شعر
پسرلي ولاړل له وطنه
هره خوا سپېره بادونه
مړاوي مړاوي تږي تږي
وچې شونډې دي ګلونه
ګلستان له اغزو ډک دی
رژېدلي ارمانونه
نه په لاس کې بنګړي ګورم
نه پر زنه شنه خالونه
د شپېلۍ غږونه ورک شول
نه شرنګار نه پايزېبونه
نه په پوزه کې چارګل شته
نه تر غاړې امېلونه
نه رانجه لري په سترګو
نه يې سره سره دې لاسونه
نه کاکول وينم د ځوانو
نه چپه چپه برېتونه
په ګودر نن د ځوانانو
دي جوړ شوي لوی قبرونه
وږمې دا لا څه ژوندون دی
شول مو خاورې ارمانونه