ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | دسمبر 18th, 2008


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د یو پخواني قومندان په حواله لیکلي دي چې طالبانو ته د ملتې ورکولو لپاره له څلورو لکو نه زیاتو سرتیرو ته اړتیا ده.

ورځپاڼې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په وروستیو څرګندونو هم تبصره کړې چې ویلي دي د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ په شویو موافقو باید له سره نظر وشي.

ورځپاڼې په یو څیړنیز مطلب کې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو شتو ستونزو ته هم کتنه کړې ده.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې په دریځ او له دې  ټولنې نه د افغان ولس په غوښتنو تبصره کړې  ده.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د افغانستان په اړه د پاریس د وروستۍ غونډې اعلامیه هم خپره کړې او په پدې اړه يې په یو بل مطلب کې د ایران د نه ګډون مسله څیړلې ده.

ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې په پاکستان کې د ناټو په اکمالاتي کاروانونو د حملو مسله راغستې او پدې ترڅ کې د لارو د بدلون هڅې څیړلې دي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا پخپل لومړي مخ کې د جرمني د یو خبري اژانس د رپورټ په استناد لیکلي دي چې طالبانو ته ماتې ورکول نا ممکنه دي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې په افغانستان کې د امریکا لخوا د ستراتیژۍ د دلون لپاره اقدام ډیر وروسته شوې دې.

په ورځپاڼه کې د پوځي عملیاتو په مهال د عامه خلکو د مرګ ژوبلې په اړه هم یو مطلب خپور شوې او دا غوښتنه شوې چې دې کار ته باید د پاې ټکې کیښودلې شي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې  په ځان وژونکو حملو کې د ماشومانو د کارولو په اړه هم تبصره کړې او لیکلي دي چې دا د طالبانو تر ټولو ستر ضعف دې.

ورځپاڼې د ملي جبهې په حواله په یو مطلب کې لیکلي دي که چیرې ولس مشر کرزې په راتلونکو انتخاباتو کې له خپلې کاندیداتورۍ نه تیر شي نو په ملي جبهه کې به د  هغه غړیتوب ومني.

ورځپاڼې په عینې حال کې د هیواد د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د روانو تیاریو په اړه هم یو مطلب خپور کړې دې.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

اصلاح پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې نړیوالې ټولنې په افغانستان کې پخپلو تیروتنو اعتراف کړې دې.

خو انیس بیا د افغانانو هغو هیلو ته کتنه کړې چې په افغانستان کې يې د ملګرو ملتونو له استازو نه لري.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې د یو نړیوال څیړونکي په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې تر ناکامو هلو ځلو وروسته واشنګټن او لندن د یو بل پر ضد د انتقاد خله پرانستې ده.

ورځپاڼې په عینې حال کې په افغانستان کې د جنګ د بودیجې د میلیارډونو ډالرو د ورکیدو په اړه د هالنډ د پارلمان انتقاد هم راغستې دې.

په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د خوراکي موادو د کمښت ستونزه هم څیړل شوې او لیکل شویدي چې اوس مهال په افغانستان کې خوراکي موادو ته د اړو کسانو شمیر نهو میلیونو کسانو ته رسیدلې دې.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زیاتولو مسله راغستې او لیکلي دي چې په اوسنیو شرایطو کې دا یوه ناکامه طرحه ده.

ورځپاڼې د راتلونکو انتخاباتو په اړه په یو مطلب کې دا پوښتنه کړې چې دا انتخابات د چا لخوا کیږي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په هیواد کې په لوږې او د خلکو په ورځنۍ اړتیاو تبصره کړې او لیکلي دي چې دې ستونزو ته باید زیاته پاملرنه وشي. 

Copyright Larawbar 2007-2024