په افغانستان کښي دقومونو دویش لنډه احصائیه
دقومونوپیژندنه چي په علمي اصطلاح(اتنوګرافي)(که څه هم اتنوګرافي ترجمه په مردم شناسي (خلکوپیژندنه)ښه افاده کیدای شي خودقومونوپیژندنه هم په دغه کي شامل ده) هم ورته ویل کیږي . دهغوټولنودتاریخي پیښودپیژندني لپاره ډیره ضروري ده چي سیاسي اوکلتوري یافت یې دقبیلوي مناسباتوسره په پیوند کي واقع وي .
دافغانستان دټولني په خصوصیت کي قومونه هروخت اغیزمن وواوپه معاصرتاریخ کي هم دغه قومونه دي چي په اتحادکي یې وطن ته نیکمرغۍ راوړي دي اوپه اختلاف کي یې پرټولنه ستونزي تحمیل کړي دي .
ددغوقومونونقش په معاصرتاریخ کي حتی تردانن پوري پوره څرګنددی اوهلته چي داپیژندنه کمزوره وي نوددغي ټاکلي دورې دتاریخ دپیښوفهم هم مشکل کیژي .
زموږدقومونودویش اواحصائیې په باب ځینوبین المللي موسسواوعالمي ټولنوکارکړی دی اوځینومعتبرواشخاصوهم زحمت ايستلی دی اواحصائیې یې راټولي کړي دي چي زه به یې دلته په اختصارراوړم خوبیاهم بایدووایم چي داتخمیني کاردی اوپوره دقیق یې نشوبللای ،ځکه زموږدنفوس منظمه احصائیه تراوسه نه ده اخیستل شوې اودغه کاربه هم دنورومهموکارونوپه جمله کي داینده منتظروي .که څه هم دایوناندریزه موضوع ده اوشدیداختلافات یې رافاڅولي دي چي موصلحاتاً بایدډیره ونه ښورول شي ،ځکه دامسله که څه هم یوه ساده اوعالمي موضوع ده ولي دهیواددښمنانومخصوصاْ شورویانود((حل مسله ،ملي))ترعنوان لاندي داقومونه یوپربل راتحریکول اوسختودښمنیوته یې ورټیل وهل .
لنډي احصائی داسي دي :
امریکایی څیړندویه څیړاندلوي دوپري احصائیه کي چي دافغانستان نفوس (څورلس میلونه )ټاکل شوي ،نودهغه څخه واک فوندیشن داسي احصائیه رایستلې ده
پښتانه په سلوکي 46
تاجک په سلوکي 25
ازبک په سلوکي ,7
هزاره په سلوکي ,6
ایماق په سلوکي ,6
تورکمن په سلوکي ,1
فارسي وان په سلوکي ,4
ورلډالانکwald almanak په افغانستان کي دلوي قومونوفیصدي داسي راوړې ده
پښتانه په سلوکي 38
تاجک په سلوکي 25
هزاره په سلوکي 19
ازبک په سلوکي ,6
معروف محقیق انتوني هایمن په افغانستان کي دقومونوفیصدي داسي ښولې ده
پښتون په سلوکي 45
تاجک په سلوکي 23
هزاره په سلوکي ,10
ازبک په سلوکي ,8
ایاق په سلوکي ,5
فارسي وان په سلوکي ,4
تورکمن په سلوکی ,2
براهوي په سلوکی ,3
بلوڅ په سلوکی ,6
نورستاني په سلوک ,6((واک فونډیشن دافغانستان لپاره :دافغانستان قومي جوړښت دپیښورچاپ ۱۹۹۸-۹مخ))
ماکس کلمبورک په ۱۹۶۰په خپل اثر(افغانستان)کي دافغانستان دقومونواحصائیې چي ملګروملتونوهم هغه تائیدکړي دي داسي ښولي دي : عمومي نفوس ۱۴-۱۳ میلونه
پښتانه 60 فیصده
تاجک 30 فیصده
ازبک اوتورکمن 5 فیصده
هزاره 3 فیصده
سایرقومونه 2 فیصده
ډیره مفصله احصائیه چي دافغانستان دنژادوپه اعتبارخپره شوې ده هغه دپخواني شوروي دعلومواکاډمی داتنوګرافي دانستیتوت له خواڅخه ده چي دنړۍ نفوس (اتنوګرافي لارښود)په نامه په ۱۹۸۱کي خپره شوې اولیکوال یې ((سی ،آی ،بروک ))وو. احصائیه داده :
آریایی ګروف :
پښتانه 52,8فیصده
تاجک 8,6 فیصده
چارایماق 3 فیصده
فیروزکوهي .,7 فیصده
جمشیدي .,7 فیصده
تایمني .,8 فیصده
تیموري .,6 فیصده
بلوڅ .,9 فیصده
نورستاني .,8 فیصده
پامیري .,7 فیصده
پارسي .,3 فیصده
کر د .,1فیصده
اورمړ .
پراچي .
ترکي ګروف :
ازبک 8,6 فیصده
ترکمن 2 فیصده
افشارقزلباش .,2 فیصده
قرغز .,1 فیصده
قازاق .
هندواروپایې ګروف :
پشه ای .,7 فیصده
پنجابي اونور .,2 فیصده
هندوان .,1فیصده
تیرایی .,1 فیصده
فګان(توریان) .,1فیصده
جتان .,1 فیصده
کوهستاني .
براهوي .,3 فیصده
عرب .,2 فیصده
مغل .,1 فیصده
ققره کلپاک اویګوراوکوج هریو (۲۰زره)
یهود (۱۰زره ) (اوس دافغانستان څخه وتلي دي )
نورناڅرګند ه .,2 فیصده
په عمومي توګه نن څلورقومونه په لاندي ترتیب په افغانستان کي څرګندمقام لري
پښتانه ،تاجک،هزاره،ازبک،
ماخذ: دافغانستان پرمعاصرتاریخ یوه لنډه کتنه( لیکوال اکاډیمیسن کاندیدمحمدابراهیم عطایی)