ایا د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟ (۳)

د لراوبر اداره | دسمبر 8th, 2008



ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون  لري؟(۳)


اسلامي سیاست څه ته وایې؟


درېیمه برخه


د سیاسي رشوت په وركولوسره


د خلكو د ضمير اخيستل :

 

( فَلَمَّا جَاءَ السَّحَرَةُ قَالُوا لِفِرْعَوْنَ أَئِنَّ لَنَا لَأَجْرًا إِنْ كُنَّا نَحْنُ الْغَالِبِينَ)


[د الشعراء سورت 41 – 42 ایاتونه ]


[ اوكله چې جادوگران او ساحران فرعون ته راغلل  نو ورته یې و  ويلې: كه چيرې مونږ غالب شو نومونږ ته څه اجرهم شته؟ فرعون ځواب  ورکړ چې هو ! تاسو به زما د مقربانو[ درباریانو] څخه یاست ] .


په دې اّيت کې د پادشاهي پنځم اصل بیان شوې چې د ويرې تر څنګ یې په کې د طمعې اوغولونې وسله هم استعمال کړې . د هر وخت پادشاهانو د حق پالونكوپه مقابل کې د سوء علماو [ نفس پالونکو ملایانو پيرانو ، اديبانو او شاعرانو] ضمير د پيسو په مقابل کې اخيستې ، نو بیا د هغه ضمير پلورونكو درباریانوكار دا وې چې د پادشاه په تعريف او ستاينه کې نوې نوې قصيدې تصنيف کړي او د شاه پالنې په مخالفوخلكو پسې ناروا تبليغات او پروپاگند وکړي.


د پادشاه ددې دربارې غلامانو له پاره د شاهې خزانې دروازه د تل له پاره پرانستې وي په دربارې شاعرانو، فتوې خرڅوونكو عالمانو چپن پلورونکو پيرانو خو لكونو او مليونو نو روپۍ د ملت د خزانې څخه مصرفيږې خو د غريبو خلكو د بنسټیزو ستونزو د حل په خاطريوه پيسه هم څوك نه مصرفوي – فرعون هم د موسې  عليه السلام د مقابلې له پاره د رشوت په وركولو سره د جادوگرانو ضمير اخستې و خو د مقابلې په وخت کې الله جل جلاله هغوی ته د ايمان توفيق وركړ او د شاه پالنې څخه یې مخ واړاوه اوالله پالونکې و ګرځیدل .


په زور سره ددليل ځوابول:


كله چې فرعون د جادوگرانو په واسطه دسیدنا موسې علیه السلام مقابله   ونه شوه کړای او د موسې عليه السلام د رښتينوالي غوڅ دليل ئې ترمخ شو او جادوگران   هم د هغه  تر اغیز لاندې راغلل او د هغه په صداقت او رښتينوالي ئې ايمان راوړ . نو بیا ئې د دې دليل د ځواب له پاره د زورڅخه د كار اخستو پريكړه وكړه .


(قَالَ آمَنْتُمْ لَهُ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ إِنَّهُ لَكَبِيرُكُمْ الَّذِي عَلَّمَكُمْ السِّحْرَ فَلَسَوْفَ تَعْلَمُونَ لَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ مِنْ خِلَافٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ)


[د الشعراء سورت 49 اّيت]


[ فرعون وويلې: مخکې له دې چې ما تاسې ته اجازه دركړې واې تاسې د موسې [عليه السلام ] خبره ومنله ! هرومرو دا ستاسې مشر دې چې تاسې ته يې كوډې او سحر  درښودلې . هم دا اوس به وپوهيږئ ،زه به ستاسې لاسونه او پښې رد بدل غوڅې كړم او تاسې ټول به په داروځړوم ].


(وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَې وَلْيَدْعُ رَبَّهُ إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَنْ يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ )


[د الموْمن سورت 26 اّيت ]


[ يو ورځ فرعون خپلو درباریانو ته وويل ما پريږدئ چې موسې ووژنم  او دا دې خپل رب ته غږ کړي ، زه ويريږ م چې دې به ستاسې دين بدل کړي «فرعونې نظام یافرعونې اقتدار به بدل کړي » یا به په هيواد کې فساد را ولاړ كړي ] .


دا هغه شپږ غټ غټ اصول او بنسټونه دي چې له مخې یې د نړۍ  د هر ډول ملوكيت او پادشاهۍ سیاسي كړنلاره معلوميداې شي.


چنگيزيت:


اې  محمد !ګر قیامت  مې برآرې سر زخاك


سر بر آوروين قیامـت  در میان  خلـق بيـن


سعدې رحمة الله عليه


اّسمان با  ما سر پيكار داشت


در  بغل يك فتنهْ تاتار داشت


علامه اقبال رحمة الله عليه


چنگزيت د مُلوكيت او سردارۍ د سیاسي فكر يو شكل دې لكه څنګه چې يو ليوه د وينې د څكلو پرته ژوندې نه پاته کیږي نو په همدې توگه چنگيزخان هم د بشر د وينو له څكلو پرته ژوندې نه پاته كيده .


تاتاریان د منګولیا یا مغلستان د گوبې د دښتو يو قوم و چې د روحونواو توهماتو عبادت يې کاو ه . د همدې دښتې په شمالي برخه کې دچنگيزخان د پلرونواونيكونو د سرداری ځاې او ټاټوبې هم و. تر اوسه لا چنگيز د ځوانې شپې ورځې سبا كولې چې پلار يې مړ شو نو تاتارې قوم د دې نوې څوان سردارۍ ته غاړه كينښوده، خو چنگيزخان د سختو مشكلاتو اوستونځو د    گاللونه وروسته نور تاتارې سرداران وټكول اوخپله سردارې ئې ټينګه كړه او په څوكلونوکې يې د خپلې سردارۍ د ریاست لمنه د گوبي د دښتو څخه تر تركستان او چين پورې پراخه كړه .


حافظ ابن كثير رحمة الله عليه چې په( 774 هجري) كال کې مړ شوې لیکي:


[د تاتاریانو د ظلم او فساد لمن د چين څخه ترعراق پورې وغزيدله او تر(617 هجرې ) كال پورې چنگيزخان د عراق ، الجزائر، سوريې او مصر نه پرته په ټولو ملكونو برې او غلبه پيدا كړه، دې خلكو به چې كوم كلې او ښار فتحه کاو ه نو د هغه خلك به يې وژل او د هغوی كورونه ، جوماتونه او مدرسې به يې سيځلي1 .]


ابن الاثير رحمة الله عليه ،چې په(  630 هجرې) كال کې وفات شوې، د چنگيزې فتنې لومړني دولس کاله په خپلو سترگو ليدلي خو د بغداد د مغلوبيدو په وخت کې چې د چنگيزخان د لمسې هلاكو په لاسو وران او په كنډر بدل شو، نوموړې ژوندې نه و خو د چنگيزي بربريت او وحشت په هكله ابن الاثير رحمة الله عليه ليکلي چې: كه چيرې  څوک ووایي چې د اّدم عليه السلام څخه تر اوسه پورې دنیا په داسې مصيبت او غم نه وه ككړه شوې ، نو بالكل رښتیا ده ځكه تاتاریانو چې په كوموښارونو کې عامې وژنې کړي دي په هغه کې يوازې د يوه ښار د وژل شوو اوسيدونكو شميرد هغه بني اسرائيلو د شميرڅخه زیات دې چې د بخت نصر په واسطه وژل شوې وو ، دې څيرونكو وحشیانو، سړې ، ښځې او ماشومان  په ډیره بې رحمانه توگه ووژل ، د ښځوگيډې ئې څيرلې او شيدې خوړونکې كوچنیان يې د ميندو د غيږو څخه د اخستلو وروسته ټوټې   ټوټې كړل 2.


د617 هجري كال د ذې الحجې په څلورمه نيټه 1220عيسوې كال  کې چې كله  تاتاریانو بخارا فتحه كړه نو د هغوی ښځې ئې په خپلو منځو کې وویشلې او ښار ته يې اور ولگاوه .


(و ا صبحت البخارې كان لم تمس بالامس)


[ د بخارا د ښارچتونه راوغورځيدل او داسې تباه شول چې تا به ويل چې دلته پرون هیڅ شي نه و ]3 .


(617 هجرې) كال د محرم الحرام په میاشت کې يې همدغه ډول عمل د سمرقند د ښار سره هم وكړ. په خوارزم کې يې د لومړي يرغل  په وخت کې سل زره كسان ووژل او بیا يې د ښار بند ونړاوه او ټول ښار يې د اوبو لاندې كړ او د بلخ ، ترمذ او خراسان د ښارونو سره ئې هم همداشان عمل تر سره كړ.


(656 هجرې) كال د محرم الحرام په میاشت کې  چې د( 1258 عيسوې) كال د جنورې میاشتې سره سمون خوري د چنگيز لمسي هلاكوخان د مسلمانانو د خلافت مركز بغداد وران او ويجاړكړ، د خليفه مستعصم بالله په شمول ئې علماء ، فقهاء اونورحكومتې واكداران يو ځاې ووژل، د عباسې كتابخانې كتابونه ئې د دجلې په دریاب کې وغورځول او د مدرسو او جوماتونودا لوې ښار چې د عروس البلاد[ د ښارونو ناوې ] په نامه یاديده وران ویجاړ كړ. ابن خلدون رحمة الله عليه وایي  چې دلته د وژل شو وگړو شمير يومليون او شپا سوه زره یا شپاړ سوه زروكسانو ته رسیږي .


د چنگيز د جوړو شوو قوانينوټوله:


چنگيزخان په (599 هجرې) كال کې بادشاه اوپه (624 هجرې) كال کې مړ شوې ، ابن كثير رحمة الله عليه ليكلې دي   چې ما يو كتاب وکوت  چې د بغداد يو وزير علا ؤالدين جوينې ترتيب کړې و. ْ په دې كتاب کې د چنگيز خان د ترتيب كړاې شویو قوانينو څه اقتباسات هم رانقل کړي و چې د ” یاسا ” یا ” سیاسا ” په نوم یاد شوي.   دا د هغه د سلطنت اساسي قانون و او د هغه د اولاد دستور العمل هم و.   په دې قوانینو کې د زنا، لواطت، غلا، د رواغو او جادوكولو سزا مرگ ټاکل  شوې وه، او همدارنګه د دووکسانو اخوډب كونكو ترمينځ  مداخله كول ، په اوبو کې غوټه خوړل، په اوبوکې بولې كول، او د دښمن بندي ته ډوډۍ اویا اوبو وركولو سزا هم وژل ټاکل شوي وو .


تاتاریانو د خپل پادشاه اطاعت  بې له كوم شرطه کاو ه او خپلې پيغلې به ئې پادشاه ته د تحفې په ډول وړاندې كولې ترڅو هغه ئې د خپل ځان او خپلو درباریانو له پاره په خپله خوښه انتخاب کړي4 .


خلك د هيټلر او موسولينې د فاشيزم او اّمريت اصطلاحې تعريفونه کوي خو همدا چنگيزې قانون د فاشيزم او اّمريت له پاره بهترين اوغوره تعريف دې چې د فرعون ايزم نوې بڼه ده .


خو حقيقت دا دې چې د ملوكيت نه پورته بل ظالمانه او جابرانه نظام په تصور کې هم  نه راځي . په دې نظام  کې   د الله جل جلاله بندگان ديوه ځانگړي وګړي دغوښتنو غلامان گرځي. رسول اكرم صلې الله عليه وسلم فرمايلي دي چې ” د ټولو نه بد او كثيف نوم د هغه چا دې چې خپل ځان د شاهنشاه [ ملك الاملاك] په نوم یادوي» .


د دې په مقابل کې اسلام دخلکو  ترمنځ د شورا نظام فرض گرځولې چې د خلافت په فصل کې به يې په تفصيل سره یادونه وكړو [انشاء الله ].


پاپائيت [تیاكراسې ] :


(اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ )


[د التوبة سورت 31 اّيت]


[دوې د الله جل جلاله نه پرته خپل علماء اوپيران خدایان نيولې دې ] .


(وهل بدل الدين الا الملوك          واحبار سوْ  و رهبانها)


[ اونه ئې دې بدل کړي دين مگر پادشاهانو،سؤ علماوْ  او رهبانيونو]


خداوند ا يه  تيری ساده دل بندی  كدهرجائين


كه درويشي بهې عیارې هی سلطانې بهې عیارې


[ اې الله ! ستا دا ساده زړې بندگان چيرته ولاړ شي چې په درويشي کې هم عیارې او غولونه ده او په پادشاهي کې هم عیارې او مكر دې ] .


تیاكراسې یا پاپائيت هم د ملوكيت او اّمريت يو بل شكل او بڼه ده چې په کې پاپ يعنې مذهبې مشرته د مطلق العنان حاكميت واکمني وركړل شوې –  پادشاه د شاهي تاج د په سركولو وروسته ظلم پیلوي او پاپ خپله چپن او جيلك په اوږو اچوي او په خلكو خپله پادشاهي مسلطه وي .


بزير   دلق   مرصع   كمندها   دارند


دراز دستې اين كوتاه  اّستينان  بين


(دا تش په نوم مذهبې مشران غواړي په پاك لباس کې په خلكو خپله خداېي جوړه  کړي)


د حلالیدو«تحلیل» او حرامیدو«تحریم» ، امر او نهې په هكله پاپ او د هغه نمايندگانو ته پوره واك او اختیار وركړل شوې دې .


په جامع ترمذي کې د عدې ابن حاتم  رضې الله تعالی عنه څخه روايت دې چې رسول الله صلې   الله وسلم د” اتخذوا اخبارهم ورهبا نهم اربابا ” څخه دا مقصد اخيستې چې [هغوی خپلو علماوْ او پيرانو ته د «تحليل» او« تحريم»  پوره او بې د څه قيد او شرطه واک ورکړي و او د هغوی هره خبره به ئې لازماً واجب الاتباع قانون گڼله5.]


خلك به د تورات او انجيل د لوستلو څخه منع كيدل . د پاپ  او كليسا فتوې یا پریکړه به د خداې له طرفه وحې گڼل كيده او د هغې نه منل   اویا د هغی سره مخالفت كول د كفر او ارتداد په معنا و.  د حق او باطل گډول ، او حق د خلكوڅخه پټول او په خپل لاس ليكل شوې فتوې خداې ته منسوبول ، د دغه تش په نامه علماړ او پيرانو دنده گرځيدلې وه .  له همدې امله الله جل جلاله د هغوی سخته غندنه کړې ده .


(وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ وَتَكْتُمُوا الْحَقَّ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ)


[د البقرة سورت 42 اّيت]


[باطل ته د حق جامه مه وراغوندئ او له پوهې سره سره د حق پټولو هڅه مه كوئ ] .


(فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ يَكْتُبُونَ الْكِتَابَ بِأَيْدِيهِمْ ثُمَّ يَقُولُونَ هَذَا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ لِيَشْتَرُوا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا كَتَبَتْ أَيْدِيهِمْ وَوَيْلٌ لَهُمْ مِمَّا يَكْسِبُونَ)


[د البقرة سورت 79 اّيت]


[ تباهي ده هغو خلكو لره چې په خپلو لاسونو د كتاب ليكنه كوي او بیا خلكو ته وايي دا د الله څخه راغلې دې ترڅو د هغې په بدل کې  لږه شانته دنیاوې ګټه په لاس راوړي ، د هغو د لاسو دا ليكنه هم د هغو د تباهۍ وسيله ده او د هغو دا ګټه هم د هغو د هلاكت موجب ده ] . 


عيسې عليه السلام اّسمان ته له ختولو وروسته يو يهودې « پولس سينټ پال» د تثليث او كفارې د نه  درک  کونکې او ړندې فلسفې په  بنسټ د يوه نوي دين بنسټ كيښود ، كله چې قسطنطين پادشاه په( 305 عيسوې )كال کې   وا ک او منصب تر لاسه كړ او همدا مسيحيت يې چې په اصل کې « پولسيزم » وه د رسمې دين  په توګه اعلان ، او د هغه د خپرولو په خاطر يې كار پيل كړ خو لږه  موده وروسته يوناني او رومي ماده پالو تهذيبونو غلبه پيدا كړه او د پخوانيو ټولو ريكارډونه ئې ورمات كړل .


د دې ماده پالنې او نفس پالنې د ماتولو له پاره   د رهبانيت نسخه را وړاندې کړل شوه. رهبانيت [  پيري ] په اصل کې د «بُدْه» دين  د بهكشانو، د هندې دين د جوگیانو او سنیاسیانو د اصولو مطابق د دنیا پريښول او دخپل جسم د تعذيب يو نظام و . نكاح كول ، ښه او پاك كالي اغوستل ، غسل كول ، د خلكو سره اړيکې ټینگول په دې نظام کې حرام او منعه و.   دا د هغوی جوړکړي نظام  و چې د الله جل جلاله له لورې نه و راغلي ځكه  رب العزت  فرمايې :


(وَرَهْبَانِيَّةً ابْتَدَعُوهَامَا كَتَبْنَاهَا عَلَيْهِمْ إِلَّا ابْتِغَاءَ رِضْوَانِ اللَّهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَايَتِهَا)   [د الحديد سورت 134 اّيت]


[ او رهبانيت هغوی په خپله رامنځ ته كړ، مونږ هغه پر هغو باندې نه وْ  فرض کړي خو د الله جل جلاله د خوښي په لټه کې هغوی په خپله دغه بدعت [ د نوې شي منځ ته راوړل ] راوويست او بیا د هغه د رعايت چې كوم حق وْ هغه يې ادا نه كړ ] .


څه  موده ورورسته د ماده پالنې او شهوت پالنې دا ناروغي د دې پيرانو او راهبانو په كليساگانو کې ورننوته. د فقيرۍ او ملنګۍ ځايونو د شاهې در بارونو او د زهد او تقوې دا چله خانې د بد كاریو په ځايو بدلې شوې ، د كليسا د خاوندانو تر منځ به  د اّمرانو او د دولت د خاوندانو عيش او مستې هیڅ وه په پنځمه عيسوې پیړۍ کې د روم [بشپ ] د پادشاهانو په څير- خپلې ماڼۍ کې اوسيده.


د الوسنټ اتم پاپ د مستۍ او عيش په خاطر خپل مذهبې تاج گرو كړ او يو لسم پاپ د درې پاپانو ټول عوائد هم مصرف کړي وو. داسې ويل کیږي چې د فرانسې د دولت   ټول عوائد هم د دې پاپانو مصارف نه پوره كول. خانقاگانې [ چله خانې ] د بد اخلاقۍ هډې گرځيدلې وې، د هغه د څلورو ديوالو ترمنځ به د نوو زيږیدلو كوچنیانو بربنډه عامه وژنه كيدله . د چرچ كاركونكو او مسيحې ملایانو حتې د محرمو ښځو سره ناروا اړيکې درلودل . په دې ترتیب د فطرت په خلاف جرمونه ئې د پولو څخه اوښتي و.   په كليساگانو کې د    گناهونو اعتراف كول د بدوكړو ذريعه گرځيدلې وه، د مذهبې كتابونو ژباړه په نورو ژبو منعه شوې وه ترڅو خلك د ناپوهۍ په تیارو کې پاته وې او د پاپانو هره خبره واوري ا وويې مني .  خو د« لوتر» د اصلاحي خوځښت   نه وروسته بائيبل په نورو ژبو و ژباړل  شو .


د دې ډول خبرو تفصيل د «اروپا د اخلاقو تاريخ او د ساينس او دين  جگړه » په كتابونو کې موجود دې .


په يوه لسمه عيسوې پیړۍ کې د شاهنشاهيت او پاپائيت ترمنځ د ځواک د لاس ته راوړو جگړه پيل شوه ،چې په حقيقت کې د ملوكيت د دوو نظامونو ترمينځ جګړه وه او په دې وخت کې خلك ددې دواړو په غلامۍ کې تړلي وو .


ددې څخه وروسته د دين او ساينس ترمنځ جگړه ونښته ، پاپ   ساينس پوهان او علماء د ځان له پاره خطر وګڼل ، نو پدې خاطر د كليسا خاوندانو ساينس پوهان او طبعيت پوهان په بې دينۍ تورن كړل  ، په داسې حال کې چې د الله جل جلاله دين د ساينس مخالف نه دې.  د پاپائيت او ساينس ترمنځ د نښتې په دوران کې د طبيعې علومو مشهور عالم «برونو» ئې يوازې په دې جرم ژوندې وسوځول شو چې هغه د ځمکې له كرې پرته د نورو كائناتو یادونه هم کړې وه او«گليليو» ئې په دې خاطر په دار وځړاوه چې هغه د ځمکې په حركت عقيده درلوده. [ددې نظرئې ريښتينوالې اوغلطو الې دلته د بحث موضوع نه ده ] او د دې ډول جرمونو په تور ئې لږ تر لږه  32 زره كسان ژوندي   وسيځل.


“جان ډيون پورټ» په خپل كتاب« اپالوجي  اّف محمد صلې الله و سلم اينډ قراّن »کې لیکي چې :[ د ديني محكمو د پریکړو په اساس دولس مليونه خلك وژل شوي دي او دا وينه تويونه په عيسائې ټولنه کې خپله د عيسائیانوپه لاس شوې ده6 .]


  د ملایانو او راهبانو دنیا پالنې او نفس پالنې ته په اشارې كولو سره الله جل جلاله فرمايې :


(یاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ كَثِيرًا مِنْ الْأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَیاكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ


[د التوبة  سورت 34 اّيت ]


[ اې مومنانو ! ددې اهل كتابو د ګڼ   شمیر  علما وْ او روحانيونو حال دا دې چې د خلكو مالونه په ناروا  لارو خوري او خلک  د الله جل جلاله  د لارې څخه منعه كوي ] .


خلكو د پاپائيت دا احمقانه او ظالمانه نظام د دين په نامه قبول كړ چې د پاپ څخه د نفرت كولو ترڅنګ ئې د دين څخه هم كركه پيدا شوه چې همدا كركه بیا  وروسته د« ډاروين ، ماركس او فروئيډ» په څيرخلكو نوره هم زیاته كړه ، همدا علت  دې چې نن  اروپا د ماديت او بې دينۍ په سيلاب کې غرقه او تباه  پاته شوه.


پاپائيت او  تيوكراسۍ ته خلك  ديني حكومت  وایي- حال دا چې دا دیني حكومت نه و ، بلكه د پاپانو  حكومت و  او دا هم د ملوكيت او لا دين جمهوريت  په څير شِرکِېْ نظام دې [ اعاذنا الله منها ]7.


سيكولر [بې دينه ] جمهوريت یا ديموكراسې:


تو نی كیاديكهانهين مغرب كا جمهورې نظام


چهره  روشن ، اندرون   چنگيز  سی  تاريك  تر


جمهوريت  اك  طرز حكومت هی  كه جس مين


بندون  كو ګنا  كری هين  تولا نهين   كرتی


(علامه اقبال رحمة الله عليه)


[ ایا تاد غرب  جمهوري نظام نه دې کتلې، چې څهره ئې روښانه    خو د ننه د چنگيز د نظام نه هم تیاره دې . 


جمهوريت د حكومت هغه طرز دې چې انسانان په کې شميرل کیږي خو تول کیږي په کې نه .]


جمهوريت په خپله اصلي عربي معنا کې كوم خراب شي ته نه ويل کیږي لكه څنګه چې ابن منظور افريقې رحمة  الله عليه ليكلې دې چې :


( الجمهور هې الرمله المشرفه علې ما حولها المجتمعه الرمل الكثير المتراكم الواسع ، والجمهوره الارض المشرفه علې ما حولها ، و جمهوركل شئٍ معظمه و جمهورالناس جلهم)


[ جمهوريت د شګو هغه غونډۍ ته ويل کیږي چې د خپلې شاو خوا ځمکې څخه پورته او را ټوله وې، یا يو د بل د پاسه د شګو پراخ ډگر ته جمهور ويل کیږي  . جمهوره هغه ځمکې ته ويل کیږي چې د شا او خوا ځمکې څخه جگه او لوړه وي . همدا  راز په هر شي کې ډیر ته هم ويل کیږي او  جمهور الناس څخه مقصد د خلكو ډیرَکې « اكثريت» دې8].


د حديثو، فقهې او لغت په كتابونو کې د جمهور د كليمې لغوې معنا په همدې مفهوم په وار وار راغلې يعنې ډیر، ښكاره اویا لوړ رتبه وګړي .  د معنا په دغه  ډول استعمال کې ئې  كومه شرعي بدې نه شته، د اسلامي ریاست مشر «جمهورالناس»  یا د هغوی د استازو [ اهل الحل والعقد] لخوا ټاكل شوې او د هغوی د باور راې   یې  تر لاسه کړي وي، نو ددې امله د اسلامي حكومت نظام يو جمهوري او شورائي نظام دې. خو اوس زمونږ بحث او څیړنه  په جمهوريت یا جمهور نه ده بلكه زمونږ د څيړنې موضوع «ډيموكراسيDemocracy» ده.


غربې خلكو د جمهوريت فكر د عربي د لغاتو دکتاب یا( ډيكشنرۍ Dictionary )څخه نه دې اخيستې، بلكه د يونانې كليمې د ډيموكرا سېDemocracy څخه ئې اخيستې دې چې معنا ئې د( خلكو حكومت  – د خلكو په واسطه – د خلكو له پاره  .)


په دې نظام کې د حق معیار او د قانون مصدر د خلكوخوښي  او غوښتنې دې،  خلك د پوره واکو او قدرت  خاوندان دي . جمهوريت یو مطلق العنان نظام وې ، په دې نظام کې د خلكو نماينده گانوته د الله جل جلاله ، رسول او اّسمانې كتابونو یا اخلاقي معیارونو پيروي او تابعداري اړینه نه وي ، بلكه د خلكو د خوښۍ او غوښتنو پيروي او وفا داري  اړینه  وي لكه چې خلك خداې وي او د خلكو نمايندگان د هغوی رسولان وي  [ نعوذبالله ] .


د دې مشركانه نظام د سیاست د بنسټيزو اساساتو د څيړنې ترمخه د ډيموكراسۍ په هكله څه ويل اړین دي ترڅو د هغې د پوهيدو په اساس په راتلونكو بحثونوکې يوڅه اّسانې را پيدا شي .


د ډيموكراسۍ(Democracy )شاليد:


د پادشاهۍ  اوپاپائيت دكړنو پر خلاف ډ يموكراسي   منځ ته راغله. كله چې خلك دپادشاه د سیاسي بربريت او د پاپ د دیني ظلم  او تيري څخه په  تنگ شول نو هغوی بې واګواو بې پولو اّزادۍ ته لاس   واچاوه او د بې دينه سيكولر جمهوريت اّزادې يې غنيمت ګڼله ، د اّزادۍ په مينه کې دوې د پادشاه او پاپ په څنګ کې د الله جل جلاله ، رسول ، دين ، مذهب او اخلاقوڅخه  هم   اّزاد شول .


د تاريخي دورې ترمخه دانگلستان په جزائروکې د مختلفو نژادونوخلك اوسيدل چې د بيلو بيلوځايوڅخه راغلي و، په دې خلكوکې زیات شمير د «برټنون» وو او د همدې قوم د نوم په اساس د دې جزيرې نوم هم برتانيه كيښودل شو د دې ډلې ديني  او مذهبي مشرانوته به ئې« ډرونډ» وايه  چې د شخړو پریکړې به ئې  كولې.


د( 57 زیږدیز څخه وړاندې  تر450 زیږدیز كال )پورې انگلستان د رومي شاهنشاهې په واك کې و.  ( 507 کاله) برتانویانو د اّزادې هلې ځلي وکړې خو د ناكامۍ سره مخ شول.   همدا علت دې چې ملكه [بوډيشیا] تر اوسه د ملې قهرمانې په نوم یادیږي .  د رومیانود حكومت څخه د اّزادۍ د ترلاسه كولو وروسته د انگلستان خلك، د ( 1688   زیږدیز )كال د پرتمين انقلاب او د( 1689 زیږدیز ) كال د فرورې د بنسټیزو حقوقو د اعلان پورې (1235کاله)  د کورنیو یا بهرنیو واکمنانو د مطلق العنان ميراثې پادشاهيو او د هغوی مراعات اخيستونكو فيوډالانو په دوه گونې غلامۍ کې تړلي و، كه څه هم په( 1214 زیږدیز) كال کې په «ميگناكارټا» منشور كبير[ لوې مرام ] باندې چې د انگلستان  په تاريخ کې د جمهوريت د بنسټ     په نامه مشهور دې پادشاه لاسليك کړې و خو په حقيقت کې دا د لويو لويو فيوډالانو،او پادریانو له پاره د مراعات وركولو[ منشوركبير] و ځكه چې دهقانانو، مزدورانو او غريبو خلكو د دې منشورڅخه هیڅ      ګټه نه شوه اخيستې.  په همدې ترتيب سره ئې شاهي لوئې غونډې ته د[پارليمان ] نوم وركړ خو دا ټول هر څه  په نامه کې سره  را ټول  شوي و.   په حقيقت کې پادشاهي د فيوډالانو او امرا وْ د غوښتنو دپوره كولو  یوه  ذریعه  وه .


په( 1649 زیږدیز) كال کې كه څه هم جمهوريت غوښتونكو د وخت لومړې شاه چارلس په مړينه محكوم كړ او تر يوه حده پورې جمهوري حكومت هم جوړښت  و موند  ، خو يولس کاله وروسته په( 1960 زیږدیز) كال پارلمان يوځل بیا دویم چارلس د پادشاهۍ په گدۍ كيناوه .


د( 1689 زیږدیز )كال څخه تر اوسه پورې دې خلكو قانونې شاهې په خپلې سينې پورې كلكه نيولې او د خپل ملت خزانه د” برتانيي د تاج ” په نوم لگوي.9 [ فاعتبروا یا اولې الابصار ] . 


د غربې تمدن د نسب لړۍ په پخوانې يونانې تمدن پورې نښلي   اوهمدا د هغې اصلي  مركز دې.    د دې تمدن څخه دغرب خلكو يوازې د شاهنشاهېت سیاسي نظريه نه وه زده کړې بلكه ماده پالنه ئې هم هغوی ته په ميراث کې پرې ايښې وه . د يونانې تمدن امتیاز يواځې په ماديت کې دې او افلاطون په خپل كتاب [ ریاست ] کې د ځوانانوپه بې واګو او بې  قيده ژونداو د هغوی په نه خلاصيدونکې حرص باندې ډیرې دردونکې یادونې  کړي دي ،ځكه چې هغه په خپله په توحيد او اخلاقي بنديزونو باندې عقيده درلوده. 


د يونانیانو په ځاې رومیان منځ ته راغلل   خوپه ماديت او حيوانيت کې دوې د خپلو پلرونو او اسلافو څخه نور هم مخکې ولاړل.  هغوی د ماده پالنې د دغې سيلاب د مخنيوې په خاطر رهبانيت منځ ته راوړ. خو رهبانيت د پاپائيت څيره او بڼه  خپله  كړه ،او د دنیا پالنې ټول پخواني ريكارډ ونه يې ورمات كړل دوې د پوهانواو علماو په عامې وژنې پیل وكړ نو په دې اساس خلك د شاهې او پاپائيت په دوه   گونې غلامۍ  کې راښكيل شول او دوه ډوله د غلامې زنځيرونه ئې غاړوته ورولويدل .


عام خلك د اسلام د دين څخه خبرنه و خود شاهې او پاپائيت څخه په تنگ شوې وو او له همدې كبله و چې د ديني  كړنو په خلاف په هغوی  کې د دښمنۍ اوكينې ریښو ځاې ونیو. په او له  مرحله کې د غرب د فلسفې د« نيچرل   ايزم» [ د  شیانو مادې طبعيت] د فكر  په څنګ څنګ کې دوې په الله جل وعلې شانه هم عقيده درلوده . غربې «ډيكارټ» ،چې په( 1650 زیږدیز) كال کې مړ شوې، له يوه پلوه د الله جل جلاله د وجود قايل و او له بلې  خوا به ئې ويل چې دا نړۍ د طبعې قوانينو لاندې په خپله چلیږي نوكه چيرې الله جل جلاله موجود هم وي نو د هغه ددې نړۍ سره څه كار نشته .« لوتر»، چې په   (1866 زیږدیز )كال کې ئې اصلاحي تحريك پیل کړې و هغه هم د ماديت او تذبذب د مكروبونو مقابله ونشوه كړاې .


د دين او مذهب په خلاف د تشكيك د دوه گوني تعصب او كينې دا دوره روانه وه چې په( 1859 زیږدیز) كال کې «ډاروين»   يوكتاب د   “اصل الانواع ” په نوم خپوركړاو په( 1871 زیږدیز) كال کې يې د« نسب نامه اّدم » په نامه كتاب وليكه  چې په هغې کې داسې نظر وړاندې کړې و:


[ چې انسان د بيزوګانو د ارتقأ  یو پرمختللې   شكل دې ، چې اصل موخې ئې د خپلو نفسي غوښتنو پوره كول او د نړۍ د اّرامتیاو ، آسانتیاو  او سهولتونو څخه  مزه او  گټه اخستل دي.  د مخلوقاتو او كائناتو ټول نظام د طبعې قوانينو په بنسټ   پر مخ ځې ،  نه كوم خداې شته ، نه رسول ، نه اّخرت شته او نه د انسان  روح]  [نعوذباالله ].


«كارل ماركس» د انگليس په مرسته( 1847 زیږدیز) كال کې په پټه توگه يو « كمونسټ ليكCommunist league » د كمونستانوگوند جوړكړ او بیا هغوی دواړو “كمونسټ مانيفسټ ” جوړكړ – ماركس د داروين د فلسفې په اساس وويل چې انسان يواځې يو حيوان دې چې د ډوډۍ  د تر لاسه کولو په خاطر لاس پښې وهي .  طبقاتي   كشمكش  [ پوړيزې هلې  ځلي ] او د جدل فلسفه د ماركسيزم اصل بنسټ دې ، هغه وويل چې(دين تریاك دې اوكمونيزم د دين  او اخلاقو له منځه وړل غواړې . )


« سگمنډ فرائډ » په( 1900 زیږدیز) كال کې خپل كتاب د« خوبونو تعبير»  وليكه او په( 1904زیږدیز) كال کې ئې خپل بل كتاب  [ د ورځنې ژوند نفسیات ] خپوركړ.  نوموړې د نفسیاتو« ارواګانو» د نوې علم تهداب ايښودونکې  ګڼل کیږي.  هغه  د داروين فلسفه نوره هم پرمخ بوتله اووئې ويلې چې[ انسان د نفسي غوښتنو او شهوت نه پرته بل شي نه دې . جرم د انسان فطري غوښتنه ده نو دې ته بايد پوره  اّزادي  وركړل شي ، الله جل جلاله ، رسول ، دين او اخلاق دا ټول د ټولنيزو فشارونو پيدايښت دې   اوكه  نه  په حقيقت کې دا هسې وهم دې.]


د «جان لاك »او« روسو» نظریات


ډاروين ، ماركس ، فروئد او نورو غربې پوهانو د روحانيت په ځاې خلكوته د ماده پرستۍ اوحيوانيت زده كړه وروښوده  خو جان لاك ، روسو او ځینې نورو سیاسي پوهانو د بې دينه جمهوريت اویا د خلكو د حاكميت غږ  پورته كړ.


كله چې په ( 1688 زیږدیز )کال کې د سټوراټ د كورنۍ د شاهانو اوخلكو تر منځ د كورنيو نښتو په پایلو کې [ پرتمين انقلاب ] راغې نو «جان لاك» ،چې په  (1704  زیږدیز كال) کې مړشوې ، په (1690زیږدیز كال ) د انقلاب نه دوه کاله وروسته خپل كتاب  دخلكوحكومت (Civil government سول گورنمنټ) تر نامه  لاندې خپوركړ . د هغه د فكر لنډيز په دې ډول دې :


[د بشري ټولنې پيل د ښځې او نر ترمنځ د ازدواجې اړيكو په اساس پیل کیږي او دا اړيکې د دواړو د اّزادوغوښتنو ا واّزاد تړون په واسطه مينځ ته راځي كه څه هم سړي ته په ښځه باندې يو څه واک  او اختیار په لاس ورځي خو دا بايد مطلق العنانه نه وي . دواړو سره بايد د ازدواجي اړيكو د پاې ته د رسولوحق هم موجود وي. همدا ډول بايد يو كورنې نظام وې ، چې هلته د كورنۍ مشرته يو څه واک وركړل شوي وي اوكورنۍ  كولاې شي چې وغواړي دا واک بيرته ترې سلب کړي، په يوې سیاسي ټولنه کې هم د همدارنګه تړون د اصولو څخه كار اخيستل کیږي . خلك بايد د اعلې ځواك او ټولو واکونو څښتنان اوسي د هغوی د نفس غوښتنه اوخوښه بايد د قانون سرچينه او د طاقت مركز و اوسي او حاكم ته په كار دي چې د خلكو غوښتنې پوره کړي . ښه ټولنه هغه ده چې په هغې کې واک د يوه وګړي په لاس کې نه وې بلكه د خلكوله اړخه د ټاکل شوو نمايندگانو په لاسو کې وي. مګر نوموړي د قانوني  شاهې د ټینګولو تائيد هم کړې دې10 .]


«روسو» په اصل سوئيسې نژاده و خو په فرانسه کې اوسيده او په فرانسه کې هغه وخت یو ناوړه شاهې او فيوډالې نظام شتون درلود، چې په خلكو به ئې په زوركار کاو ه . په نوموړي د فرانسې کورنیو حالاتو او د انگلستان [ بهترين جمهورې انقلاب ] ډیر زیات  اغیز وكړ او د همدې اغیز په پایلو کې ئې په (1762زیږدیز كال) کې خپل يو مشهور كتاب د«عمرانې معاهدې» ټولنيزتړون  ترنامه لاندې خپوركړ. هغه د «هابس» مطلق العنان شاهي حكومت او د «جان لاك » قانوني شاهي حكومت دواړه لغوه   او په ځاې ئې  د خلكو د حكومت    نظريه رامنځته كړه او د خلكو اراده او د هغوی غوښتنې ئې د قانون سرچينې وگرځولې. د«روسو» د دې آند له مخې په فرانسه کې په ( 1789 زیږدیزكال) کې يو عمومې انقلاب منځ ته راغې.  همدا راز د امريكا د خپلواکۍ اعلان هم ، د


( 1776 زیږدیز كال) د جولايې په څلورمه نيټه  هم  د همدې آند [د خلكو مطلق واك] يوه برخه وه چې د (1783كال )  د ستمبر د میاشتې په درېیمه   نيټه انگلستان د پاريس د سولې په تړون لاس ليك وكړ او هغه ئې په رسميت وپيژاند چې په پایلو کې د امريكا متحده ایالاتو ترنامه لاندې يو خپلواك حكومت شتون  و موند .


د ديموكراسۍ بنسټونه :


د همدې څيړنې په رڼا کې اوس د غرب د جمهوريت اساسي اصول ترڅيړنې  لاندې نيسو.


ا }د خلكو حاكميت  :


ددې اصل څرګندونه ديموكراسې( Democracy )  ته   په  يوه كتنه کې شوې چې پایلې ئې دا دي:


[ چې د قانون سر چینه، د خلكو غوښتنې، اراده او خوښه ده.]


2 } د دين او سیاست ترمنځ پوره بيلتون یا


(سیکولریزم (Secularism :


ددې اصل ترمخه په جمهورې(Republic) یاد خلكوپه حكومت کې هیڅ رسمي دين وجود نه لري خو د هيواد اوسيدونكو ته په خپل ورځني ژوندکې ديني او مذهبي خپلواکي وركړل شوي وي خو په ټولنيز، تمدني اوسیاسي معاملوکې دين او مذهب یو د بل سره  ور ننويستل قانونې   جرم شميرل کیږي. كه چيرې څوك د خپلې خبرې د تائيد له پاره د دنیا ټول مذهبونه او ټول اّسماني كتابونه هم   را وړاندې کړ ي   نو بیا به هم د هغه خبره د اوريدو او پاملرنې وړنه وي ترهغه پورې چې د خلكو استازي د هغې تائيد او ملاتړ و نه کړي. ددې نه پرته كه چيرې يو شې  په ټولو دیني كتابونوکې ناروا او حرام ښوول شوې وي خو د خلكو وكيلان ئې  حلال وګڼي نوهغه حلال ګرځي. اوس د نړۍ ټولو جمهوريتونو سيكولرايزم په خپلو اساسي قانونوکې شامل کړې دې .


په( 1789 زیږدیز كال) امريكا د بشري حقوقو په اعلاميه کې سیاست او دين يو د بل څخه جلا كړل چې دا اعلاميه د جرمني د فرانكفورت او برلن د (1848زیږدیزكال) په اعلاميه کې ا وپه سويزرلنډ کې (د1866زیږدیز كال) په اعلاميه کې ومنل شوه.  دبله  اړخه كمونست روس خو د(1919 زیږدیزكال) را په دې خوا په دين او مذهب  پسې خپل لوراو څټك دواړه را خيستې و .


په پاكستان کې دزیاتو مشرانو سیاسي روزنه د انګلیسانو اویا د گاندهې دسیاست په رنګ  کې رنګ  شوې او زده کړی ئې هم  د انګلیس   په روزنیزو  ادارو او پوهنتونونو کې تر لاسه کړي .  نو له همدې امله د هغوی په فكرونوکې هم د [ سيكولرزم Secularism] نظري خپلې ریښې غځولې دي ، خو الحمدلله چې  د «سيد ابو الاعلې مودودي» ، «حسن البناء» او نورو پوهانو رحمة الله عليهم په كوښښونو دا خبره عامه شوې چې اسلام د ژوندانه يومكمل نظام دې او په حقيقت کې يواځې په عقيدې او عباداتو کې نه رانغاړي . په اسلام کې د ټولنيزتمدن اوسیاسي امورو په هكله هم پوره لارښوونې شتون لري .


علامه اقبال رحمة الله عليه په بې دينه سیاست باندې په ډیره ښه توګه  نیوکې کړي :


جلال   پادشاهي  هو كه  جمهورې  تماشاهو


جداهودين سیاست سی توره جاتې هی چنگيزې


ميرې   نگاه   مين   هی    يه   سیاست   لا دين


كنيز  اهرمن  و دون     نهاد و   مرده    ضمير


هوئې    هی   ترك   كليسا   سی  حاكمې  اّزاد


فرنگيو  کې   سیاست    هی   ديو  بی   زنجير


[ كه د پادشاهۍ د بدبه  وي او  یا د  جمهوريت   نخرې ، نو(هرڅه چې وي ) که دين د سیاست څخه جدا کړي نو چنگيزي به ترې جوړه شي، زما په آند دا بې  دينه  سیاست د «اهرمن» د وينځي او پست او مړ وجدان څخه عبارت دې، د كليسا په پريښولو خو حاكم اّزاد شو ، خو د فرنگیانوسیاست يو بې زنځيره «ديو» وګرځید ] .


3 } )لبراليزم Liberalism )یا بې قيده اوبې واگوخپلواکي :


ديو استبداد جمهورې قبا مين  پای كوب


تو سمجهتا هی  يه  اّزادې کې هی نيلم پرې


(علامه اقبال رحمة الله عليه)


[د جمهوريت په چپنه کې د ظلم او استبداد بلا داسې نڅيږي چې ته فكركوی چې دا د اّزادۍ خیالي ښاپيرۍ ده. ]


شوني ده چې د سيكولريزم او د خلكو د حاكميت زبيښه يواځې د موراو پلار بې قيده خپلواکې اوسې، چې دا د خلكو منل شوې جمهوري حق هم ګڼل کیږي . ددې خپلواکۍ په اساس د غرب وګړي الله جل جلاله اود هغه رسول ته هم كنځل كولاې شي.  مور، خور،او لور سره جنسې اړيکې ټینگولاې شي. لوڅ بربنډ گرځيدې شي او په كوڅوکې د خلكو ترمخ  هم جماع كولاې شي نوهرچيرته ئې چې خوښه وې مزې چړچې كولې شي .كه چيرې موراو پلار پرې نیوکه وکړي نو هغوی د امنیتي مسؤلینو له خوا نيول کیږي او بندې کیږي او جزا هم وركول کیږي. دا په دې خاطر چې د چا په  وګړېز ژوندکې  مداخله كول قانوني جرم او د جمهوري حقوقو خلاف كاردې . د مور،  پلار او لویانو احترام او عزت كول د«لبرليزم Liberalism » او«موډرنيزمModernism» په خلاف يو خیالي كار دې. د سیاسي خپلواکۍ په نوم د تحريك چليدل، مظاهره كول، احتجاج كول، اورلگول، تيږې ورول او هر ډول تخریبې عمل كول جمهورې  حق ګڼل کیږي . «لبرليزم Liberalism » يوازې د« شاه »یا« پاپ » د غلامۍ  څخه خپلواکي ترلاسه كولو ته نه ويل کیږي بلكه د هغې  په څنګ کې د الله جل جلاله او د هغه د رسول د هدایاتو او د اخلاقو څخه ازادې ته هم ويل کیږي. دا هغه خپلواکي او ازادي ده چې د جمهوريت بيرغچیان ئې د خپل ځان له پاره فخرګڼي  او نازپرې كوې خو په حقيقت کې دا ډول جمهوريت اوخپلواکي  د[حيوانيتAnimalism] دویم نوم دې او بس .


پاته په څلرمه برخه کې ولولئ….

Copyright Larawbar 2007-2024