هېر يې کړم!
خدايه خير کړې د پرې يارانو پرېښووم
د مجلس او د دېرې يارانو پرېښووم
چې خندل مې رانه ګرد چاپېره ناست وو
چې ژړل مې، سترګې سرې، يارانو پرېښووم
هلته چې به د ژوند له بڼ څخه د مينې شنې ونې له خړ دېواله خپلې سخي څانګې راغوړولې وې، له دغو سرو مڼو څخه به مو خرپ پورته کړ. د ويالې په رڼو اوبو کې به مو پښې غزولې وې او د سپينې سپوږمۍ ننداره به مو کوله.
خو اوس سپېڅلى هنر وروستۍ سلګۍ وهي، صميميت او دوستۍ خپل جوهر بايللى دى. هلته چې له سيوري او نسيم څخه کرکه کېږي، هر تن ځان د لمر په څېر ګڼي، دلته به د حقيقي لمرونو رڼا ته څوک د هرکلي څادر وغوړوي.
د ژوند پر ښار د ماديت تورې لوخړې منګولې ښخې کړي او دلته ژوندي انسانان يو څو خوځنده ژوندي ساري دي، په دوى کې د الفت کيسې د معصومو خاطرو په څېر د مرګ په حافظه کې بنديوانې دي.
د وخت له کاروان سره يوازې نېټې او ساعتونه نه بدلېږي، په انسانانو کې هم بدلون راځي.
ومې خندول او د هغوى د خوشحالۍ لپاره مې هم وخندل. د بل غم ته لکه سپېلني او خپل غم ته لکه سمندر داسې شوم. خپله لار راته کږه وږه ښکارېده د نورو پر لارو روان شوم، خو زما څخه خپله لار ورکه شوه او د نورو پر لار هم وربرابر نه شوم.
پر نورو مې دومره باور وکړ چې اخر مې پر ځان باور له لاسه ورکړ.
هلته چې پر راڼه اسمان يې ستوري شمارل کېداى شي، سړى فکر کوي زړونه به هم د هندارو په څېر وي، خو هلته هېڅوک د کومې سپېڅلې حادثې په تمه نه دي. دوى خپل ارزښتونه داسې ټاکي چې د يو بل بانکي حسابونو ته په کتو يو بل تلي. دوى ته هېرول ساده، ياد ساتل مشکل کار دى.
زه د وحشت په تل کې د يوازېتوب تيارې زغمم. لږ تر لږه له دروغجنې رڼا څخه به خو خوندي يم.