ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | دسمبر 14th, 2008


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې خبر ورکړې چې نن په پاریس کې د افغانستان په اړه غونډه پرانستل کیږي.

ورځپاڼې د افغانستان په شمال کې د یو ډله ایز قبر د کشفیدو په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې دې ډله ایز قبر ته له جنرال دوستم سره نسبت ورکولې کیږي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په پاکستان کې دننه د ناټو په اکمالاتي کاروانونو د حملو مسله راغستې خو پوښتنه يې کړې چې ایا یوازې د لارو په بدلولو سره ستونزې هواریدلې شي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ زیاته برخه د ولس مشر کرزي او د برطانیې د صدراعظم ترمنځ لیدنې ته ځانګړې او  د ښاغلي کرزي په حواله لیکلي دي چې د خبرو له لارې د امنیت د ټینګولو هڅو ته دوام ورکوي.

ورځپاڼې په عینې حال کې د برطانیې د صدراعظم دا وینا راغستې چې نه پریږدي چې ترهګر په افغانستان  کې د ولسواکۍ بهیر ګډوډ کړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کعبې شریفې د امام په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې ترهګري له اسلام سره هیڅ ډول اړخ نه لږوي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې د افغانستان لپاره د لودیځ په نوې ستراتیژۍ روانې خبرې څیړلي او لیکلي دي چې پدې ترڅ کې په ملي تفاهم هم خبرې کیږي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا هم د هند او پاکستان  ترمنځ ځیږیدلو ستونزو ته په اشارې لیکلي دي چې دا دواړه هیوادونه لا هم د یو بل په وړاندې ولاړ دي او دې مسلې د سیمې حالت اغیزمن کړې دې.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په نړیوالو رسنیو انتقاد کړې دې چې د افغانستان پیښې په سمه توګه نشي انځورولې.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا افغانستان د برطانیې د صدراعظم سفر ته په اشارې په هلمند کې د برطانوي ځواکونو ماموریت څیړلې دې.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې دا خبر ورکړې چې د سردار محمد داؤد خان د جنازې مراسم به ډیر ژر ترسره شي خو دا ندي ویل شوي چې نوموړې به په کوم ځاې کې خاورو ته وسپارلې شي.

ورځپاڼې د څرخي پله په زندان کې وروستیو پیښو ته هم اشاره کړې او هغه يې له حده زیات ظلم بللې دې.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس هم پخپله سرمقاله کې د کعبې شریفې د امام په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي چې د کعبې شریفې امام د نړۍ له ټولو مسلمانانو نه غوښتې چې د ترورزم په وړاندې مبارزه وکړي.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې د کعبې شریفې د امام په حواله دا لیکلي دي چې اسلام د سولې رحمت او عدالت دین دې.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې هم د پاریس د غونډې په اړه په یو مطلب کې لیکلي دي چې پدې غونډه کې چې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو په ګډون جوړیږي د افغانستان د شتو ستونزو لپاره به پکې د حل لارې چارې ولټولې شي.

ورخپاڼې افغانستان ته د برطانیې د صدراعظم سفر ته په اشارې د هغه په حواله لیکلي دي چې ټولې هڅې روانې دي څو افغان ولس په طالبانو برلاسې شي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په پاریس کې د افغانستان په اړه جوړیدونکې غونډې  ته په اشارې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو رول څیړلې .

دې ورخپاڼې هم افغانستان ته د برطانیې د صدراعظم د سفر په اړه یو مطلب خپور کړې او پدې ترڅ کې د هلمند روانې وضعې ته  کتنه کړې.

په ورځپاڼه کې د کندهار د والي  د ګوښه کولو عوامل او د کندهار روان حالت څیړل شويدي.

Copyright Larawbar 2007-2024