په كندهاركې يوپوليس په اعدام اوبل په بندمحكوم سو
په كندهاركې نظامي محكمې يوپوليس په اعدام اوبل په اوه كلن بندمحكوم كړ .
دغوكسانوته تيره ورځ په يوه كاري جلسه كې قضايې پلاوي ددوى دكړي جرم له امله سزاواورول .
پريادوسويوپوليسوباندي توردي چې په غيرقانوني ډول په ژړۍ والسوالۍ كې يوه كلي ته داخيل سوي اوله ځايې خلګوڅخه يې دترياكودكښت په بدل كې دپيسوغوښتنه كړې .
دكندهارنظامي څارنوال جنرال محمدصادق شينواري چې نن په يوه خبري ناسته كې خبري كولې وويل چې ((څلورمياشتي مخكې پنځه پوليس دخپل اړوندقومندان له اجازې پرته وسنګ ساركلي ته تللي اودكلي له خلګوڅخه يې غوښتنه كړې چې دخاش خاشودتخم دكرپه بدل كې دي دوى ته څلورلكه كلداري وركړي ))
دشينواري په ويناچې دكلي اوسيدونكوله دې كارڅخه انكاروكړاوترلفظي شخړې وروسته يوتن پوليس سرتيري ډزي كړي چې په پايله كې يې دسيمي دښونځى دوه تنه تنكي زده كونكې وژل سوي دي .
دكندهارنظامي څارونوال زياته كړل چې بريدكونكي پوليس( رحم خدا) دكندهارنظامي محكمې دقوس دنهمې نېټي په جلسه كې دجزادقانون د۳۹۶ مادې پربنسټ په اشدي مجازات اعدام اوله ده سره نيول سوي پوليس دوست محمديې په اوه كلن بندمحكوم كړ.
دنظامي څارنوال په ويناچې له پېښي څخه وروسته دپنځوتنوپوليسوله ډلي څخه دبريدكونكي پوليس په گډون دوه تنه نيول سوي اودرې تنه په تېښته بريالي سوي دي .
دشينواري خبره ده چې پاتي درې پوليس چې له نيول سويوپوليسوسره جرمي شريك ګڼل كيږي اوترعدلي تعقيب لاندي دي .
دكندهاردنظامي محكمې يوتن قاضي چې له نوم اخيستلوڅخه يې ډډه كول وويل چې دتورنوكسانودغه فيصله وروستى نده اوپه وړاندي يې دوې نوري محكمې هم سته .
دكندهارنظامي څاروال وايې چې تريوه كال په زياته موده كې يې دسويلي حوزې په كچه له دوه سوه څخه زياتي دوسيې څېړلي چې يوسلواويادوسيوته فيصله اوورته جزاټاكل سوې ده .
نوموړي ګواښنه وكړل چې دهرهغه نظامي افسراوسرتيري په وړاندي به له جديت څخه كارواخلي چې له خپلي دندي څخه ناوړه ګټه اخلي .