د پوليسو نوى قانون پاس سو

34 | جنوري 29th, 2009



د افغانستان ولسي جرګه وايي د پوليسو د مسئوليت په باب يې په څلورو مادو كي يو نوى قانون پاس كړى، چي له مخي به يې د ولايتونو امنيه قومندانان د واليانو تر امر لاندي سي.
تر دې مخكي به امنيه قومندانانو د چارو په اجرا كي يوازي د كورنيو چارو وزارت امر مانه، چي كار پوهانو په وينا ډېر وختونه به د جرايمو په مخنيوي كي د ولايت والي پر يوه او قومندان پر بله خوا تلئ.

Copyright Larawbar 2007-2024