حج په مناسبت د اسلامی انقلاب … پیغام

د لراوبر اداره | دسمبر 8th, 2008


د حج په مناسبت د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت  ایت الله العظمی خامنه ای پیغام

بسم الله الرحمن الرحيم

د وحي ټاټوبي یو ځل بیا ګڼ شمیر مومنان په خپلې کلنۍ میلمستیا کې راغونډ کړي دي .   اوس د نړۍ له ګوټ ګوټه راغلې  مئینان د اسلام او قران په زیږنځای کې په مناسکو لګیا دي چې په هغو کې تدبر ، انسانیت ته د اسلام او قران د تل پاتې درس یوه بیلګه ښیی او پخپله د  دغه درس د پلي کولو لپاره  سمبولیک ګامونه ګڼل کیږي .
د دغه لوی  درس هدف د انسان ابدی کامیابي او سرلوړي  او لاره یې د صالحو انسانانو او صالحې ټولنې جوړیدل دي هغه انسان چې په زړه  او عمل کې د یوازیني خدای عبادت وکړي او ځان له شرک، اخلاقي ککړتیاو او انحرافی هوسونو پاک کړي؛ او داسې ټولنه چې د هغه په جوړښت کې عدالت ، پت ، ایمان ،تاندوالی او  د ژوند او پرمختګ ټولې نښې په کار واچولې شي .
د حج په فریضې کې د دغه فردي او ټولنیزې  روزنې اصلی توکي ځای کړی شوې دي له احرامه او له فردي تشخصاتوڅخه د راوتلو او د ډیرو خوندونو او نفسانی غوښتنو د پریښودلو له شېبې نه  واخله  تر د توحید د بیلګې ګیر چاپیره طواف ، د بت شکن او سرښندونکي  ابراهیم (ع) په مقام کې تر لمانځه  پورې او د دوو غرونو په مینځ کې له چټک حرکته واخله بیا  له هر رنګ او هر توکمه د راغونډو شویو خلکو په بې پایه سمندر  کې د عرفې په میدان کې  د کرار تر موندلو   او په مشعرالحرام کې د ذکر او نیاز د يوې شپې  تر تیرولو پورې  او بیا  د دغه ګڼو خلکو   له شتون سره   سره له خدای سره د هر یو زړه جدا جدا مینه او انس او بیا منی ته ورتګ او د شیطان د سمبولونو  ویشتل او هله د قربانۍ د معنا داره فریضې تجسم او  بیوزلو او لارویانو ته اطعام ټول او ټول زده کړه ، مشق او تذکر دی .
په دغه بشپړې ټولګې کې له یوې خوا اخلاص او مینه او له مادی مشغولیاتو زړه پرې کول    له بل پلوه کوشش او زیار او پایداري ، له یوه اړخه له  خالق  سره خلوت او مینه او له بل پلوه له مخلوق سره یو والی او یوزړۀ توب او له يو رنګ والي، له یوه اړخه د زړه او روح آراستګی او له بلې خوا د لوی مسلمان امت له تنې سره یو ځای کیدل ، له یو پلوه د حق په در ګاه کې خشوع او له بل لوري  د باطل په وړاندې اودریدنه او لنډه دا چې له یوې خوا د آخرت په  ماحول کې الوت او له بل اړخه د دنیا د ښکلي کولو لپاره کلک هوډ ټول له یو بل سره اخښل شوي او په یو ځای یې تعلیم او مشق کیږي .( و منهم من یقول  ربنا آتنا فی الدنیا حسنة و  فی الآخرة حسنة و قنا عذاب النار)
او په دې توګه ده چې کعبه شریفه او د  حج دستورې د بشري ټولنو د قیام او پایښت  تومنه او د انسانانو لپاره دپریمانه ګټې او فایدې  وسیلې دي .( جعل الله الکعبة البیت الحرام قیاما للناس ) ( ولیشهدوا منافع لهم و یذکروا اسم الله فی ایام معلومات)
د هر هیواد او هر توکم مسلمانان باید نن تر  هر وخته زیات  د دغه لویې فریضۍ په قدر پوه شي او استفاده ترې وکړي؛ ځکه  چې د اسلامی امت د سترګو په وړاندې نن تر بل هر وخت زیات روښانه افق او د  هغو هدفونو ته د رسېدوته هيله   چې اسلام د یو مسلمان وګړی او مسلمانې ټولنې لپاره انځور کړې دي تر بل هر وخته زیاته ده . که اسلامی امت په تیرو دوو پیړیو کې د لویدیځ د مادی هڅوب  او د ښي او کیڼ لاس د الحادی مکتبونوپه وړاندې له کمزورۍ   خوارۍ او تیت وپرکتیاسره مخ ؤ نو اوس په پینځلسمې هجري پیړۍ کې دا  د لویدیځ سیاسي او اقتصادي مکتبونه دي چې په خټه کې ښخ او له کمزورۍ شړیدو او شرمیدو سره مخ دي .او اسلام د مسلمانانو په بیدارۍ او د ځان په پیژندلو  او د توحیدي افکارو او د عدالت او معنویت د منطق په  مطرح کیدو سره د خپل عزت او غوړیدو نوی پړاو پیل کړ ی دی .
هغه کسان چې په همدې نزدې وختونو کې یې د ناامیدۍ خبرې کولې او نه یوازې اسلام او مسلمانان بلکه   دمعنویت او دیندارۍ بنیاد یې د لویدیځ تمدن د هڅوب په وړاندې له لاسه تللی انګیرل ، نن د اسلام د بیرغ رپیدا او د قران او اسلام  نوی ژوند او په مقابل کې د یرغلګرو تدریجي ځوړتیا د سر په  سترګو ویني .او په زړه او ژبه یې تصدیق کوي .
زه په پوره  ډاډ سره وایم چې دا خو لا پیل دی ، او د الهی وعدې بشپړ تحقق یعنې پر باطل د حق کامیابي او د قرآنی امت او نوې اسلامی تمدن رغښت راروان دی .
( وعد الله الذین آمنوا منکم و عملوا الصالحات لیستخلفنهم فی الارض کما استخلف الذین من قبلهم و لیمکنن لهم دینهم الذی ارتضی لهم ولیبدلنهم من بعد خوفهم امنا یعبدوننی لا یشرکون بی شیئا و من کفر بعد ذالک فاولئک هم الفاسقون)
د خدای د دغه وعدې چې خلاف یې ممکن نه دی یوه نښه په لومړۍ او مهمې  مرحلې کې په  ایران کې داسلامی انقلاب کامیابي  او د اسلامي نظام د  سترې ودانۍ جوړښت و چې ایران یې د اسلامی تمدن او واکمنۍ د مفکورې لپاره په یوې پیاوړې اډې بدل کړ  ددغه اعجاز ډوله  ښکارندې پیدایښت   هغه  هم  د مادیګرۍ په  جنجال او شورماشور  او له اسلام سره  د کیڼ او ښی لوري   دسیاسیی او فکري مخالفتونو په  اوج کې  ، او بیا  له هر لوري د سیاسي پوځي اقتصادي او تبلیغاتي ګوذارونو په وړاندې د هغه مقاومت او پیاوړتیا  په اسلامي نړۍ کې نوی روح پو کړ اوپه زړونو کې یې نوې جذبه پیدا کړه .هر څومره چې وخت تیرشو دخدای په  کمک او مدد  سره دا استحکام نور هم زیات شوی او دا هیله نوره هم عځیدلې ده .
په هغو دیرشو کلونو کې چې له انقلابه تیریږي  مینځنی ختیځ اود آسیا او افریقا مسلمان هیوادونه د دغې ګډې بریا صحنې دي  فلسطین او  اسلامی انتفاضه او د فلسطین د مسلمان حکومت جوړیدل ،لبنان  او په وينې زبېښونکي او کبرجن صهیونیسټ رژیم   د اسلامی مقاومت او حزب الله تاریخی بريا، عراق او د صدام د دیکټاټور او ملحد رژیم په کنډوالو د مسلمان او ولسي حکومت جوړېدل ، افغانستان او د کمیونیسټو نیواکګرو او د هغوی د لاس پوڅو شرموونکی ذلت ، په مینځنی ختیځ د ولکې لپاره د امریکا دټولو استکباري طرحو ماته او  ناکامي ، په صهیونیسټ رژیم کې دننه مصیبتونه او لاعلاجه ګډوډۍ ، د سیمې په  ټولو یا زیاترو هیوادونو په تیره بیا په ځوانانو او روڼ  اندو   کې د اسلام غوښتنې د څپې زیاتوالی ، له اقتصادی بایکاټونو سره سره په اسلامی ایران کې د  ساینس او ټیکنالوجۍ په برخه کې حېرانوونکي پرمختګونه  ، په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې د امريکائي جګړه مارو ماته ، په ډیرو لویدیځو  هیوادونو  کې په مسلمانو لږکیو کې د  ځان د پیژندلو  او تشخص احساس دا ټولې  په پینځلسمې هجري پیړۍ کې  له دښمنانو سره په ګډې مقابلې کې د اسلام د کامیابۍ او پرمختګ اوڅرګندې نښې دي .
ای زما ورڼو او خویندو! دا کامیابۍ  له یوې مخې د  جهاد ( کوشش) او اخلاص میوه ده . کله چې دخدای غږ د  هغه  د بندګانو له مرۍ غوږونو ته ورسیده ؛ هغه وخت چې د حق د لارې د مجاهدانو  همت او ځواک  میدان  ته راغی  او کله چې مسلمانانو  له خدای سره په کړې وعدې عمل وکړ علی قدیر خدای هم خپله  وعده پوره کړه  او د تاریخ لوری بدل شو ( اوفوا بعهدی  اوف بعهدکم) ( ان تنصر والله ینصرکم  و یثتب اقدامکم) (ولینصر الله من ینصره  ان الله لقوی عزیز ) ( انا لننصر رسلنا و الذین آمنوا فی الحیاة الدنیا  و یوم یقوم الاشهاد)
دا لا د لارې پیل دی .مسلمانو ولسونو ته لا په لارې کې سخت ګږلیچونه پراته دي . له دغو کږلیچونو تیریدل هم  بې له ایمان ، اخلاص  ، امید ، جهاد   او بې له بصیرت او صبره ممکن نه دي . په نهیلۍ او منفی سوچونو  په بې پروایۍ  او بې همتۍ او  په بې صبرۍ او وارخطایۍ یا  دخداي  د وعدې په پوره کیدو په بدګمانۍ سره دغه لاره نه شي وهل کیدی .
ژوبل شوي دښمن نن په ټول توان سره میدان ته  رادانګلي دي  راوبه دانګي   مونږ باید هوښیار ،عقلمند . میړني او فرصت شناسه ووسو؛ که داسې مو وکړل نو ددشمن ټول کوششونه به  ناکامه شي .په دغو دیرشو کلونو کې  دشمن په تیره بیا امریکا او صهیونزم  په  خپل ټول وس او زور سره په میدان کې وو خو  ماته یې وخوړله  په راتلونکي کې به هم داسې وي انشاء الله.
د دښمن لخوا ډیر زور وهل غالبا د کمزورۍ او بې تدبیرۍ نښه ده د فلسطین او عزې میدان ته وګورئ. په عزې کې د دښمن بیرحمانه  او وحشیانه کارونه چې ساری یې د انسانیت په تاریخ کې کم تر سترګو کیږي  دهغو میړنیو سړیو ښځو ځوانانو او کمکیانو په پیاوړې ارادې د بریالي کیدو لپاره د دښمن د کمزورۍ نښه ده . هغه ولس چې په خالي لاسونو سره د غاصب رژیم او دهغه د ملاتړې یعنې زبر ځواک امریکا   په وړاندې ولاړ دی او دهغوی غوښتنه یې چې  دحماس له دولته د مخ  اړول او ورسره مخالف دی  تر پښو لاندې کړې ده . د خدای سلام دې وي په هغه لوی او   ټنیګ ولس .دغزې خلکو او د حماس حکومت دقران دغه تل پاتې ایتونو ته معنا وروبخښله  چې فرمایی:
( ولنبلونکم بشئي من الخوف  والجوع  نقص من الاموال  والانفس والثمرات وبشر الصابرین » « الذین ا ذا اصابتهم مصیبة قالوا  انا لله و  انا الیه راجعون» « اولئک علیهم صلوات من ربهم  و رحمة و اولئک هم المهتدون» «ا و لتبلون فی اموالکم و انفسکم و لتسمعن من الذین اوتوا الکتاب من قبلکم و من الذین اشرکوا اذی کثیرا و ان تصبروا  و تتقوا فان  ذالک من عزم الامور»
د حق او باطل په دغه معرکه کې آخري بریالی بې له  حقه بل څوک نه دی .او دا د فلسطین مظلوم او صبور ولس دی چې اخر به په دښمن بریالی کیږي. «  وکان الله قویا عزیزا»
همدانن هم د فلسطین د ولس د مقاومت په ماتولو کې پر ناکامۍ سربیره په سیاسي ډګر کې هم د ازادۍ  ولسواکۍ او بشري حقوقو د پلوی توب د شعارونو  په  دورغ ثابتیدو  سره د امریکې رژيم او  د زياترو اروپایی رژیمونو  سخته بې حېثيتي او شرموونکې ماته ګاللې ده چې دومره زر  نه شي جبرانیدی .  بې شرمه صهیونیسټ رژیم   هم تر بل هر وخته زیات تور مخی  او ځینې عربي رژیمونه هم په دغه عجیبه ازمیښت کې د خپلې  له لاسه ورکړې آبرو د پاتې برخې بایلونکي دي .
وسیعلم الذین ظلموا  ای منقلب ینقلبون . والسلام علی عباده الله الصالحین.
سید علی حسینی  خامنه  اي
د ۱۴۲۹ کال د ذی الحجې څلورمه نیټه
د ۱۳۸۷ کال د لیندې دمیاشتې دیارلسمه نیټه .

Copyright Larawbar 2007-2024