شاء الله پوره نه شی . دڅوزمريانوپه اعدام سره ددې غيرتي ولس زمریان نه ختميږي داکارترتاسووړاندي هم ډېرووکړ. روسانوهم يوميلون کسان ترتېغ تېرکړل خوخپلې شومې هيلې يې ترسره نه شوې ستاسوانجام به همداسي وي داسلامي زمريانوله اعدام څخه لاس واخلئ .
وَتِلْکَ الاَيَامُ نَدَاوِلــُــهَابَيْنَ النّاسِ