پكتيا: په ټرافيكي پېښه كې اتو تنو ته مرګ ژوبله واوښته
د پكتيا او لوګر ولايتونو ترمنځ د غځيدلې لويې لارې په اوږدو (تيرا) نومي سيمه كې د دوو موټرونو د ټكر له امله څلور تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د پكتيا ولايت امنيتي مسؤولين وايي، يو سراچه موټر چې اته تنه پكې سپاره وو، له ګردېزه كابل ته پر لار ؤ، او په ياده سيمه كې يې له يوه ټانكر موټر سره مخامخ ټكر وكړ.
دوى زياتوي، چې په دغه پېښه كې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د پكتيا په مركز ګردېز كې د ملكي روغتون ډاكټران وايي، چې دوى ته د دې پېښې درې مړه او پېنځه ټپيان ور وړل شوي وو، چې وروسته يوه ټپي هم ساه وركړه.
د ډاكټرانو په وينا ټپيان په نازك حالت كې د هېواد مركز كابل ته د درملنې له پاره لېږل شوي دي.
ځايي چارواكو د دې پېښې لامل د موټرچلوونكو ګړندى تګ بللى دى.
عکسونه : روح الله سمون