طالبانو د موسی کلا د ولسوال ساتونکي وژلي.
وسلوالو طالبانو نن د هلمند د موسی کلا د ولسوال عبدالسلام شل ساتونکي دیوه کمین په ترڅ کې وژلي، خو په خپله عبدالسلام ته کوم زیان ندی رسېدلی.
د هلمند د والي ویاند داود احمدي رسنیو ته د دی خبر پخلی کړې هغه ویلي کېدای شي د ټپیان له منځه د وژل شویو ساتوتکو شمېر لوړ شي.
وسلوالو طالبانو دا برید د موسی کلا د ولسوال په ساتونکو د کجکي په ولسوالۍ کې کړی.
بل لورته د وسلوالو طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د پېښې مسولیت په غاړه اخیستی ویلي یې دي چې پدی پېښه کې د ولسوال له پنځه ویشتو نه تر دیرشو پوری ساتونکي وژل شوي دي.
قاري یوسف احمدي زیاته کړې، چې ددغه کمین په ترڅ کې ۲ وسلوال طالبان هم وژل شوي او دری نور بیا ټپیان دي.
ملا عبدالسلام د موسی کلا ولسوال په تېر کال کې له هغه وروسته د موسی کلا ولسوال وټاکل شوو چې د طالبانو لرې کولو کې یې د دولت ملاتړ وکړ، هغه پخوا د طالبانو د جګړې د ډګر قومندان وو.