ورځپانو ته کتنه
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې خبر ورکړې چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې نوې کمیسون خپل کار پیلوي.
په ورځپاڼه کې د جنګ ضد د خبري سایټ د یو رپورټ په استناد لیکل شوي چې اوباما دې له افغانستان نه بهرني ځواکونه وباسي.
ورځپاڼې په عینې حال کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زیاتولو مسله راغستې او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په حواله يې لیکلي دي چې د بهرنیو ځواکونو د زیاتولو پر ځاې دې د افغان ځواکونو پیاوړې کولو ته پام وشي.
د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د وزیرانو د شورا تیرې ورځې غونډې ته ځانګړې کړې او د غونډې دا سپارښتنه يې راغستې چې د کورنیو چارو وزارت دې په لویو لارو کې د نا قانونه پیسو اخستلو مخنیوې وکړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د امنیت شورا د پلاوي په سفر تبصره کړې او لیکلي دي چې ددغه پلاوي هدف د نړیوالې ټولنې د ماموریت ارزول دي نور څه نه.
ورځپاڼې دا خبر هم ورکړې دې چې د ملي امنیت موظفینو د سیم کارټونو نا قانونه پلورونکي نیولي دي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د حقیقت موندنې پلاوي سفر ته ځانګړې کړې خو ویره يې څرګنده کړې چیرې دا پلاوې هم د نورو په شان له درواغو ډک ولاړ نشي.
ورځپاڼې پخپل همدې مخ کې د ملګرو ملتونو دا خبردارې راغستې چې په افغانستان کې وسلوالې ډلې له ماشومانو نه نا جایزه ګټه اخلي.
ورځپاڼې په یو بل خبر کې لیکلي دي چې نن په کابل کې د افغانستان او پاکستان ګډه اقتصادي غونډه پرانستل کیږي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي سفر ته په اشارې د ځینو کارپوهانو په حواله چې له دغه پلاوي سره يې لیدلي لیکلي دي چې افغان دولت د خلکو غوښتنې نشي پوره کولې.
ورځپاڼې په عینې حال کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د امریکا د سفیر زلمي خلیلزاد په حواله چې ددغه پلاوي یو غړې دې لیکلي دي چې د امریکا دولت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم د افغانستان د وضعې په اړه اندیښمن دي.
په ورځپاڼه کې د ولسي جرګې دا خبر دارې هم راغستل شوې که چیرې حکومت د څوارلس پوړیزه ودانۍ له پلورلو نه لاس په سر نشي نو ددې جرګې مشر او غړي به ټول استعفې ورکړي.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
انیس هم پخپله سرمقاله کې د امنیت شورا د پلاوي په سفر تبصره کړې خو ددغه پلاوي د سفر د هدف په اړه پورته شویو ځینو اوازو ته په اشارې لیکلي دي چې دا د اسیرو ذهنتیونو کار دې.
خو اصلاح بیا په افغانستان کې د ښځو روان حالت څیړلې او لیکلي دي چې دوې لا هم د تاوتریخوالي ښکار دي.
او د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ زیاته برخه په افغانستان کې د ښځو مسایلو ته ځانګړې کړې او لیکلي دي چې جنسي تیرې د جنایت اخري حد دې.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې فرانسې د افغانستان په اړه د بارک اوباما په طرحې شک څرګند کړې دې.
او ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په مسلې تبصره کړې او هغې ته يې د جدي پاملرنې غوښتنه کړیده.