د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه  

د لراوبر اداره | دسمبر 9th, 2008


 

د امريکا په کليفورنيا ايالت کې د افغاني کلتوري ټولنې د مباره کۍ پېغام

د افغاني کلتوري ټولنې مشرتابه او ټول غړي د نيکمرغه لوی اختر په وياړ ټول لر او بر افغان ملت ته مباره کۍ او نېکې هيلې وړاندې کوي ،او په دې هيله چې دا د خوښۍ ورځې په خېر او خېګڼې سره تېرې کړۍ د ټولو څخه دا غوښتنه لري چې د ورورۍ او پېوستون لاسونه سره ورکړو او خپل خلک او هېواد  د  هر کوره ني او بهرني ښکيلاک څخه وژغورو،او سيالانو سره بيا سيال او د نړېوالې ټولنې سره په ګډه د پرمختګ په لور ګامونه اوچت کړو٠

تل د وي افغانستان                 ژوندۍ د وي افغان ملت


د افغاني کلتوري ټولنې مشر الحاج عزيزالله زمريالۍ


الحمد لله وكفى والصلوة والسلام علي عباده الذين اصطفى و بعد:
ګرانو هيوادوالو !
په سنګرونو كي پرتو مجاهدينو!

 وروڼو خويندو !                      السلام عليكم ورحمۀ الله وبركاته .

 د لوي اختر د رارسيدو له امله مباركي وايم ، تاسو او ټول اسلامي امت ته د اسلام تر بيرغ لاندې سر لوړى او سوكاله ژوند غواړم ، كه څه هم مسلمانان دا اختر د مخكينيو په څير په داسې حال كې لمانځي چي هره ورځ افغانستان ، عراق ، فلسطين ، كشمير او د نړۍ په ګوټ ګوټ كي په سلګونو مظلوم مسلمانان وژل كيږي ، كورونه ئي ورانيږي او هجرت ته اړ كيږي ، الله تعالى دې د اسلامي امت شهادتونه او قربانۍ قبولې او د دوي هيلي تر سره كړي او راتلونكي اخترونه دې په داسي حال كي راولي چي د پرديو د تيريو نه خوندي ،ټول اشغالګر ځواكونه د اشغال شوو سيمو نه وتلي وي او مسلمانان د خپلې خوښې اسلامي حكومت ولري ، ان شاالله دا سپيڅلې هيله به تر سره كيږي ، صليبي ځواكونه به د خپلو روسي ملګرو په څير له ماتې سره مخامخ او د شوروي اتحاد په برخليك به اخته كيږي .
مسلمانان لوى اختر د ابراهيم (ع) د قربانۍ د سنت په توګه لمانځي او په دې سره د خپل جد د سترې قربانۍ خاطره تازه كوي ، خو راشي وګورو : ايا مونږ عملاً د خپل جد په سنت عمل كوو؟ ايا دده په پل د تلو اراده لرو ؟ ايا له نمرود او نمروديانو سره د هغه  څه كولو عزم او جرات لرو چي زمونږ جد كړي وو؟ ايا د نمرود د لښكرو په مقابل كې خداى ځانته كافي ګڼو او په يوازې سر او يوازې يوه تبر سره د دوي د معبودانو د نسكورولو او ويجاړولو جرات او همت لرو ؟ ايا د نمرود د سره اور نه پدې خاطر ويره بې ځايه ګڼو چي د مرګ ژوند پريكړه د عرش مالك كوي نه د ځمكي پر سر د زور ځواك خاوندان ؟ ايا د خپل اسماعيل قرباني كولو ته چمتو يو ؟ ايا خپل اسماعيل او هاجر د خداى په اسرې په شاړې وادي كې يوازې پريښودى شو ؟ ايا د نمرود د ګواښ په وړاندې دا ويلى شو چي (ربي الذي يحيي و يميت)؟ كه داسي نه وي نو ماته ووايه چي لوى اختر د لمانځلو نه ستا هدف څه دى او طمع دې څه ؟ نن خو د تاريخ تر ټولو ستر نمرود په كابل ، بغداد او القدس قبضه كړې ده ، له بره نه اور وروي ځمكه يې د مظلومانو لپاره د اور كنده ګرځولې ، په لكونو عراقيان ، افغانان ، او فلسطينيان يې وژلي ، خو لايې زړه ندى سوړ شوى ، لا يې خپله توره د مظلومو مسلمانانو له غاړې نده اوچته كړى او لا په دومره وينو يې تنده نده ماته شوى .
وروڼو خويندو!
ابراهيم (ع) په داسي حال كي خپل زلمى زوى قربانۍ ته تياروي او زوى يي هم دې  قربانۍ ته په  ورين تندي چمتو كيږي چي هسې خوب يى ليدلى ، په صريحو الفاظو هم دا غوښتنه نه ده ترې شوې ، خو د همدغه خوب په وجه خپل زوي قرباني ته چمتو كوي ، لاس پښي يي ورتړي ، په ځمكه يي څملوي ، تيره چاړه يي پر غاړه راكاږي كه الله تعالى نه وي ترې منعه كړى او دا يې نه وي ورته ويلي چې اى ابراهيمه! بس تا خپل خوب ريښتونى كړ، نو هغه يې ذبح كولو : قران فرمايي : فبشرنه بغلم حليم فلما بلغ معه السعى قال يبنى انى ارى فى المنام انى اذبحك فانظر ما ذا ترى قال يابت افعل ما تومر ستجدنى ان شاءالله من الصبرين فلما اسلما و تله للجبين و ندينه ان يا برهيم قد صدقت الريا انا كذلك نجزى المحسنين .
خو وروڼو موږ ته الله تعالى په صريحو الفاظو حكم كوي چي د ده په لار كې په خپل سر او مال جهاد وكړو ، او راته فرمايي : څوك چي د الله تعالى په لار كې له خپل هر څه نه تېريدو ته چمتو نشي ، فاسق دى او د الله تعالى له هدايته محروم!! نن زمونږ هيواد نيول شوى، پردي پرې حكومت كوي ، لګيا دي د دين جرړي قطعه كوي ، فساد او بې ديني خوروي ، هره ورځ په افغانستان ، عراق او فلسطين كي په سلګونو مظلوم مسلمانان په خپلو وينو كي رغړوي ، دا زموږ د ايمان او غيرت رګ به كله خو ځيږي، كله به دا ثابتوو چي دابراهيم عليه السلام امتيان يو؟! كله په هم د هغو مظلومو او تش لاسو كشميريانو او مسلمانو هنديانو په څير خپل د مظلوميت غبرګون ښيو چي هغو د هند په ممبيي ښاركي وښود په حقيقت كي د ممبيي ښار پيښي په اسلامي امت د نړيوال كفري اتحاد د ظلمونو عكس العمل او دهند حكومت د هغه ظالمانه موافقو په خلاف د مظلوميت غږ دى چي دا مهال د ناټو او امريكائي يرغل سره د پوره ملاتړ او په مسلمانانو د بيرحمانه بمباريو د تائيد په نتيجه كي تر سره شوي.
وروڼو خويندو!
راشئ الله تعالى ته د دعا لاسونه اوچت كړو او ترې وغواړو چي: الهي!تا دشوروي اتحاد د زوال لپاره افغانان انتخاب كړل،دوى ته دې د جهاد توفيق او د جهاد او هجرت د ملاماتوونكو ستونزو دګاللو همت او صبر وركړ ، دا جهاد دې د څو داسي با ايمانه ځوانانو په لاس پيل كړ چي نه ئې ديني پوهه درلوده،نه قومي وجاهت،نه بهرنى حامي، نه وسايل او امكانات، او د داسې دښمن په مقابل كې چي امريكا ته ئې په ويتنام كي ماتې وركړې وه، د مركزي آسيا ټول اسلامي هيوادونه ئې نيولي ول،دعراق،يمن،سودان،سوريې او مصر واكمنان  ور سره ملګري ول ، د الازهر او ديوبند درنو مفتيانو هم ددوي په ضد د فتوى وركولو جراُت نشو كولى خو دغو زلميانو ته دې د ايمان همت او غيرت وركړ چي ددې ستر او خطرناك دښمن په ضد د جهاد لپاره ملا وتړي ، يا الله! ته شاهد يې چي دوى په خپلو ژمنو وفا وكړه ، خپل سر او ويني يي تاته نذرانه كړل ، ددوي په سلو كې پنځه نوي شهيدان شول افغان مؤمن ولس ته دې دا تو فيق وركړ چي ددغو ريښتونوشهيدانو په وينو سره لار غوره كړي ، يو نيم ميليون شهيدان وركړي ، شپږ مليونه مهاجر شي، يا الله ! هغه دښمن دې په زوال محكوم كړ ، خو د دغو شهيدانو هغه بل ستر ارمان ، په ازاد او مستقل هيواد كې د واقعي اسلامي نظام قائميدا ، نه يوازې تر سره نه شو ، بلكې افغانان دې له بل ستر دښمن سره مخامخ كړل ، دې دښمن هم د خپل غرور او مستي په اوج كې زموږ پر ملك تيرى وكړ ، پرونى دښمن هم ورسره ملګرى شو ، زموږ د ګاونډيو په شمول ګڼ شمير اسلامي هيوادونو د دوى مرسته وكړه ، چا اډې وركړې ، چا خپلو لاس پوڅو ته امر وكړ چي د افغان ولس پر ضد د دښمن ملاتړ وكړي ، يا الله ! ته شاهد يې چي افغانان يوازې دي ، له تا پرته د اميد او توقع بله مرجع نه لري ستا د رضا لپاره او ستا د نصرت په طمعه د دښمن مقابله كوي ، خدايه! ته زموږ حامي شې ، ته په خپلو هغو غيبي لښكرو سره زموږ مرسته وكړي چي هيڅ څوك يې د مقابلې توان نه لري ، خدايه! د صليبي ځواكونو پر ماتې او يو واقعي اسلامي نظام په قائميدو سره زموږ دردمند زړونه خوشحاله او زموږ د شهيدانو ارمانونه تر سره كړې.
وروڼو خويندو!
په افغانستان كې كمونيزم او كمونستانو ، په پرديو پوري تړلو او د پرديو د وسلو او پيسو په زور قدرت ته رسيدلو ډلو ، غرب پالو او د دوى ګنده ديموكراسي په خپل خپل وار امتحان وركړ ، ټول ناكام شول ، زموږ هيواد يي وران كړ او د جګړو،بي امنيو،فقر او لوږى باعث شول افغانان اوس يو نوى تجربې ته ضرورت لري ، د يو واقعي اسلامي نظام تجربې ته ، د يو داسې حكومت تجربي ته چي اسلامي شريعت پلي او قرآن حاكم كړي ، اقتدار داسې صالح ، امين او با كفايته چارواكو ته وسپاري چي له الله تعالى ويريږي او په خپل مظلوم ولس زړه سواي اوترحم لري  بايد په دې باور وو چي دا سپيڅلى هدف له جهاده پرته له بلي لارې نشي تر لاسه كيدى او د افغانستان بحران له جهاد پرته له بلې لارې نشي حل كيدى ، د كابل د لاس پوڅي حكومت او د بهرنيو حاميانو پدې خبرو باور مه كوي چي غواړي د روغې جوړې له لارې جګړه پاي ته ورسوي ، د كابل حكومت په فساد كې تر ستوني غرق دى ، نه د بحران د حلولو اراده لري نه يې واك او توان ، بهرني ځواكونه په خپل خوښه نه وځي ، داسې حل نه مني چي افغانانو ته د خپل برخليك ټاكلو اختيار وركړي ، دوي به همغه څه كوي چي انګريزانو او روسانو د وتلو پر مهال وكړل ، قدرت به داسې چا ته سپاري چي د دوي نيمګړى ماموريت بشپړ كړي ، د جګړو دوام تضمين كړي او د يو اسلامي حكومت د جوړيدو په وړاندي خنډ شي .راشي په نني جهاد كې د پرون په څير برخه واخلي ، الله تعالى به هماغسي بري دركړي او دا دښمن به د هغه بل په برخليك اخته كړي د شيطان وسوسو ته مجال مه وركوئ ، ځان په ماتو ګوډو پلمو او بهانو مه غولوئ ،پخواني مجاهدين كه همت له لاسه وركړي ، د دوى زامن بايد ميدان ته راووځي ، د هيواد ټول محصلين بايد د ننګرهار ،كابل ، بلخ ،خوست او پروان د محصلينو په څير په خپلو پرتمينو تظاهراتو او لوړو تكبيرونو سره د اشغالګرانو پر ضد د خپل ولس احساسات څرګند او نړيوالو ته وښايي چي افغانان د اشغالګرانو فوري وتل او د خپل هيواد آزادي او خپلواكي غواړي او ددي پرته په بل څه نه راضي كيږي .امريكايانو ته 
باعزته  لار داده:جي زمونز  په دي طرحه عمل وكري :
۱ – د ټولو بهرنيو ځواكونو وتل.
۲ – د هيواد په كورنيو چاروكې د بهرنيو لاسوهنو مخنيوى .
۳ – يو موقت بې طرف حكومت ته د قدرت انتقال .
۴ – په ازاد او خپلواك افغانستان كې آزاد او عادلانه انتخابات .
۵ – دټولو سياسي بنديانو بلا قيدوشرط آزادول .
۶ – د ايمي اور بند .
۷ – ټو ل هغه تصرفات لغوه او باطل اعلانول چي د اشغال په دوران كې نيواكګرو ځواكونو او د دوى لاس پوڅو حكومتونو تر سره كړي .
۸ –هغه معاهدې چي اشغالګرانو پر افغانانو تحميل كړي او زموږ له آزادۍ او خپلواكۍ سره مغايرت لري : بي اعتباره ګڼل ، د پرديو نظامي اډې ، زندانونه ، د افغانانو نيونه، په غير افغاني محكمو كې د دوى محاكمه ، بهرنيو محبسونو ته د دوى انتقال او د ظالمانه او غيرانساني مقراراتو له مخې د دوى مجازات د تل لپاره پاي ته رسول .
۹ – موږ داهم ويلي چي كه ځيني افغاني ډلې امنيتي تضمينونه لټوي او د دې لپاره د بهرني سوله ساتي ځواك حضور ضروري ګڼي ، پر دې بحث كيدي شي ، موږ چمتو يو چي د دوى تشويشونه رفع كړو داهم كيدى شي چي پدي موخه دې بې طرفه اسلامي هيوادو محدود شمير سوله ساتي د موقتي ټاكلې مودې لپاره په هيواد كې ځاى پر ځاي شي ، پدي شرط چي :
• دا به د موجوده دروغجنو سوله ساتو په څير نه وي چي د اشغالګرانو په خدمت كې دي او ماموريت يې دسوله تاُمين نه : بلكه د سولې تر غولوونكي نامه لاندې د افغانانو په ضد جنګ دى .
•  له ښارونو نه بهر به په عسكري مراكزو كې ځاى پر ځاى كيږي ، تګ او را تګ به يې د افغان حكومت په اجازه او موافقه وي ، داسې نه لكه د ناټو نيواكګر او جنګ طلبه ځواكونه چي په خپل سر ځي او راځي ، په ښارونو كې مراكز لري او ګزمې كوي ، د افغانستان ځمكه او فضاء مفتوحه سيمه او تر خپلې مطلقې واكمنې لاندې ګڼي .
• د موقت حكومت تر قومندې لاندې به عمل كوي او د مسؤلو افغاني مقاماتو له موافقې پرته به د هيڅ نظامي تحرك حق به نه لري ، داسې نه چي د اوسني نيواكګر ځواك په څير وي چي په خپل سر عمليات كوي ، پر كليو ، كورونو ، مدرسو او جوماتونو بمونه وروي ، هره ورځ په لسګونو مظلوم او بې وزله افغانان په وينو كې رغړوي ، نه د افغانانو او نړيوالو پرله پسې او جدي اعتراضاتو ته اعتناء كوي او نه د خپل لاس پوڅي حكومت د چارواكو مكرر التماس او غوښتنې ته چي تر عملياتو مخكې بايد دوى خبر كړاي شي!!
• همدا راز حاضر يو پدې اړه هم د دوى پر غوښتنو بحث وكړو چي د بهرنيو ځواكونو د وتلو ترڅنګ بايد د مجاهدينو په ليكو كې د بهرنيو جنګيالو شتون وڅيړل شي ، موږ ټولو خواوو ته اطمينان وركوو چي له دي سره په بشپړه توګه موافق يو چي په افغانستان كې دې نه بهرني نيواكګران وي او نه بهرني جنګيالي ، نه دې د هغو لپاره نظامي اډې وي او نه دې دغو لپاره نظامي مراكز، كه څه هم ټولو ته دا خبره جوته ده چي اوس القاعده په عراق كې جنگيږي او پاكستاني طالبان په پاكستان كې ، يو يې هم په افغانستان كې د جنګيدو او د نظامي مركزونو  درلودلو ته ضرورت نه لري ، په افغانستان كې د دوى د شتون په اړه تبليغات د خاصو سياسي موخو په غرض تر سره كيږي.
•  دې ته هم چمتو يوچي تضمين كړو په افغانستان كې به دمخدره موادو توليد اوتجارت مخه نيسو، موږ دنشه يي موادوكښت، توليد اوتجارت حرام ګڼو، دهيواد منتخبه شورى به دنورو اساسي مسائلو ترڅنګ په دي قضيي بحث كوي اولازم تدابير به نيسي، په دې كې هيڅ شك نشته چي دمخدره توكيو بازار دنيواكګرو ځواكنو لخوا تود شوي، دوي جنايتكاران اودمخدره توكو قاچاقيان په څنګ كي نيولي، دلاس پوڅي حكومت لوړ پوړي چارواكي اودبهرنيو ځواكونو لوړپوړي افسران په ګډه دي ګنده فعل كي لاس لري، ددې ادعا داثبات لپاره دادليل كافي دى چي دبهرنيو ځواكونو له راتلو سره دمخدره توكيو توليد ترمخكي څوځلې زيات شوي اوهركال مخ پرزياتيدودي ددښمنانو داتبليغات په بشپړه توګه بې بنسټه اودرواغجن دي چي مجاهدين په دې ناروا فعل كې په لاس لرلو تورنوي، مجاهدين خو هغه دي چي دخپل رب درضا اودخپل هيواد دآ زادۍ لپاره خپل سرقرباني كوي دشهادت تلوسه يې دې ته چمتوكوي چي له باروتو ډك واسكټ واغوندي اوددښمن په خواكې چاودنه وكړي!! دافرشته صفته مجاهدين به څنګه دحرامو توكيو په توليد اوتجارت سره خپل ايمان ته تاوان رسوي اودخپل رب درضا په خلاف به عمل كوي؟!!

 حكمتيار-  افغانستان  –  2008\12\08


ګرانو هيوادوالو اختر مو نيكمرغه!


د ګران هيواد ننګيالواو تورياليو ولسونو ، سپين ږيرو ، مجاهدينو ، د امنيتي ځواكونو مسئولينو ، سربازانو ، خويندو او ميندو !

السلام عليكم ورحمت الله وبركاته

تر هرڅه لمړى تاسې ته د خپل ځان او د پكتيا ولايتي اداري لخوا د نيكمرغه لوي اختر مباركي وايم . 

له پالونكي او بي نياز ذات (ج) څخه غواړم چي د خوښۍ او خوشحالۍ ورځې مو په الهي عبآدت ، ورور ولۍ او له يوبل سره د پخلاينې په خوږو او خوندورو شيبوكې تېرې شي 
ورونو! زما هيله له تاسو ټولو نه داده چي د ابراهيمي سنتو په دې بختورو شېبو ( لمونځ قربانۍ ) په خپل ګران هيواد افغانستان كې د امن ، سولې او ملي يووالي د ټينګښت لپاره د زړونو له اخلاصه دعاګانې وكړئ ، چي پاك خداي (ج) زمونږ له هيواده دا د جنګونو او مرګونو تورې وريځې لرې كړي او د سولې ، امن او ورورولۍ د روښآنه لمر په رڼا كې مو د سوكاله او خوشحاله ژوندانه څښتنان كړي.


زه تل د ګران افغانستان د خپلواكى او سوكالۍ دعا كوم اوله تاسو څخه هم همداسي هيله لرم 


د يو سرلوړي سوكاله، آزاد او آباد افغانستان په هيله


درنښت

روح الله سمون

د پكتيا والي تخنيكي سلاكار او وياند



دنېکمرغه لوي اختر درارسيدو له امله ميدان وردګو ولايت دپخواني والي عبدالجبار نعيمي دمبارکۍ پيغام!

دنېکمرغه لوي اختر درارسېدو له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رئيس جلالتمات حامد کرزي،دکابينې غړو،دولسي جرګې او مشرانو جرګې مشرتابه او غړيو،دسترې محکمې مشرتابه او غړيو،لوي څارنوال،دهېواد دڅلور دېرګونو ولايتونو درنو واليانو او په لويه کې دفغانستان دردېدلي ملت ته کوم چې په دننه او بهر له هېواده ژوند کوي اغليو او ښاغليو او دنړۍ مسلمانانو ته مبارکي وايم.

په دې هيله يم چې دغه اختر دټولو لپاره دسولې ، خوښۍ ، ورورګلوۍ، او صميميت څخه ډک اختر واوسي او دغه نيکمرغه ورځې لکه څرنګه چې له نامه نه يې پيدا ده دمينې او پوبل ته دوروري دغېږي دورکولو او دبښنې او پخلايني اختر واوسي.

اختر يوه خوږه کلمه ده او خداي (ج) هم دغه نېکمرغه ورځي دمسلمانانو لپاره ديو بل په وړاندې دخوښۍ دښکاره کيدو او اظهارولو په خاطر دغه دوه لوي اخترونه راوړي دي او ترټولو ستر امتيار او ارزښت خو يې داهم دى چې دغه اختر يا اخترونه يواځې دافغانانو او يا يواځې دعربانو او ياهم دنورو لپاره نه دي، بلکې دا يې دټولو مسلمانانو لپاره په ديوه ډول او يو برابر راوړي دي.

په دغه ورځو کې بايد څو ک يې چې وسه ولري قرباني وکړي ، بيت الله شريف ته لاړ شي او له هغو ناداره او نورو مسلمانو خويندو او ورونو سره چې څه نه لري لاس ورکړي او په دغه ورځ دهغوي ناداري او بېوزلي له ياده ونه باسي.

يو ځل بيا اختر دټولو مبارک شه.

په ډېر درنښت

دميدان وردګو ولايت پخوانى والي

الحاج عبدالجبار نعيمي

 



بسم الله الرحمن الرحيم


الحمدلله ، والصلاة والسلام علي رسول الله  .


وبعد !


قدکانت لکم اسوة حسنة في ابراهيم والذين معه اذقالوا لقومهم انابرءؤامنکم ومماتعبدون من دون الله کفرنابکم وبدابيننا وبينکم العداوة والبغضاء ابدًا حتي تؤمنوا بالله وحده  .


دي کي شک نشته چه دلوي اختر لمانځل په حقيقت کي دحضرت سيدنا ابراهيم عليه السلام په هغه قربانيووياړ او فخر دي چه دالله تبارک وتعالي جل جلاله په حکم يې بي له ځنده او ترددڅخه ورته ملا وتړله چه هغه دظالم ديکتاتورپه مقابل کي دحق چيغه په يوه سر له کوره هجرت او په خپل لاس دقربانۍ ډګر ته دخپل ځوي حاضرول دي  .


ترپايه دابراهيم عليه السلام ثبات اواستقامت هغه څه دي چه نوموړي يي داولوالعزم په قطار کي درولي اوپه يواځي ځان يې دامت لقب گټلي  ..


که نن هم دحضرت ابراهيم عليه السلام په اقتداء کي دقربانۍ اوسرښندني ډگر ته راوتلي ځوانان دولاء او براء ابراهيمي پاليسي خپله کړي اوپل پر پل دابراهيم عليه السلام مواقف په غور تر مطالعي اوعمل لاندي ونيسي يقيناً چه دبرياليتوب پائيلي به ترلاسه کړي  .


نن سباپه اسلامي امت کي ابراهيمي احساس ، جرئت او ويښتياراټوکيدلي اونزدي ده چه نمرودصفته يرغلګروته دسرښندني اوقربانيوله برکته دالله تبارک وتعالي جل جلا له په مدد او نصرت ماتي ورکړي ، خو ددښمن په بشپړه ماتي ابراهيمي عزم ، متانت او استقامت غواړي  .


په داسي حساسوشيبوکي چه دهربااحساسه مسلمان ويني په جوش راغلي اودورخطاء دښمن پښي په لړزان دي ديرغلګر دښمن دوتلولپاره دباعزته وتلو اومعقولوطرحوپه نامه پشنهادونه هغه څه دي چه دمجاهدينوعزم کمزوري او ژوندي احساسات وژني اوپر روان جهادي بهير منفي اغيزي شيندي اودښمن ورڅخه مورال اخلي .


وقاتلوهم حتي لاتکون فتنة ويکون الدين کله لله


والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته


دتوره بوړه جهادي محاذمشر او دننګرهار ولايت مسئول


الحاج مولوي انوارالحق (مجاهد) نبي خيل






  د نيكمرغه لوي اختر په مناسبت

په روسيه اوبيلاروسيه كي دافغانستان ملى ګونددسراسرى شوراد مباركى پيغام 
مسكو  ۲۰۰۸كال دسمبر ۷ نيټه


د افغانستان ملى ګوند دروسي اوبيلاروسي سراسري شورا دنيكمرغه لوى اخترد رارسيدلو په مناسبت د افغانستان دننه اوبهر ټولوهيوادوالو ته مباركى اونيكي هيلي وړاندي كوي ، دلوى خداى تعالي (ج) څخه غواړو چى زمونږ په هيواد كى ددى نيكمرغه لوي اختر پخاطر د ويني توئيدني ، ورور وژنى، ورانۍ ،لوږى اوټولي بدبخښتي ګاني پاي ته ورسيږى او زموږپه ګران هيوادكي پلارونه اوميندي نور د پرديو په لمسونو او توطئيو د خپلو بچيو په ويرونو نه ، بلكه په هيواد كى د سولي اودملي يووالي په فضآ كي په خپلوكورونو كى دخوښي اوخوشحالي په دسترخوان سره ټولي كورني را ټولي، ددي لوي اختراود راتلونكو ټولوملي اوتاريخي ورځو، اخترونو ،اونويو كلنو شپي او ورځي په خوښيو كي سره يوځاي تيري كړي . 

دافغانستان ملي ګوند دروسي اوبيلاروسي سراسري شورا باور لري چى  د افغانستان دلانجي حل دجنګ اود زور ازموئيلو دلاري نه بلكه خبرو اويو اوبل ته دتيريدني دلاري را مينځ ته كيداي شي ، مونږ هيله لرو چي دافغانستان اسلامي دولت اود دولت مخاليفين په هيواد كي دسراسري سولي د ټينګښت لپاره دخبرو اوپخلايني ميزته كښيني او زموږ د خلكو هغو اميدونو ته چى پدى وروستيو وختونو دسولي په هكله را پورته شوي دعمل جامه واغوندي . ترڅو زموږ ټول هيواد وال چي هيواد په دننه كي دخپلوكورونو څخه بي ځايه اود وطن څخه بهر دمهاجرت په ناوړه اوغيرانساني فضآ كي ژوند كوي خپلوكورونو ته راستانه اود افغانستان په بيارغاوونه كي اړينه برخه واخلي .

په اخركي يوځل بيا ټولو هيوادوالو ته دنيكمرغه لوي اختر مباركي وايو،

په ګران افغانستان كي د سراسري سولي، ملي پخلايني او ورورګلوي د ټينګښت په هيله .

د افغانستان ملي ګوند دروسي اوبيلاروسي

سراسرشورا رئيس

نجم الد ين – شيرزاد


بسم الله الرحمن الرحيم

ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ  (الحج-32)

(والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة)  متفق عليه 


د لوي اختر د را رسيدو په مناسبت د عاليقدر امير المؤمنين پيغام


    الحمد لله الكبير المتعال الذي نصر عبده وأعز جنده وهزم الأحزاب وحده، والصلاة والسلام على قائد المجاهدين أشرف الأنبياء والمرسلين، وعلى آله وصحبه الغر الميامين، وعلى سائر المجاهدين في سبيل الله ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين. وبعد: دنړۍ ټولو مسلمانانو، د افغانستان دردیدلي اوکړيدلي خو غیور باشهامته او مسلمان ولس، اوپه ځانګړي ډول ټولو مجاهدينوته دزړه له کومې د لوي اختر  د سترې  ديني ورځې په مناسبت مبارکي وايم؛ الله تعالی دې دغه نیکمرغه ورځ په ټول اسلامي امت اوپه خاص ډول دمبارکو شهیدانو او اسیرانو په کورنیو په صبر, خوشحالۍ اوسرلوړۍ سره تیره کړي، الله تعالی دې زموږ شتمنو وروڼو او خويندو ته توفیق ورکړي چې دخوشحالۍ په دغو شپو ورځو کې ټول بي وزلان خاصتا د اتلو شهیدانو، مظلومو اسیرانو او سپیڅلیو مجاهدینو کورنۍ کونډي اویتیمان له ځانونو سره په خوښیو کې شریک کړي، د سرپنا، لباس اوخوراک غم يې وخوري، او د اسلامي ورورولۍ له مخې مشفقانه چلند ورسره وکړي. الله تعالی  دي زموږ دحجاجو کرامو حجونه قبول او د مظلوم امت په حق کې د هغوﺉ دوعاوي مستجابي وګرځوي. 

څرنګه چې دلوي اختر ورځ دمسلمان امت لپاره د الله ج په لاره کې د قربانۍ يو  يادګار دى، د دې ورځې تاريخ هر مسلمان ته دخپل رب د رضا په لاره کې د قربانۍ  دا  درس ورکوي، چې که يو رښتينى مومن د الله جل جلاله په لاره کې دسر او مال قرباني ورکولو ته چمتو وي، نو د دنيا او  آخرت دواړو سر لوړي عزت او ازادي تر لاسه کولى شي. داسلام دخپلواکۍ روح دمومنانو په قربانيو کې نغښتى، داسلام هيڅ يو دښمن دقرباني ورکونکو مومنانو په وړاندې نشي ټينګيدلى. نن چې زموږ په تش لاس او کمزورو وسائلو تر ټولو قوي دښمن تيښتې ته  اړکيږي، دا یوازې  دقربانۍ زور او شوردی .

زموږ پر بي چاره ولس او مظلوم  هيواد ناروا يرغل کوونکو ته يو ځل بيا په ډاګه وايم!: چې ستاسي لپاره دا يو ښه فرصت دى، چې اوس دخپلو پوځونو د ويستلو لپاره پر يوه معقوله او قاطعه تګلاره غور وکړئ، نور زموږ د مظلوم ولس عام وژنه پاي ته ورسوئ  كه تاسي زموږ کورونه ورانوئ او هیواد وال مو په شهادت رسوﺉ نو ستاسي يرغلګر هم زموږ د مجاهدینو له قهرجن ګذارنه خوندي ندې، چې اوس تاسو خپله دخپلو عوامو څخه دخپلو مړو په پټولو ستړي یاست, تاسو اقلا  په راتلونکي کې پر داسې يوه مبهمه او ناڅرګنده جګړه باندې چې موخې او پايلې يې نامعلومې وي، خپل  ولسونه هم نشئ قانع کولاي.

په داسې حال کې، چې تاسو پخپله کله نا کله پردې حقيقت اعتراف کوئ، چې نور هغه وخت نه دى، چې په افغانستاي کې دبهرنيو عسکرو وژل او زغروال وسائل يي له مينځه وړل يو ستونځمن کار وي اوداهم منئ چې په تیرو اوو کالو کې مو د زور او ټیکنالوژي بيدریغه استعمال  کومه  نتیجه ورنكړه، په دې خبره هم باید پوه شۍ چې داوسني مقاومت په  شتون کې به کوم ګوډاګى رژيم هم خپلې پښې ټينګې نكړاي شي، او نه به نور داسلامي هیوادونو اشغال اونور شوم اهداف دبيارغونې په نامه توجیه کړاي شي.

تاسو چې دنورو ځواکونو پر رالېږلو  د بري کومه هيله وينئ، هغه بالکل سرچپه او غولوونکې ده، ځکه چې دعسکرو ډيرښت جګړه هرې سيمې ته رسوي، چې بيابه هره ورځ دلسګونو نښتو پر ځاي، سلګونه نښتې رامنځ ته کيږي او اوس چې ستاسو تلفات هره مياشت سلګونه دي، بيابه هره مياشت ستاسي دعسکرو مرګ ژوبله زرګونه وي، چې دابه نه ستاسي ولسونو ته دمنلو وړ وي او نه به تاسو دخپل ړانده ګذار په ترځ کې دبي دفاع مسلمانانو، ښځو او ماشومانو د درنې مرګ ژوبلې له امله  داسلامي امت له تاريخي کرکې اوقهرنه په امان شئ.                                                                                                                                     له بلي خوا د يرغلګرو د الوتکو او بمونو تر سيورى لاندي، داشغال  او دلا زیاتو  قوتونو د را لیږلو په حالت کې  دسولې غولونکې دعوې هم غير معقولى دي، دسولې غوښتونکې!؟ دي لومړى يرغل پاى ته ورسوي، دوئ دې چې پر افغان مجاهد ولس يې جګړه تحمیل کړې، په هيڅ يوه بشري ټولنه کې  دسولې خبرې د ټوپک په شپيلۍ نشي کيداى.

    او دا فکر هم ونکړئ چې داسلامي مقاومت سرلاري به ستاسي په تشو وعدو، مادي امتیازاتو، شخصي مصؤنیت او د اشغال په حالت کې دچوکېو او منصبونو لپاره له خپلې  برحقې مبارزې لاس واخلي.

ديرغلګرو دا تصور هم غلط دى، چې ګني دقومي لښکرو په نامه به افغانان دخپلو ګټو لپاره له مجاهدينو سره په جګړه واچوي، ځکه هيڅ يو ريِښتینی مسلمان او واقعي افغان دومره ناپوه او بي احساسه نه دى، چې دخارجي يرغلګرو دګټو لپاره له خپل مسلمان ورور سره وجنګيږي او په دې ناروا  لاره کې دپردو يرغلګرو دخوښې او رضايت لپاره خپل سر او ایمان وبايلي. افغانان همیشه د عقیدې لپاره قرباني ورکوي او دعقيدې پربنسټ جنګيدلي، او دعقيدې جګړه یوازې داسلام او خاورې له دښمنو يرغلګرو سره کېږي، نه له ازادی غوښتونکو مجاهدينو سره. 

زه دنړۍ له سوله غوښتونکو هیواد ونو نه په کلکه غواړم چې د افغانستان په شمول داشغال شویو هیوادنو په ازادولو کې د خپل اثر رسوخ نه کار واخلي، هغه سوکالي چې دځان لپاره غواړي  دمحکومو ولسونو لپاره يې هم هڅه او هاند وکړي، دټولی نړۍ اقتصاد چې نن څپڅپانده دﺉ تر ټولو سترعامل يې دامریکا جنګی پالسی او اشغالګرانه سیاست دﺉ، چې په یو نه یو ډول يې دنړۍ هری برخی ته منفی اثرات رسید لی لهذا کنترول يې هم د ټولو دنده ده.

    زه پر خپل ميړني او مسلمان ولس يو وار بيا غږ کوم چې:

    الف- نور هم د خپل تاريخي يرغلګر دښمن په وړاندې له مجاهدينو نه  د کلک ملاتړ پر دريځ استقامت غوره کړئ!

    ب- د مجاهدينو ترشا دريدل، ستاسي ديني فرض او مسئوليت دى، دپردو يرغلګرو او دهغوئ د ګوډاګيانو په تشو تبليغاتو مه غوليږئ!

    ج- د انتخاباتو په نامه د غولوونکې ډرامې په لړکې ځانونه مه ستړي کوئ! ځکه چې اصلی ټاکنې په واشنګټن کې کيږي، او دغه تش په نامه واکمن ستاسي په رايو نه، بلکې د واشنګټن په خوښه ټاکل کيږي،  که سل او زر ځله هم ستاسي کورونه د امريکا په بمونو والوزي، بيا هم له دغو واکمنو دڅه كولو تمه مه لرئ؟، دغه واکمن یوازې دنطق او وينا صلاحيت لري، دعمل او ارادې صلاحيت له واشنګټن سره دى، ځکه به له دوئ څخه ستاسي تمه بي ځايه وى.

    د- او ګورۍ چې کله هم د “شاه شجاع” ، “ببرک کارمل” او د کابل د اوسنۍ ادارې د چارواکو ترمینځ توپیر ونکړۍ، په ملي او اسلامي خیانت او ګوډاګیتوب کې د ټولو یو حیثیت دی، لکه چې داخبره تاسو ته اوس ښه څرګنده شوې  هم ده.

اوس چې يرغلګر دښمن له ماتې سره مخ  دى، يوه مهمه يادونه ضروري ګڼم، هغه دا چې هميشه د دښمن له پوځي ماتې ورسته افغانانو د بري وياړ له دې امله له لاسه ورکړى، چې دښمنانو دخپلو پټو سياسي لاس وهنو له لارې افغانان ديو قوي بنسټ جوړولو او  ديو متحد زعامت لرلو ته نه دي پرييښي.

دروسانو له ماتې ورسته همداسې وشول، چې د اختلاف ظلم او جګړې اور دهر افغان کورته ورسيد, نن چې زموږ د ولس دتباهي او مظلوميت شپې اوږدې شوې، يوستر عامل یې دروسانو له ماتې ورسته دمتحد او قوي زعامت نه شتون او د پردو پټې دسيسې وې.

اوس هم يرغلګر غواړي چې تر خپلې ماتې وړاندې، افغانان يو ځل بيا پر يوه او بل نامه سره بيل اوپه خپل منځي جګړو اخته کړي، ديرغلګرو اويو شمير نورو هيوادونو هغه هڅې هم له چانه پټې نه دې، چې زموږ دهيواد واحد وجود ته ستر ګواښونه ګڼل کيدى شي، دوئ په پټه او ښکاره زمونږدهيواد دتجزېې په هڅو بوخت دي، يو شمير ګوډاګيان يې یوازې دهمدې لپاره ګمارلي، چې په ولس کې ژبني او سيمیيز توپيرونه واچوي او افغانستان له يو ستونځمن مستقبل سره مخ کړي، د دې کار د مخنوي لپاره هر افغان بايد هوښيار او ځيرک اووسي ترڅو د دښمن له تیښتې وروسته حالات په اسلامي ورورولۍ اومعقوله تګ لاره سنبال کړل شي. 

يو شمير ګمارل شوې، دستوري حلقې زموږ سوچه اسلامى تحريک  سيمو او ژبو ته منسوبوي او ځينې نور ناخبره خلګ بيا دغلط فهمي يا نا پامې له امله  دې ته ورته خبرې کوي.

خو څرنګه چې زموږ دين (اسلام) موږ له هر ډول قوم پرستي او قومي تعصب نه په کلکه منع کړي يو، نو زموږ يوازینۍ رښته اسلام دى، هر مسلمان زموږ ورور او عزيز دى او هر مسلمان ز موږ ته ديو وجود په څير محترم دى، ځکه چې اسلام ټول  مسلمانان يو وجود  ګڼلي. داسلام ستر پيغمبر حضرت محمدصلي الله علیه وسلم په هغه مبارک حدیث کې چې ابوداود ئې روایت کړی داسې فرمائې : “څوک چې دقوم پرستي او قومي تعصب لپاره جګړه کوي، هغه زموږ(مسلمانانو) له ډلې څخه  نه دى” 

افغانان بايد دخپلې خاورې او هيواد دوحدت اود خپل دين دسرلوړي لپاره دمکار دښمن ټولو غولوونکو دسيسوته هوښيار اووسي                                                                               

موږ هر افغان ته ، په ځانګړي ډول هغو وروڼو ته ،چې دروسانو په وړاندې په مقاومت کې يې هم ونډه لرله  بلنه ورکوو، چې راشئ! نور يو موټى شو، لاسونه سره ورکړو، که په هر موقف کې ياستئ او هر څه موکړي وي، خو بيا هم مومنان ياست او ډيرې ترخې تجربې مو وليدلې، نور راشئ! دا ځل په صداقت ودريږئ ! چې نور ديو بل انارشيزم دمخنوي لپاره يوه خپلواکه او سوچه اسلامى تګلاره وټاکو.

    که موږ يو موټى شوو، نو موږ ډير مضبوط ملت يو، د دنيا يو طاقت هم زموږ مخ ته نشي دريدلای او هره فيصله پخپله کولى شو، ټول کارپوهان او د چارو څیړونکې په دې خبره یوه خوله دي چې که ځینو افغاني ډلو د صلیبي اتحاد سره مرسته نوای کړې نو په افغانستان باندې به کفار نوای مسلط شوي په هرحال  نور دا بي چاره ولس درحم وړ دى، دخارجي ستمګرو، پوځي، فرهنګي او اقتصادي هجوم نور د هيچا لپاره د زغم وړ نه دى،مونږ هر مسلمان ورور ته، د همدې احساس په لرلو،  په  خپل زړه کې  ځاى ورکوو.

دټولې اسلامي نړﺉ خاصة دعربي نړﺉ له  شریفو مسلمانانو څخه هیله کوم چې د عراق او فلسطین د مخلصو او واقعي مجاهدینو د زړه له کومې  نصرت وکړئ  په سر اومال ورسره ملګری شئ او د اسلامي تاریخ په دغه نازک پړاو کې خپل شرعي مسؤلیت کما حقه ادا کړئ بالخصوص دنظر او علم خاوندان باید دمجاهدینو لازمه سرپرستي اورهنمايي وکړي زه باورلرم چې که د افغانستان په شان هلته هم دمقدس جهاد صفونه قوي او متحد شي نو ډیر ژر به محکوم ولسونه ازاد او له اسلامي نظام نه برخمن شي. 

دافغانستان ګاونډي او دسیمې ټول هیوادونه باید په دې خبره پوه شي چې د امریکا پراختیا غوښتونکې اومتکبرانه سیاستونه اوپه سیمه کې يې نفوذ د هیچا په ګټه ندی اوټولې سیمې ته ګواښ اوتاوان دی نو باید په ګډه يې مخنیوی وکړو او دا هم په یاد ولرﺉ چې امریکا به ترهغو در څخه خوشحاله نشي چې ترڅو مو ټول پوځي، علمي او اقتصادي قوت درختم نکړي، دا خبره اوس تجربې  ثابته کړې نور دلایل نه غواړي. 

په پاى کې خپلو متدينو مجاهدينو ته، د اختر د مبارکي او د استقامت د دعا تر څنګ يو ځل بيا دخپل شرعي مسئوليت له مخې څو ضروري توصيې وړاندې کوم:

    الف- ټول حرکات  سکنات او نیتونه د اسلامي شريعت په چوکاټ کې تنظیم کړئ.

    ب- پخپلو کړنو او عملياتو کې له احتياط, تدبير او هوښيارې نه کار واخلئ.

    ج- د پوره ثبوت او کره شواهدو نه پرته د هيڅ کوم افغان په وړاندې هيڅ ډول اقدام مه کوئ.

    د- چاته په سزا ورکولو کې له بيړې، جذباتو او بي پروايې نه کار مه اخلئ!

    هـ- له خپل ولس سره تعلق مظبوط ساتئ.

    و- د خپلو خلکو د سرونو او مالونو پوره خیال ساتئ. 

    ز- د دښمن توطيو ته هوښيار اومتوجه اوسئ!

    ح- هغه دنیا پرست او وحشي وسلوال چې له ملي تجارانو او شتمنو خلکو څخه د ټوپک په زور پیسې اخلي او د پیسو لپاره خلک تښتوي په کلکه يې مخنیوی وکړئ، او که مو لاس پرې برشو نو لازمه شرعي سزا ورکړﺉ د خلکو د سر او مال ساتنه  د جهاد د سترو اهدافو څخه دی.

په تلوتلو کې د۱۴۲۹ هق کال دذالحجی دمیاشتی داخترپه مبارکو شپو ورځو کې دکابل دپوليچرخی په زندان کې دلسګونو تنومظلوموبندیانو بی رحمانه وژنه په کلکه غندم داډول بزدلانه اووحشی اعمال ددښمن دنهایت ضعف  او وارخطايي  ښکاره نښه ده .ددغومبارکواومظلومو شهیدانوارواحوته د عقيدت پیرزوینی وړاندی کوم اوله الله رب العزت څخه دلوړودرجاتواوعظیمو انعاماتودورکړې خواست کوم .زه یقین لرم چی دامظلومې اومعصومی وینې به داسلامی نظام دراتلو اود ظالمانودورکېدوپه بڼه کې رنګ راوړی .داسلامی امارت اتل مجاهدین به ددغولاس تړلیوبی وزله اسیروشهیدانوقاتلینوته په لازمه شرعی سزاورکولوکې لاس ترزنې نه کښينې اوبالاخره به دوخت فرعونیان دخپلوکړیو اعمالوسزاپه دونیادنيا اواخرت کې وڅکی .وماذالک علی الله بعزیز  .  


    

    د مقدس جهاد د بشپړ بري او د يرغلګرو دبشپړې ماتې او رسوايې په دعا….  

    والسلام

د اسلام خادم أمیر المؤمنین ملا محمد عمر (مجاهد )





د لوی اختر د رارسيدو له امله د افغاني ځوانانو ټولنې له خوا د مبارکۍ پيغام 


د افغاني ځوانانوټولنه د نيکمرغه لوی اختر د  رارسيدو له امله په ګران هيواد افغاننستان

او په نړۍ کې  مېشتو پښتنو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي٠

او د لوی څښتن تعالی څخه غواړي  چې نور د پښتنو په سيمو کې دا وژنې، ويرونه او

بدبختی پای ته ورسوي٠ او په دې سيمو کې سوله، ارامي او خوشالي رامنځ ته شي٠

په دې هيله چې نور مو دا له ويروونو دك اخترونه د ځان سره خوشالی راوړي٠  


په درنښت

ډاکتر عبدالجبار جبارخيل

د افغاني ځوانانو ټولنې مسؤل



اختر مبارکي او لمونځ
دبښونکی او مهربان څښتن په نامه


د المان دمونشن په ښار کی دلوی اختر دلمانځه دادا کولو خبرتیا

د مونشن په ښارکی اسلامي او کلتوری نوئ مرکز ټولو خویندو وروڼو ،ګرانو ماشومانو او دنړۍ ټولو مسلمانانو ته  دلوی نیکمرغه اختر رارسیدل مبارکی وایی او له پاک الله څخه ټولو مسلمانانوته خوشحاله او نیکمرغه اختر غواړی
دمونشن /  بایرن ایالت  او ګاونډوسیمو افغانانو ته په ډېر درناوي سره خبر ورکول کېږي چي ، داختر لمونځ دسهار په نهو ۹ بجو ددوشنبه په ورځ دډیسیمبر په ۸ نیټه دمحترم صدیق الله فدایی په امامت اداء کیږ ی
پتـــــــــــــــــــــــــــــه :  مونشن ښار سوییلی برخه د دریم اوبان تم ځای ماختل فینګر
Machtlfinger – Straße .10,
81247 München, ( Haltestelle U-3 )
دزیاتو معلوماتو  لپاره په لاندي شمیرو اړیکې نیولای شئ:
۰۱۵۱۵۰۴۱۳۵۹۴
۰۱۷۳۵۷۸۵۴۷۶

خلګ وایی چې راغلی بیا اختر دئ       دا په چا باندې اختر دئ خدای خبر

محمد ظفر نيازئ





په  برتانيا  کې  د  او  سيدونکو  افغانانو د ټولني  اجراييه  شورا  ،  د  نيکمرغه  لوي  اختر  د  رارسېدو  له  امله  په  هېواد  او  نړۍ  کې  اوسېدونکو  افغانانو  او  په  دنيا  کې  ټولو  مسلمانانو  ته  د  زړه  له  کومي  مبارګۍ  وړاندي  کوي  .  د لوي  خداي  ( ج )  نه  غواړي  چې  د اختر  د  بختورو  ورځو  په  برکت  وطن  ته  سوله  او  ارامي  راشي                                                                                         .

همدارنګه  اجراييه شورا  په  برتانيا  کې  اوسېدونکو  افغانانو  ته  خبر  ورکوي  چې  :  د لوي  اختر لمونځ  د  اختر  په لمړۍ  ورځ  د  سهار  په  لسو بجو  د ټولني  په  انګړ  کې  پر  ځاي  کېږي   .

يه  درناوي

سېد جان  کارواني

د ټولني  ريس


لنډۍ دلوی اختر ډالۍ


اختر په وخت دواورو راغی
زمــاديـــاردکلي لاري بنــدي دينـه
اختره څنګه به خوشال شم
چې مي په زړه پراته دلۍ دلۍ غمونه
اختره څنګه به خوشال شم
زه داغيار دلاسه اورکې ژوندکومه
که اخترراشي يارمي نه وي
له خنداډکه خوله به چاله ورکومه
یاره دخدای لپاره راشه
په نازک زړه مي غموځالي کړي دينه
ګرانې اختردي مبارک شه
سپينه خولګۍ مبارکي راکړه مينه
زما له ياره ګېله کېږي
د لــــوی اختر مبارکي نـــه را کوينه
خدای دي نصيب راسره وکړه
چې مي دعمرسودا لـنـډه شي مينه
دپېغلتوب اخترمي تېرشو
دسپين سري  په اختر اوښکي تويومه
دمسافـربـه څـه اخـتـروي
چې دبېلتون لېونوسپوخوړلی وينه
سبا په ټول کلي اختر دی
مادجانان په وينونن سره کړه لاسونه


عبدالسلام اندړ



نجیب الله شفقیار
د مبارکی پیغام
د«لراوبر»  ځوان اوهڅانده  محترم چلونکی اوددوی درنی کورنی ټولو غړواوټولوګرانوهیوادوالو( په کورمیشت اومساپرو) ته دنیکمرغه لوی اختر په مناسبت دزړه له کومی مبارکی اونیکی هیلی وړاندی کوم اوهیله لرم دژوند په ټولوچاروکی بریالی اوخوشاله اوسی .


 دغه رازدڅښتن تعالی نه دخپلوهیوادوالو اوګران هیواد لياره دریښتینی اوهمیشنی سولی اونیکمرغی هیله کوم . خدای تعالی دی زموږله زمول اوربړیدلی هیواداوهیوادوالونه دغمونواوناهیلیو څادر ډیرژرټول کړی .
په مینه اودرناوی
آزاد افغان ژورنالیست  شفقیار



ګيلا نو ا ل دبئ
مباركي
دلر او بر دپاڼئ وګرانو كار كونكو ،ښاغلي احسان صا ب او ټولو پښتنو وروڼو او په هيواد كي دننه او دباندي  ټولو افغانانو او ګرانو هيواد والو ته دلوي نيكمر غه اختردراسيدو له امله دزړه له كومي مباركي او نيكي هيلي وړاند ي كوم ،
دلو خداي ج ځخه غواړم چي نو رپه هيواد كي ددي ويرونو او وژنو ورانيو سره داختر ونو راتلل پاي ته ورسوي  ،په ګران هيواد كي سراسري سوله ملي ورولي ،اسلا مي خواخوږئ او افغاني لوړ خويونه او بآورړونه منځ ته راسي ،دهر ډول دوښمنانو توري او كر غيړني دسيسي پاي ته ورسيږئ او دهغوي دكورنيو اوبۀرنيو نو كرانو شرميدلي ځئري خلګ وپيژني او او لاسونه يې دتل لپاره له دي هيواد نه لنډ او دوي هم ورك سي ،
اختر دويرانيو ژړاووسره بيا موږ ته را غلي ،مو ږ لا هم هغه دغم په ستار خوان سره ناست يو سي يو اختر ځئ بل را ځئ ،اختر هم هغه پخواني خوښئ له ځانه سره موږته نه راوړ ي سي پكي دټولو هيواد والو زړونه وغوړيږئ ،
موږ نو ربايد په ځانونو وپو هيږو  دملي يوالي او دلو يافغانستا ن دجوړيدو لپاره په ميړانه هلي څلي وكوو ،
هيله ده زموږ ټولو پښتنو ورنو ديوالي او دپښتنوالي دپياوړتيا اړتيا درك اواحساس كړي وي ، او ددي ستر ارمان دپوره كيدولپاره نه ستړ ي كيدو نك هلي ځلي وكوي .
په دي هيله سي نور نو اختر ونه هم په لمنه كي له ځان سره مينه ورورولي ، خواخوږئ راوړ ي دلوي افغانستا ن دپياوړتيا دپښتنو ديوالي او پياوړ تيا  دملي يوالي په هيله ،
ګيلانو ا ل – دبئ

Copyright Larawbar 2007-2024