توريالی ويسا د کندهار والي په توګه دنده پيل کړه
لراوبر ډاټ کام – کندهار
دکندهارنوي والي نن ديوې غوندې په ترڅ کې دکندهار ولايت اداري کارکوونکيو ته ديوې غونډې په ترڅ کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواک کميسيون د مرستيال عبدالمالک صديقي له لورې دليندۍ په ٣٠مه ور وپيژندل شو اوپه کار يې پيل وکړ
افغاني الاصله کاناډايي توريالی ويسا چې وړاندې دکندهار په ولايت کې دولايتي بيارغونې دولايت ټيم روزونکی (PRT ترينر) وو اوس دکندهار دوالي په توګه مقرر شو
٥٨ کلن توريالى دکندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې زيږدلى دي اوپه ننۍ غونډه کې يې دکندهار ولايت د هېواد سياست، تاريخ، امنيت او نور ډېر څه دې ولايت وباله ، نوموړي زياته کړه چي افغانستان يې لومړی او کاناډا يې دوهم کور دی .
ډيرئ کارپوهان نيوکه کوي چي په مهيمو دولتي پوستونو کي د بهرميشتو افغانانو ټاکنه د روانو چارو سره د هغوی د نا اشنايۍ له امله د ستونزو د له منځه وړلو پر ځای لا زياتي ستونزي زېږولای سي . د کارپوهانو په اند هغه لوړ رتبه چارواکي چي دوه ګوني تابعيت لري د فساد پر مهال په اساني سره خپل بهرني هيواد ته تښتېدلای سي چي بيا د افغانستان ددولت لاس نه ور رسيږي ، داپه داسې حال کې ده چې څوکاله وړاندې دحامدکرزي په حکومت کې محمد نادر اتش چې دآريانا افغان هوايې شرکت ريس ووددرغليو وروسته امريکاته وتښتيد اودهغه خيانت په اړه چې په دې اداره کې يې ترسه کړي وو چاترې پوښتنه ونه شواي کړای .