هالنډ : افغاني کلتوري ټولني د واحد نظري په وياړ غونډه وکړل
تيره شپه په هالنډ کښي د نوميالي افغان فلم جوړونکي ، سناريست او طنز ليکونکي ډاکټر واحد نظري په وياړغونډه کښي چي په هالنډ کښي د افغاني کلتوري ټولني په نوښت جوړه سوي وه؛ د اروپا د بيلابيلو هيوادونو څخه د کلتوري ټولنو مشرانو ، استازو او اروپا ميشتو افغانانو برخه اخستي ول، چي د ډاکټر واحد نظري د ژوند او کارونو تر څنګ پکښي د افغانستان اوسني وضعي او د رسنيو د رسالت په اړه بېلابېل بحثونه هم واورول سول . ددې غونډي انځوريز تفصيلي راپور به له لراوبر څخه وروسته خپور سي .
ژمنه »