طالبانو په برختيځ کښي ۳ لوړپوړي دولتي چاروکي له منځه وړي دي

د لراوبر اداره | فبروري 7th, 2009


په ننګرهار ولايت کښي ديوې ولسوالۍ ولسوال دولايتي شورا غړي اودهمدې ولايت په ګاونډ کې ديوې ولسوالۍ امنيه قو ماندان دطالبانو لخوا ووژل شول .

دننګرهار ولايت  د  امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفوروايې  چې د ولايتي شورا غړى او  منشي قاضي خان محمد  چې په ملک بابا  مشهوروو همدانن سهار  وختي داتو  بجو په شاوخوا کې په دره نور ولسوالۍ کې ووژل شو .

دغه راز دننګرهار ولايت د ګوشتې ولسوال نعيم جان شينوارى او ورسره  يو ساتونکى پوليس دهمدې ولايت  د بټي کوټ ولسوالۍ د چاردهي په سيمه کې د ماين په چاودنه کې ووژل شول .

دننګرهار چارواکيو ويلي چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې  د نعيم جان شينواري موټر د ريموټ کنټرول ماين په واسطه والوځول شو.

ددې ترڅنګ د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعاکوي چې په يو بريد کې د لغمان د قرغيو ولسوالۍ امنيه قوماندان له يوه پوليس سرتېري سره ووژل شو .

د قرغيو ولسوال محمدعارف دغه پېښه تايد کړې ده او و ويل يې چې  تېره شپه شاوخوا يوولس بجې رامنځته شوه .

Copyright Larawbar 2007-2024