هلمند: د بست جريدې څلوېښتمه ګڼه چاپ شوه
59
له هلمند ولايت څخه د خپرېدونکې بست جريدې څلوېښتمه ګڼه په اتو مخونو کې په دې وروستيو کې چاپ او خپره شوې ده. په دې ګڼه کې هم د نورو هغو په شان د هلمند او افغانستان د روان وضعيت د څېړنې او شننې تر څنګ نړيوال مسايل هم څېړل شوي دي. بست ته د هلمند فرهنګپال ځوانان له خپله جېبه لګښت ورکوي چې د څو ګڼو لپاره يې د کلتور وزارت په مرسته لګښت برابر شوی و، لکه څنګه چې يې د اوسنۍ ګڼې په سرليکنه کې يادونه شوې ده.
سرليکنه:
د اطلاعاتو او کلتور له وزارته بيا هم مننه کوو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مننه کوو چې د ځينو بهرنيو اينجوګانو په مرسته يې د بُست په شان يوشمېر نورو بېوزلو خپرونو سره د مرستې تابيا وکړه. که څه هم د اصولو له مخې له بُست جريدې سره د وزارت چارواکو د يوه کال تړون لاسليک کړ چې ګواکې د يوه کال لپاره به په منظم ډول ورته پانګه برابروي خو په دې لړ کې يوازې د څلورو مياشتو حساب د بست لپاره برابر شوی دی، چې جزئيات يې په دې ډول دي:
10-Oct-2007
25-Nov-2007
22-Jan-2008
07-Feb-2008
تر دې وروسته دغې جريدې ته يوه افغانۍ هم نه ده ورکړل شوې او ډول- ډول پلمې ورته وشوې، د دې لپاره چې هرڅه په شفافيت سره ترسره شوي وي او خلک نور ګومانونه ونه کړي، نور اسناد او شواهد هم وړاندې کولای شو چې رارسېدلي حسابونه هم په شفافيت سره نه دي تصفيه شوي.
د بُست اداره وياړي چې په کمو امکاناتو زيات فعاليت کوي او له وزارت څخه بيا هم مننه کوي، چې لږې مرستې يې بُست ته زيات ژوند ورپه برخه کړ.
د بست اداره
يادونه:
بست ته خپل پيغامونه، ليکنې او مطالب پر دې برېښناليک پتې راولېږئ:
p مرستيال چلوونكى:: احمدشاه پاڅون (۰۷۹۹۸۵۰۵۵۳ )
p د وېش مسوول:: دلاور پردېس(٠٧٩٩٠٦٢٤٩٠)