په كراچۍ كي د پښتنوتاجرانو وژل د ترهګرۍ يوه ستره بېلګه ده

خان زمان کاکړ | جنوري 3rd, 2009


د امنيت ساتونكوله اړخه په كراچۍ كي پر پښتنو تاجرانو ډزي كېدل او هغه وژل د ترهګرۍ يوه ستره بېلګه ده


 


دمحكوموقامونو تحريك  ( پونم )  له اړخه په يوه خپره سوې خبرپاڼه كي د هغې پېښي چي په كي دكراچۍ د امنيت ساتونكو له خوا د سهيلي پښتونخوا د چمن څلور تنه تاجران وژل سوي و په كلكه غنده سوې  او غوښتنه سوې چي د چمن والو تاجرانو په وژلو كي ښكېل د امنيت ساتونكي ځواك غړي دي زر تر زره ونيول سي او و هغوي ته دي  عبرتناكه سزا وركړل سي تر څو بله داسي پېښه رامنځ ته نه سي  .


 


په خبره پاڼه كي دا هم ويل سوي دي چي د  دولت له خوا د دولسمي مئ د پېښي پلټنه نه كول او په پېښه كي لاس لرونكي محكمې ته نه راكشول د دې سبب سو چې په كراچۍ كي ناپاك عزائم لرونكې ډلي نوري هم منظمي اوقوي سوې


 


 په خبرپاڼه كي دمتحده قومي مومنټ نوم په يوه ترهګره ډله ياد سوى او ويل سوي دي چې د كراچۍ د حالاتو د خرابولو او په خاصه توګه د پښتون وژني په دسيسو كې دولت د دغې ډلي پوره پوره ملاتړ كوي .


 


خبرپاڼه زياته وي چي كه په كراچۍ كي له دې ډول پېښو لاس وانه خيستل سو نو  پايلي به يې هري ښكېلي ډلي ته بېخي ګراني او درنې پرېوزي .                              

«

Copyright Larawbar 2007-2024