په زابل کی دوالی،مرستیال والی اوښاروال په ضدلاریون وشو!

وحيدالله شمس زابل | مارچ 10th, 2009



دالاریون دسه شنبی په ورځ په مرکزقلات کی دسلګونو کسانو له خواترسره شو
لاریونکونکی واټونو ته راووتل اوکابل کندهار لویه لاری یی دترافیکو پرمخ بندی کړه
دوی دوالی دلبرجان ارمان مرستیال والی ګلاب شاه علی خیل او ښاروال جنت ګل وردګ پرضد شعارونه ورکول،اوهغوی یی په اداری فساد ککړبلل
دوی همداراز له دولته دیادو کسانو دګوښه کیدو غوښتنه کوی


بل خوا دزابل مرستیال والی ګلاب شاه علی خیل وایی داموضوع ترریاست جمهوری رسیدلی ده دده وینا دوی دریس جمهور پریکړی ته سترګی په لاره دی
                        
دیادونی وړده چی په زابل کی په پرله پسی توګه دا دریم لاریون دی چی دسلګونو کسانو له خوا دوالی مرستیال والی او ښاروال دګوښه کیدلو لپاره ترسره کیږی

Copyright Larawbar 2007-2024