لارجانی : د افغانستان د ناامني عامل سوله سات ځواکونه دي

د لراوبر اداره | دسمبر 22nd, 2008


د افغانستان د جمهور رئيس د دوهم مرستيال محمد کریم خلیلی يکشنبه ماپښين د اېران څخه د ليدني په ترڅ کښي د اېرانيانو څخه په افغانستان کښي په خصوصي او دولتي توګه د پانګي اچوني هيله وکړنه اواېران يې د افغانستان د بدي ورځي د دوست په نامه ياد کړ او ويې ويل چي اېران د افغانستان هغه نژدې ترين ملګری دئ چي په ټولو سختو شرايطو کښي د افغانستان تر څنګ پاته سوئ دئ .

همدا ډول د اېران د اسلامي شورا رئيس لارجاني هم پخپل وار سره د اېران له فرهنګي او اقتصادي همکارۍ کولوڅخه يادونه وکړه چي د افغانستان سره به يې تر سره کوي،لارجاني د دواړو هيوادو دوستانه اړيکي وستايلې او ويې ويل چي دا دوستانه اړيکي ديوګډ تاريخ، مذهب، ژبي او ګډجغرافيايي موقيعت پر اساس صورت موندلئ دئ .

لارجاني د افغانستان د ناامني لوی عامل د سوله ساتوځواکونو موجوديت وښوداو ويې ويل چي دوی د  افغانستان په ناامني او زورزياتوب کښي مستقيم لاس لري، نوموړي د مخدره توکو د قاچاق د زياتېدو يادونه هم وکړل .

پر مهاجرو افغانانو باندي داېرانېانو د تېري او تجاوز ډېر زېات رپوټونه خپاره سويدي. په نېوېارک کښي د بشرى حقوقو دڅارني اداره وايي چي په زور را شړل شوو کسانو کښي ډېرو ويل چي افغانستان ته په سخت حالت کښي له را شړلو نه مخکي دوى په اېران کښي ښه کلک ډبول شوې هم وو .

Copyright Larawbar 2007-2024