دنړۍ تر ټولو چاغ سړي واده سره وکړ
د اينډيپنډنټ د خبر له مخې د نړۍ تر ټولو چاغ سړي واده وکړ (مانويل اوريب) Manuel Uribe چې د ډېر مزي توب له امله ٦ کاله له ځايه هم نه دى جګ شوى د مکسيکو په شمال کې له (کلوديا سوليس) Claudia Solis سره واده وکړ .
د ٤٣ کلن اوريب او٣٨ کلنې سوليس د واده په مراسمو کې ٤٠٠ مېلمنو ګډون کړى وو.
ډاکټرانو چې د اوريب په روغتيايي حالت يې نظارت کاوه هم ددې لپاره په واده کې گډون کړى وو چې اوريب له غذايي رژيم څخه سرغړونه ونه کړي او ډېر خوراک ونه کړي.
دې خبر د ډېرو رسنيو پام ځان ته اړولى دى چې حتى ډيسکاوري خبري چېنل په پام کې لري چې په ده يو مستند فلم جوړ کړي.
په ٢٠٠٦ کال کې هم د اوريب نوم د ګينس د ريکارډونو په کتاب کې د نړۍ تر ټولو دروند وزنه سړي تر سرليک لاندې ثبت شوى،نوموړي په هغه وخت کې ٥٦٠ کيلوګرامه وزن درلود خو په هغه وخت کې يې دې اوسنۍ مېرمنې په مرسته خپل ٢٥٠ کيلو وزن کم کړ ،خو اوس يې بيا خپل نوم د بل سرليک لاندې ( په تاريخ کې لومړنى سړى چې ډېر وزن يې په کم وخت کې کم کړى) د ګينس د ريکارډونو په کتاب کې ثبت کړ.