غزل
زمونږ کلی ته راشه ارمانونه په سلګو دی
د خټو خاوروډک مو دیوالونه په سلګو دي
ټکوربه ورته څه شی ای طبیبه لری کیږه
په وار،وار ناسور شوی پرهرونه په سلګو دي
له خولې نه مو سندرې د خوښیو هیری شوی
دزړو د پاسه ستړی فریادونه په سلګو دی
ژړا مو میلمه شوی ده خندا ده کډیدلې
شلیدلی تار په تار مو ګریوانونه په سلګو دی
په بڼ د پسرلیو مونن حکم دخزان دي
د کلي کورمو سوې چنارونه په سلګو دي
نه خوند د میکدو لرو یارانو دغه څه دي
خالې له محبته مو جامونه په سلګو دي
قاصده له جګړو سره د خولې خبری نه شی
کلام د شوڼډو هیر زمونږه زړونه په سلګو دي