د محمود دروېش وطن مه ورانوﺉ

34 | جنوري 5th, 2009


مذهبي اخلاقیات یې په اور پسې اسراییلي وحشتونو انسانیت له شرمه اوبه اوبه کړ. د نړیوال امن علمبرداران به څوک اوپوښتي چي فلسطینیانو ته د بارودو انډوخور غوړول د کوم جهان امن پسندي ده؟ د مذهبي او مهذبي نړۍ د ښاغلو نه به څوک د یو یو شهید فلسطیني، د یو یو یتیم د جنګ خوړلي سوال جواب غواړي او هغه د جهاد في سبیلِ الله فرشتې چرته دي چي جهاد به یې تر قیامته پوري جاري ګڼلو، خو تر قیامت نه ډېر وړاندي یې دا پالیسي یوازي تر افغانستان پوري محدوده شوه. نوره دنیا دي په وحشت او حیوانیت کي غرقه وي خو دوی به صرف افغانستان فتح کوي او شرعي نظام به پکي لاګو کوي! د ولي خان یوه خبره ډېره رایادېږي چي” اسامه به ما هلته یو لوی مجاهد منلی وو چي د اول فلسطین ګټلی وای او بیا افغانستان ته راغلی وای”. فلسطین خو فلسطین د سعودي عرب مهار یې هم کله د امریکې له لاسه ونه یستو، خو په لر او بر افغانستان کي معتبر او مقدس نظام، ژوند مفلوج او انسانیت ذرې ذرې!!!
څوک به وي چي د فلسطین د دردونو ادراک وکړي، دا درد سانده کړي، سندره یې کړي، مزاحمت یې کړي او د ټولي نړۍ د محکومو، مظلومو او محنت کشو قامونو مزاحمتي تحریک یې کړي. دې خاوري یو وخت محمود دروېش درلود، د فلسطین قامي شاعر، د مزاحمتي او مقاومتي ادب سرلاری شاعر!
دفلسطین خاوره په داسي وخت کي د یو شدید درد نه تېرېږي چي درد پېژندونکی، درد وېشونکی او درد سندره کوونکی شاعر محمود دروېش ترې مرګي خوړلی دی. محمود دروېش لا ماشوم وو، چي په ۱۹۴۸ء کي اسراییلي وحشتونو څلورسوه فلسطیني کلي وران کړل، په دې کي د دروېش کلی (الجلیل) هم شامل وو. اسراییلي حیوانیتونه اوږدېدل، د دروېش غوندي خلکو ترخې جلاوطنۍ تېرولې، په خپل وطن کي هم اجنبي تصور کېدل، بې شناخته وو، په اسراییلي سترګو کي پردي وو او د “شناختي کارډ” مستحق نه وو. دروېش دا “نااشنایت” ټولي دنیا ته ور اشنا کړ او د فلسطین تر سرلیک لاندي یې د ټولي نړۍ د محکومو قامونو د محکومیت مقدمه وړاندي کړه.
محمود دروېش هر وخت له لوېدیځي څنډي او غزې نه د يهودیانو دایستلو لپاره مبارزه کوله.
“زموږ له خاوري ووځی،زموږ ساحل، زموږ سمندر، زموږ غنم، زموږ مالګه او زموږ زخمونه پرېږدﺉ”
خو لا دا ارمان په ارمان پاتي دی، پر غزه په ټنونو بارود اوري، هلته کي انسانیت د یوې المیې سره مخامخ دی. تش په نوم نړیواله ورورولي خاموشه ده، د ټولي نړۍ د محکومو انسانانو په ضد نړیواله دُښمني پېاوړې ده، د یرغلګرو وحشتګرو نړیوال تحریک شته دی خو د محکومو مظلومو نړیوال تحریک نشته. د محکومو او مظلومو قامونو هر هر تحریک په مذهبي قوسینو کي بندیوان دی ځکه نو بې نتیجې دی. المیه دا ده چي اکثر مذهبي نهضتونه د سامراج له خېټي راوتلي دي. نن چي فلسطین په وینو کي لامبي ولي د مذهبي نړۍ د ښاغلو د غبرګون ژبه ګونګه ده؟ د ملل متحد ناتواني څه مانا لري؟ او د نړیوال عدالت محتسب د یو اسراییلي په مقابل کي د سلګونو فلسطینیانو قتل د کوم ځای انصاف ګڼي؟ د ټولو مارغانو، ځناورو او انواعو مرګ په شمار خود فلسطینیانو مرګ بې شماره! د بایولوجیکل ساینس ادارې د ورکېدونکو انواعو یا اینډنجرډ سپیشیز د بچاؤ لپاره سرماتونکي کوششونه کوي خو د فلسطیني قام د بچاؤ څوک ولي په نظر نه راځي؟ سترګي به مو یواځي حماس ته اوړي، حماس به د فلسطین خاوره له وحشتونو ژغوري. خپل ناسم هیڅکله په پردو نه سمېږي. نه به یې مجاهد اسامه مرستې ته ورشي او نه به یې امن پسند مللِ متحد!!
تاریخ شاهدي ورکوي چي درست قامونه چا تر اوسه په وحشت او حیوانیت نه دي ختم کړي که داسې وای نن به پر مځکه ټولي درندې ګرځېدې. د محکومو قامونو مزاحمتي مبارزه پای خپلواکي او ازادي ده. نه چا د امریکا او افریقا تور پوستي تر قیامته غلام وساتلې شول، نه چا د هند اچهوت (دلت) په نسلي جبر او برترۍ تر ولقې لاندي وساتل، نه چا افغانان د استعمار د نسل کشۍ په پالیسي ختم کړل او نه چا بلوڅان په ریاستي ترهګرۍ ارام کړل. په هم دې تناظر کي په ډېر یقین سره ویلی شو چي د ددنیا په هیڅ ډول هتیارو او وسایلو به څوک فلسطینی قام ختم نه کړي. د خیر او شر جنګ به روان وي. که چرته به د سکندر، چنګېز او هټلر قبیله د سرونو منارونه ودروي او په ککریو کي به ویني څښي هم هلته کي به ضرور د مظلوم انسانیت د بچاؤ او حق لپاره کوم مارکس، نېلسن منډیلا، ډاکټر رامبېد کر،مارټن لوتهرکنګ او باچاخان راپاڅي او د جبر، جنګ، جنون، جمود او جارحیت خلاف به مبارزه کوي. ضرور به کوم ایډورډ سعید، پابلو نرودا، محمود دروېش، فیض احمد فیض او اجمل خټک پېدا کېږي او د مظلوم، محکوم او محنت کش انسان هیلي، ارمانونه، ناخوالي، نادودي، دردونه او تکلیفونه به د فن په جامه کي په تېره او تېزه ژبه خلکو ته منعکسوي. همدا د انسان د بقاء او ارتقاء تاریخ دی او هم داددې تاریخ سبق دی.
د اسلامي نړۍ اوسنۍ منظرنامه ښيي چي نیژدې د ټولو اسلامي ملکونو واکمنان د یرغلګرو ملاتړي دي عجیبه خبره ده چي د یهوداولمرټ او بشارالاسد تر منځ د رابطې خبرونه خو پر مېډیا راځي خو له فلسطیني عوام سره د چا د رابطې خبر نشته. بس څه ووایو خو صرف دومره باور لرو چي د فلسطین خاوره به دا ټول یرغلګر او وحشتګر نه وخوري او نه به یې هضم کړي البته دا یرغلګر او وحشتګر به پکي ضرور سر وخوري. محمود دروېش وایي
د لومړۍ پاڼي پر لومړۍ کرښه ولیکه
زه له خلکو کرکه نه کوم
زه قبضه ګیر نه یم
خو که چېري لوږي واخیستم
نو د قبضه ګیر غوښه به زما خوراک وي
ځان ساتی……….
ځان ژغوری………
زما له لوږې
زما له غصې

Copyright Larawbar 2007-2024