بوش: په قبايلي سيمو كي عمليات اجازه نه غواړي
د امريكا تلونكى جمهور رئيس ډبليو بوش وايي د ډيورنډ په ها (قبايلي سيمو) كي به د امريكايي الوتكو بمبارۍ رواني وي او په دې بريدونو كي د پاكستان سره مشورې ته اړتيا نسته.
جمهور رئيس بوش وويل دى باور لري چي پاكستانيان او په ځانګړي ډول جمهور رئيس زرداري د تروريزم خلاف جنګ كي پر خپل هوډ ټينګ ولاړ دئ.
بوش وويل ښاغلي زداري نه يوازي له خپل ولس سره د تروريزم خلاف د جګړې ژمنه كړې، بلكي له ده سره يې په مخامخ خبرو كي ورته ويلي چي امريكايي ځواكونو ته د دې اړتيا نسته چي په قبايلي سيمو كي د بهرنيو جنګياليو پر پټنځايونو د ترسره كېدونكو عملياتو په اړه له پاكستان سره سلا وكړي.