غزل
ر اغلې ستا په سترګو د دنیا د حر ص لړ ې
نه وینې چې درومې دعقبا په لوري شخړې
مینې ددنیا قارون ژوندی په ځمکه ډوب کړ
د ه ته په ډیر پند د کليم پا که ژبه ستړ ې
شپږ لکه کلونه عزازیل په طاعت تیر کړه
بو خت شو لکه خرآخر د کفر په چقړ ې
خوی د چارپایانو کړې جوسه دې دسړي ده
شين ډکی چې وینې له ګړنګه پسې رغړې
تن چې د مشغول د باري خدای په طاعت نشي
څه شو که ژوندی یې په صورت په معنی مړ یې
وایه دا ګفتار و دانایانو ته (حافظه)
څه لره پڅخه د زړه په عام مجلس کې سپړې